<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-18 18:56:50    
د يوه پوهنتون ١٤کلنه زده کوونکې

cri

د چين د شمال ختيځ د هی لونګ جيانګ ولايت د هاربين په ښار کې د شين يون تيان نومی يوه ١٤ کلنه نجلۍ له دې امله چې هيڅ رسمي ښوونه يي نده حاصله کړې او تازه د هي لونګ جيانګ پوهنتون لخوا ومنل شوه ، د ټولنې د پام وړ کسه ګرځيدلی ده .

په ١٩٩٢ کال شين يون تيان په داسی کورنۍ کې زيږيدلې ده چې پلار يې د وسلوالو پوليسو يو مشر وو او مور يې د أکومولاتور بطريو جوړولو په فابريکه کې يوه فنی کارکوونکې ده . کله چې شين يون تيان دوه کلنه وه ، په وړکتون کې به يي هميشه ژړه ، نو پلار او مور يي دې ته د چيني کرکټرونو د پيژندنې او حساب د معلوماتو ورکولو لپاره کور ته يوه تقاعده شوې ښوونکې وغوښته . نجلۍ شين ډيره زيرکه او هوښياره ده او ژر له دغه ډول کورنې ښوونې سره مساعده او د څلور کلنۍ په وخت کې يي درسی کچه د لومړنی ښوونځی د لومړني او دوهم ټولګي له کچې سره برابره شوه . وروسته تر هغه چې ځانګړې ښوونکې استعفا وکړه ، پلار او مور ته يي دا انديښنه پيدا شوه چې خپله لور بيا وړکتون ته وليږي که نه ؟ که وړکتون ته وليږل شی ، ځانګړې کورنې ښوونه به يې نيمګړی پاتې شی ، نو پرېکړه يي وکړه چې د مور لخوا د خپلې لور د ښوونې دنده په غاړه واخلی ځکه چې مور يي له فابريکې څخه بسته بندی شوه . نجلۍ شين د اوه کلنۍ په وخت د لومړني ښوونې ټول درسونه ترسره کړل . پلار او مور يي په دې انديښنه کې وو چې که ښوونځي ته يې وليږي ، عمر يي کوچنی دی ، نو بيا يي پريکړه وکړه چې په کور کې خپلې لور ته د درس د

ورزده کولو چارو ته دوام ورکړي . خو له بده مرغه په دې وخت کې نجلۍ شين د کولمو په سرطان اخته شوه او د جراحۍ عمليات يي هم وشول چې په نتيجه کې يي يو کال زده کړه وځنډويدې. په دې حال کې يي پلار هم د ناروغۍ له امله له ټاکلي وخت څخه مخکي تقاعد شو ، نو له ښځې سره يي يو ځاي د لور د ښوونې او روزنې دنده په غاړه واخيستله چې پلار يي د ادب او مور يي د فزيک درسونه ور زده کړل او له غرمې وروسته يې د مطالعې او لوبې کولو وخت و ،دغه راز خپلې لور ته يي د موسيقۍ ، سپورت او نقاشۍ معلومات هم ورکړل . نجلۍ شين کولاي شول چې ماښام علمي او تاريخي فلمونه وګوري .

يو ورځ نجلۍ شين د خپل تره له لور سره يو ځاي ښوونځي ته لاړه چې سهار وختي په پنځه نيمو بجو اپاڅيده ، د ماښام تر شپږو بجو پورې بيرته کور ته راستنه شوه او د شپې تر لسو بجو پورې يي خپل درسی کارونه ترسره کړل چې په پايله کې ډيره ستړې شوه .

نجلۍ شين د ديارلس کلنۍ په وخت کې يعني د تير کال په پاي کې هغې درسي کچې ته ورسيده چې د منځنی ښوونځی دوهمه مرحله يي بشپړه شويده ، نو پلار او مور يی خپله لور وهڅوله چې په ملي کانکورکې ګډون وکړي ، د خوشحالۍ وړ خبره دا ده چې نجلۍ شين د ٢٠٠٥ کال په ملي ازموينی کې د پنځه سوه اتيا نمرو په ګټلو سره ښه برياليتوب تر لاسه کړ ، خو څرنګه چې ددې پلار او مور د خپلې لور لپاره يوازي يو ډير مشهور پوهنتون غوره کړي . نو په پاي کې په دغه پوهنتون کې نه ده شامل نه شوه ځکه چې په دې پوهنتون کې د شامليدو نمره د پنځه سوه اتياوو څخه اوښتې ده .

په ٢٠٠٦ کال نجلۍ شين يو ځل بيا په ملي کانکور کې ګډون وکړ او د پنځه سوه شپيته نمرو په تر لاسه کولو سره د هی لونګ جيانګ ولايت پوهنتون لخوا ومنل شوه چې په هغه وخت کې نجلۍ شين يوازی څوارلس کالو ته ورسيده

نجلۍ شين د نورو کوچنيانو سره په توپير کې د أزادې فضا په پرته په کور کې خپله زده کړه تر سره کړيده .