<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-17 19:13:33    
له خنډونو څخه د ځغاستی غوره لوبغاړی موسيس

cri

په مونتريال کې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د امريکا مشهور لوبغاړی موسيس د خپلې ځانګړې او غوره تکنالوژۍ له لارې د نارينه وو د څلورو سوو مترو په واټن له خنډونو څخه د ځغاستي په لوبه کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ او په اوه څلويښتو ثانيو او د ثانيې په دری شپيتم برخه کې يی نړيوال ريکارډ ټينګ کړ . له دې امله چې د موسيس سطح له نورو لوبغاړو څخه ډېر لوړ و ، نو پوهانو وويل چې د څلورو سوو مترو په واټن له خنډونو څخه د ځغاستي لوبې د موسيس مودې ته ورسيدلې . بر سيره پردی ، له دغو لوبو وروسته د موسيس ټاټوبې د ميامي لويديځه لاره چې موسيس پکې زېږيدلی وو د موسيس لارو نومېده . د دې ترڅنګ موسيس اجازه تر لاسه کړه چې د ده د موټر پر لمبر پريت باندې يوازی ُاولپميک ُ وليکل شی او لمبر ونه لری .

د کيوبا لوبغاړی جوانتورانا

د کيوبا د ځغاستي لوبغاړی جوانتورانا په ١٩٥١ کال کې زيږېدلی او په پرله پسی توګه د ١٩٧٢ ، ١٩٧٦او ١٩٨٠ کال د اولمپيک په سپورتي لوبو کې ګډون وکړ . هغه د ١٩٧٦ کال په جولای کې په مونتريال کې خپل ډېر ښه برياليتوب تر لاسه کړ چې په دغو لوبو کې يی د ٤٠٠ مترو او ٨٠٠ مترو په واټن د ځغاستي په لوبو کې د سرو زرو دوه مډالونه تر لاسه کړل . د دې ترڅنګ يی د اولمپيک د سپورتي لوبو په تاريخ کې لومړی هغه لوبغاړی وګرځيد چې په ګډه توګه يی به دغو دوو لوبو کې د سرو زرو مډالونه تر لاسه کړل . نو له دې امله له دغو لوبو وروسته د کيوبا ورځپانو وويل چې جوانتورانا د دغه هېواد له انقلاب وروسته ډېر ښه لوبغاړی دی .

د جګ ټوپ وهلو لوبغاړې اکومان

اکومان په ١٩٥٢ کال کې د ديموکراتيک المان په يوه کوچنۍ علاقه داری کې زيږېدلې . هغې له ماشومتوب څخه د جګ ټوپ وهلو روزنه تر لاسه کړه . په پنځلس کلنۍ کې يی د يو اشعاريه پنځه شپيته مترو په لوړوالی جګ ټوپ وهلای وشو . د مونتريال د اولپميک په سپورتي لوبو کې يی د يو اشعاريه شپږ نوی مترو په لوړوالی د سرو زرو مډال تر لاسه کړ .

د چکس ارتاو لوبغاړی سيديچ

د شوروی اتحاد لوبغاړی شيديچ په خپلو ماشمومتوب کې د لامبو له وهلو سره ډېره مينه درلوده ، خو د ښووځی د چکس ارتاو ښوونکی د ده له ځواک څخه خبر وو او ور ته يی د چکس ارتاو رسمی روزنه وکړه . په دغو لوبو کې شيديچ د چکس ارتاو په لوبو کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ . په وروستی سيالي کې سيال يی د ده پخوانی ښوونکی ته ماتې ورکړه .

د دری قدمه ليری ټوپ وهلو لوبغاړی سانيف

د شوروی اتحاد لوبغاړی سانيف د دری قدمه ليری ټوپ وهلو د لوبو په تاريخ کې ډېر ښه لوبغاړی وو چې د اولمپيک په پرله پسی دريو سپورتي لوبو کې يی په دغو سياليو کې د سرو زرو مډالونه تر لاسه کړل . سانيف په ماشمومتوب کې د جګ ټوپ وهلو روزنه تر لاسه کړه ، د زنګون د زخم له امله يی د دری قدمه ليری ټوپ وهلو روزنه تر لاسه کړه . په ١٩٦٨ کال کې په ټوکيو کې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې يی د اولس اشعاريه دری نوی مترو په اوږدوالی د سرو زرو مډال تر لاسه کړ ، په ١٩٧٢ کال کې يی په مونيخ کې د اولس اشعاريه دری پنځوس مترو په اوږدوالی د اولمپيک د سرو زرو مډال او د مونتريال په لوبو کې يی د اولس اشعاريه دوه نوی متېرو په اوږدوالی د دريم ځل لپاره د سرو زرو مډال تر لاسه کړ .