<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-17 17:42:20    
ليو فانګ يان له مور سره يو ځای په پوهنتون کې زده کړه کوی .

cri

محترمو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! دا دی يو ځل بيا د ښځي او ټولنې د پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټی يم او د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يم ، هيله ده چې د پروګرام تر پايه پوری له ما سره پاتی شی . په چين کې يوه نجلۍ چې نوم يی ليو فانګ يان دی په ژوند کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوې ده ، خو هغې په ټينګ هوډ دغه ستونزې له منځه وړلی او ډېر خلک د دې د روحيې ستاينه کوي . نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د ليو فانګ يان په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم . ( موسيقې )

ليو فانګ يان چې عمر يی دوه ويشت کاله دی ، اوس د چين د هو بې ولايت د جينګ من ښار په مسلکې فني پوهنځی کې زده کړه کوی . نجلۍ ليو د چين د نينګ شيا د هوی قوم د خپلواکې سيمې د لونګ ده په نامه په يوه بی وزلی ولسوالی کې زېږېدلی ده .

د ليو فانګ يان مور په دری کلنۍ کې د ناروغۍ له امله ړنده او د ليو فانګ يان له زېږيدلو وروسته بيا په ډېر سخت روماتيزم اخته شوه . نجلۍ ليو څوارلس کلنه وه چې پلار يی د سر غاړې د سرطان له امله مړ شو . په هغه وخت کې د ټول کورني ژوند درندې دندې د نجلۍ ليو او ددې د مشر ورور په غاړه پرتې وې . ليو هره ورځ نه يوازی په زده کړه بوخته وه، بلکې په ځمکه يی هم کار کاوه . د منځني ښوونځي له دوهمې مرحلې څخه يی په هره دوبنی رخصتی کې په ولسوالی

کې مزدوری کوله چې د ژوند او د کتابونو اخيستلو لګښت تر لاسه کړې .

په ٢٠٠٣ کال کې ليو فانګ يان د هو بې ولايت د جينګ من ښار په مسلکې فني پوهنځی کې شامله شوه . د همدی کال په نوامبر کې يی ورور د کارونو د پيدا کولو لپاره پخپله د فو جيان ولايت ته ولاړ او مور يی يوازي په کور کې پاتی شوه .

د ٢٠٠٤ کال په می کې د ليو فانګ يان ګاونډی ورته تليفون وکړ چې مور يی د غره له لمن څخه وښوييده او ټپی شوه . له دې وروسته نجلۍ ليو پريکړه کړې چې د مور لپاره خپلې زده کړې وځنډوي چې د تيان جين ښار ته د مور په بيولو سره کار وکړي او د زده کړي پوره لګښت لاس ته راوړي .

له دې وروسته ليو فانګ يان د خپلې مور په بيولو سره په تيان جين ښار او هو بی ولايت کې مزدوري وکړه . که څه هم کارونه يي ډېر سخت وو، خو ټينګه اراده يي درلوده چې د خپلو کوښښونو له لارې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ . د ٢٠٠٥ کال د پسرلۍ له جشن وروسته ليو فانګ يان له مور سره بېرته خپل پوهنځی ته راستنه شوه او د کمپيوتر په واسطه د نقشو جوړولو په څانګه کې يو ځل بيا په خپلې زده کړې پيل وکړ . د دې کيسه په ټول پوهنځی کې مشهوره شوه .

ليو فانګ يان خبريال ته وويل : د کورنی د بی وزلۍ له امله هغه هيڅکله د زده کړو ټولې پيسی ښوونځيو ته نه وې برابرې کړي ، دا له حکومت څخه ډېره مننه کوی چې د اوږدې مودې لپاره يي ورسره مرسته کړی ده . د نجلۍ ليو د پلار د ناروغۍ په وخت کې د ولسوالی ، علاقه دارۍ او کلی حکومتونو ورته نغدي مرستې برابرې کړې او ښوونکو او زده کوونکو يی هم ورسره د مرستې لاسونه اوږده کړيدي . د دې ترڅنګ له لومړني ښوونځی نه تر منځنی ښوونځی پوری د دې د زده کړې لګښتونه

وړيا وو . اوس پوهنځی پريکړه وکړه چې نجلۍ ليو به په وړيا توګه خپلې زده کړې بشپړې کړي ، بر سيره پردی پوهنځی ددوي د ژوند د ښه والي لپاره نجلۍ ليو ته په فارغ وخت کې د کار فرصت برابر کړي .

اوس پوهنځی ليو فانګ يان او د دې مور ته يوه کوټه برابره کړی او هره مياشت ورته سل يوانه د ژوند د لګښت په توګه ورکوی . بر سيره پردی د جينګ من ښار د ملکی چارو اداره هم هره مياشت دوه سوه يوانه مرسته ورکوی .

د خبری رسنيو د مرستې له لارې ليو فانګ يان د فو جيان په ولايت کې خپل مشر ورور پيدا کړ ، مشر ورور يی اوس د جينګ من په يو شرکت کې کار کوی چې کورنی غړي يی يو ځاي شوي دی .

ليو فانګ يان وويل : زما په ژوند کې ډېرو مهربانو کسانو ډيره مرسته را کړې ده . زه يوه کتابچه لرم چې د دغو کسانو نومونه می پکی ليکلي دي . زه به په راتلونکي وخت کې تر وسی پوری ټولنې ته لا ښه خدمتونه وکړم .