<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-18 17:16:24    
د چين د هو بي ولايت په کليوالو ښوونځيو کې د ښوونکو صف د پياوړتيا عمليات

cri

په ٢٠٠٤ کال کې د چين د هو بي په ولايت کې د ښوونې د ادارې له خوا د بي وزلو کليوالو ښوونځيو د ښوونکو صف د پياوړتيا پلان جوړ شوي او په دي پلان کې پريکړه شوې چه د تګلارې او اقتصاد له پلوه هغه محصلين وهڅوي چې له پونهتونو او پوهنځيو څخه فارغ شوي ، خو د کليو ښوونځيو ته لاړ شي او د کليو د ښوونځيو د ښوونې د چارو ملاتړ وکړي ٠ نوموړي محصلين هر کال د ولايت د پوهنې له څانګې څخه پنځه زره يوانه جايزه تر لاسه کولي شي ، همداشان دوي به په کارونو کې د اړوندې کچې د اوچتولو، د لوړو تحصيلاتو، د ليسانس کچې د لاس ته راوړلو او په داسي نورو په برخو کې له امتيازونو څخه برخمن شي ٠

خبريال له اړوندې څانګې څخه خبر اخيستي دي چه په ٢٠٠٤ کال کې دغه عمليات لومړي په وار سره د هوبي ولايت په نهه ويشتو بي وزلو ولسواليو کې تر سره شوي او دري سوه شپږ تنه انتخاب شوي فارغ محصلين لومړي ځل له پاره کليوال ښوونکي ګرځيدلي وو٠ د نوموړو عملياتو تر اغيزې لاندې ډيرو محصلينو د ښارونو د کار او ژوند د ښو شرائطو په پريښودلو سره په قطعي توګه په کليو کې د ښوونکې دنده انتخاب کړي دي ٠ مثلا تير کال محصلې چن جنګ داو د هو بي ولايت د دارالمعلمين له کمپيوتري څانګې څخه د فارغيدو مخکې بيا پريکړه وکړه چې په اړونده څانګه کې خپل نوم ثبت کړي ، ژر کليو ته ولاړه شي او د ښوونکې دنده تر سره کړي ٠ لږه موده وروسته د هغې دغه هيله تر سره شوه او د فان ګوان په نامه په يوه بي وزلي کليوال ښونځي کې يي د ښوونکي په توګه په کار پيل وکړ ٠ په دي ښوونځي کې د ژوند او کار شرائط ډير خراب دي ، په تيره بيا په هغه سيمه کې په ژوند ډيرې ستونزې شته ، مثلا هغه تل په فارغ وخت کې له خپل پلار سره په مځکه کې سبزۍ کري ، ځکه په ژوند کې د اړتيا سبزې بايد په خپله د کرکيلي له لارې تر لاسه شي ٠ که څه هم ژوند يي ډيرې ستونزې لري ، خو هغه په ښوونځې کې په خپلو کارونو کې ډير کوشش کوي ٠ هغې خبريال ته وويل چې زما په أند په بي وزلي کلي کې کار کول زما د عمر په چارو کې يو برياليتوب ګڼل کيږي ٠ د فان ګوان ښوونځي مشر جنګ ځو بين وويل چې د پيغلې چن جنګ داو په شان داسي زيات شمير محصلين چې په بي وزلو کليوالو ښوونځيو کې د ښوونکي په توګه خدمت کوي ، د کليو د ښوونې چارو د پرمختيا په هکله زمونږ هيله او باور پياوړي کړي دي ٠ اوس محصلې چن جينګ داو په نوموړي ښوونځې کې يو کال کار کړي او د ښوونځې د غوره او ممتازې ښوونکې په توګه ټاکل شوې ٠ پيغلې چن جنګ داو خبريال ته وويل چې د خپلې ودې په ترڅ کې يي د ټولنې د ډيرو مهربانو او دوستو خلکو زياتې مرستې هم ګټلي دي ٠ نو زړه مې د مننې څخه ډک احساسات لري او له دي امله مي په کليو کې د ښوونکې دنده ټاکلې ده او غواړم چې خپل ټول عمر د کليوالې ښوونې چارو ته وقف کړم ٠ هغه وويل چې که څه هم يو تن دا توان نه لري چې د کليو د ښوونې وروسته پاتي حالت بدل کړي ، خو زه به تر خپلي وسي پوري کوشش وکړم چه لا زيات غوره او ممتاز محصلين د ښوونکې په توګه کليو ته راشي ٠

له ٢٠٠٤ کال څخه تر اوسه پوري دوه کاله تير شوي ، د دوو کلونو راهيسي د هو بي په ولايت کې څه د پاسه يو زر دري سوه پنځه ديرش تنو محصلينو د څلور پنځوس ولسواليو په څه د پاسه څلور سوو ديرشو کليوالو ښوونځيو کې د ښونکو په توګه دنده په غاړه اخيستي او د کليوالو ښوونکو ترمنځ يو تازه ځواک رامنځته شوي دي ٠