<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-19 19:06:25    
په بيجينګ کې مشهورې لرغوني مغازې او درملتونونه

cri

د چين پلازمينه بيجينګ يو اوږد تاريخ لرونکی ښار دی چې په کې د ځينو نامتو ښکليو منظره لرونکو ځايونو سر بيره زيات شمېر ښه ساتل شوی لرغوني دکانونه او درملتونونه هم شته . چين ته د سفر په نننې پروګرام کې به له ما سره يو ځای د سل کلنيو زړو مغازو ته ولاړ شئ او تاسو ته به د بيجينګ د تاريخ او دوديز کلتور په هکله په زړه پورې معلومات درکړم .

په بيجينګ کې له زړو درملتونونو څخه د تونګ ژن تانګ په نامه درملتون په ١٦٦٩ کال کې جوړ او ډير شهرت يي وموند . د دغه درملتون جوړونکی چې له شيان يانګ نوميده ، په هغه وخت کې يو شاهی ډاکتر ؤ . له دې امله چې هغه د امپراطورۍ له کورنۍ سره نژدی اړيکی درلودې او د درملو د ټاکلو او جوړولو په برخه کې ډير تکړه و ، نو د تونګ ژن تانګ درملتون لخوا جوړ شوی درملونه به په ځانګړی توګه امپراطور او دده کورنيو غړو ته برابريدل . د تونګ ژن تانګ په درملتون کې تجربه لرونکي کارکوونکي ښاغلي جين يونګ نيان خبريال ته دا معلومات ورکړل چې ددوي لخوا د جوړ شويو درملو زياته برخه د امپراطورۍ د ماڼۍ له لارې عامو وګړو ته خپريده . هغه وويل ____اواز____

د بيلګې په توګه د ګوه ګونګ په نامه زمونږ درملتون لخوا جوړ شوی طبي شربت لومړی په څوارلسمه پيړۍ کې د مينګ د امپراطورۍ په سلسله کې د يوه لوړپوړې چارواکی لخوا په خپل کور کې جوړ شوه چې ګو ګونګ په چيني ژبه کې يو اشرافی

لقب و ، د دغه شربت د جوړولو نسخه له وګړو څخه تر لاسه شو چې دغه شربت د وينې د بهيدنې او د عضلو د تحريک لپاره ډير ګټور دي . وروسته دغه طبی نسخه شاهي روغتون ته خپره شوه . د چينګ د امپراطوری سلسلی ملکې څشی دغه شراب هم څښلي وو . اوس دغه طبی شربت د تونګ ژن تانګ درملتون يو نامتو او دوديز درمل ګرځيدلی دی .

کله چې په بيجينګ کې زړې مغازې يادی شی ، تر هر څه لومړی د جانګ يی يوان په نامه د چايو مغازه ياديږي . دغه مغازه تر اوسه پوری سل کلن تاريخ لری او چمتو شوي ياسمين چای د چين په شمالي سيمو کې ډير مشهور دي او ځانګړتيا يی دا ده چې ښه بوی لری او د چاي اوبه يي تکې سپينې دی . د دغه چای پلورنځي څښتن ښاغلي ليو جيا بو دا معلومات ورکړل چې د ياسمين ګلونو او چايو د ټاکلو کار ډير دقيق دی. هغه وويل ____اواز____

د ياسمين چای شنه چاي دي او د چاي پاڼې په پسرلي او ګلونه يي په دوبي کې شکول کيږي چې پوره نه وی غوړيدلي ځکه چې په ګرم موسم کې د ياسمين ګلونه قوی عطر لری . که ګلونه په پوره توګه وغوړيږي ، خوشبويی به يي له منځه ولاړه شی .

د ياسمين چای سر بيره د جانګ يی يوان په مغازه کې د هيواد له بيلا بيلو ځايونو څخه راغلي ډول ډول غوره چاي او ښکلی چاينکونه هم پلورل کيږي او اخيستونکي کولای شي چې په کوچنې چايخانه کې ياسمين چای وڅښي او د مغازې خدمتګار له خوا د چای په هکله کيسه واوري او يا د چای هنر دوديزه ننداره وګوري.

_____اواز____

همدااوس مو د ډول په وهلو سره د بيجينګ په لهجه د ويل شوې کيسې يوه لنډه

برخه واوريده .

په پای کې به تاسو ته د وريښمينو ټوکرانو د يوه مشهور دکان په هکله څه معلومات ورکړم چې ژی فو شيانګ نوميږي . دغه دکان د نولسمی پيړۍ په پای کې د منګ نومی يوه سوداګر له خوا جوړ شوی او ساختمانی شکل يی اروپايي دی او په مرمر ډبرو ښکلی شويدی . دغه دکان اوس په بيجينګ کې د تاريخی اثارو د ساتلو په ليست کې شامل شوی دی . نن ورځ زيات شمېر چينايان وريښمين ملي کالي خوښوي ، نو د وريښمينو ټوکرانو د اخيستلو لپاره حتمأ دغه دکان ته ځی . دغه دکان نه يوازي د هيواد دننه بلکې په بهرنيو هېوادونو کې هم ډير شهرت لری . د ډيرو هيوادونو د مشرانو ميرمنو چين ته د سفر په ترڅ کې په ژي فو شيانګ کې وريښمين پارچې اخيستي . له امريکا څخه راغلی سيلانۍ سيتسوکو چامبيرس وويل ____اواز____

پخوا مې په امريکا کې له کتاب څخه د ژی فو شيانګ په هکله داسي معلومات لاس ته راوړي وو چې دغه دکان رنګارنګ ځانګړي وريښمين ټوکران پلوري ، ډيره خوشحاله يم چې نن ما په دې دکان کې يو شميروريښمين ټوکران اخيستي دي .