<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-18 17:32:50    
عجيبه سرکه

cri

سرکه په اصل کې يو ډول مساله ده ، خو نن ورځ د ناروغيو د درملنې نه پرته د ښکلا او د ويروس وژنې رول هم لری . د سرکې د کارولو تاريخ ډير لرغونی دی او د ځينو کسانو په اند لس زره کاله تاريخ لری . د سرکې په هکله کتبي ريکارډ لږ تر لږه درې زره کلن تاريخ لری . د مالګې په شان سرکه يو ډول لرغوني مساله ده . څو زره کاله دمخه چينايانو له غلودانو څخه د سرکې جوړولو تکنولوژی خپله کړه او درې زره کاله وړاندي د چين د لويديځ جو په دوره کې په يو کتاب کې د سرکې جوړولو يادونه وشوه او د ننني چين په شمال لويديځ د شان سي ولايت مرکز تاي يون د سرکې جوړولو سرچينه وه . پنځلس سوه کاله دمخه د چين په يو تخنيکي کتاب کې د سرکې د دوه ويشت ډولونو د جوړولو لارې چارې ليکل شويدي . د چين په مشهور طبي کتاب کې ليکل شوي چه سرکه د وينې د بهيدو ، د زهر د ليرې کولو او د اشتهاه د زياتولو رول لري .د معاصر طب له نظره سرکه د وينې د رګونو د نرمولو ، د فشار د ټيټولو او د شريانونو د بنديدو او کلکوالي د مخې نيولو نه پرته د چاغوالي د کمښت ، د بڼې د ښکلا ، د سرطان د مخنيوي او د ميکروبونو د وژنې اثرونه هم لری . د بيلګې په توګه د ديارلس سوه کاله دمخه د تانګ د امپراطورې په موده کې د چين لومړني امپراطورې وو ځه تيان هره ورځ د ډوډۍ خوړلو په وخت کې سرکې څښلې چه له امله يي د بوډاوالي په وخت کې هم خپله ښکلا ساتل شوې وه .

په فرانسه ، ايتاليا ، پرتګال او هسپانيا کې د انګورو شراب په وسيله سرکې جوړيږي او په اتلسمه او نولسمه پيړۍ کې سرکې د اروپايانو د سفر پر مهال اړين شی بلل کيده او د اوبو څښلو په وخت کې څو څاڅکې سرکې په اوبو کې اچول

کيدې او ډوډۍ هم په سرکې کې د اچولو وروسته خوړل کيده . امريکايان هم د سرکې خوړلو عادت لری . په امريکا کې د وومنت په نامه کلی شته چه ډير سپين ږيري او سپين سرې پکې ليدل کيږي چه عمر يي سلو کالو ته رسيدلی دی . د پلټنې له مخې د سرکې خوړل د دغه کلي د اوسيدونکو عادت دی چه دوي د سر درد د ليرې کولو، د وينې فشار د ټيټولو، د زخم د جوړولو ، د روماتيزم او پښتورګۍ د درملنې لپاره سرکې کاروي . نو يوه امريکايي کارپوه چه جيويس نوميږي ، د وومنت د دوديزې درملنې په نامه کتاب وليکه چه ددې کتاب په چاپولو سره د وومنت کلی هم په ټوله امريکا کې شهرت وموند او د سرکې په خوړلو د ناروغيو درملنې لارې چارې هم مروجې شوې .

په يونان کې د سرکې خوړولو عادت هم مروج دی ځکه په لرغوني يونان کې يو ډاکتر چه سيباکولاديس نوميده . د هغو هګيو په واسطه چه په سرکې کې خيشتې شوي ، د تنفسي ناروغيو ، د ليوني سپي لخوا د چيچلو له امله د رامنځته شوي ناروغۍ او خارښت د درملنې لپاره کارول کيده .

د معلوماتو له مخې په امريکا کې هر تن په کال کې شپږ نيم کيلوګرامه سرکې خوري ، په جاپان کې دغه شميرنه اوه اعشاريه اته کيلوګرامه دی ، خو په چين کې هر تن يوازي صفر اعشاريه نهه کيلوګرامه سرکې خوري . له دې څخه څرکنديږي چه چينايان د سرکې له رول سره زياته أشنايي نه لری .

که څه هم سرکه ډير غذايي ارزښت لری او د ځينو ناروغيو د علاج لپاره ګټوره ده ، خو له حده زيات د سرکو خوړل د روغتيا لپاره ګټه نه لری چه ورځنی اندازه يي له شلو څخه تر څلويښتو ګرامو پورې مناسبه ده .

د سرکې د کارولو ښيګڼې دا دي .

سرکه او هوږه د اسهال ، د کولمو د التهاب ، د غاښونو د ناروغۍ د درملنې لپاره ډير ګټور دی ، دغه راز که د شکري ناروغ د هغو شلو چرګو ښوروا وڅښي چه د پخلی په مهال کې دوه سوه پنځوس مليليتره سرکې او يو زر مليليتره جوش اوبه واچول شي ، نو د ناروغۍ حالت به يي ښه شي .

د سرکو خوړلو نورې ښيګڼې دا دي : د پخلې په مهال کې د څو څاڅکو سرکو په اچولو سره په خوراک کې د ويتامينونو د کيمياوي ترکيباتو ثبات ساتل کيږي .

سرکې د تيز او بد بوي د کمښت او د خوږوالي د زياتوالي رول لری .

سرکې د غوښو ، چرګ او يا کچالو د پخلی وخت د کموالي لامل دی .

که تازه کب او غوښه په هغه ټوکر تاو شي چه په سرکو لوند شوی ، يوه شپه ښه ساتل کيږي . که تازه کب په سرکه کې لوند شي ، کب نه خرابيږي .