
د چين د ملی لږکيو د دريم پړاو هنری ننداره په وروستيو ورځو کې په بېجينګ کې پای ته ورسېده. د چين له شپږپنځوسو قومونو څخه څه دپاسه څلورو زرو هنرمندانو د بېجينګ نندارچيانو ته دری دېرش پروګرامونه وړاندی کړل چې د بېلا بېلو قومونو ځانګړی کلتورونه په کې څرګند شول.
---اواز١---همدااوس مو د جنت غوندې چمن په نامه د داخلی مغولستان د نڅا سندره واورېده.چې د داخلي مغولستان د سندرې او نڅا د ډلې لخوا غږول شوېده . داخلی مغولستان د چين په شمال کې پروت دی او د مغول په ګډون د شمالی چين په مالدارې سيمه کې د بېلا بېلو قومونو کلتورونه له دغې سندرې څخه نندارچيانو ته څرګند شوي دي. د چين د ملی لږکيو د نڅا ټولنې مرستيال ښاغلی ما شېن ده د ملی لږکيو په هر پړاو هنری ننداره کې ګډون کړی او د دغو نندارو ترمنځ يې بدلون احساس کړی دی . ده وويل
----اواز٢---د قومونو د خپلو ځانګړو دودونو څرګندول د دغه پړاو نندارې يوه تر ټولو ښکاره نښه ده. د بيلګې په توګه په پروګرام کې د مغولي قوم د موسيقی ځانګړي الات غږول شوي او د نڅاو په برخه کې هغه نڅا نندارچيانو ته وړاندي شو چې د مغوليانو د دوديز سپورت په توګه له غيږي نيولو څخه طرح شوې ده .
همدااوس مو د موسيقی هغې الې لخوا چې شپږ تارونه لری ، غږول شوي تبتی سندره واورېده چې نوم يي پسرلی دی او نڅا کوونکي ټول تبتي بزګران او کوچيان
دي . دوی د لومړی ځل لپاره د اورګاډي په وسيله له خپل ټاټوبی تبت څخه پلازمينې بېجينګ ته راغلی او د دوی ښکلي اواز چې هيڅ ندی روزل شوي ، پر نندارچيانو باندی ډېره ژوره اغېزه وکړه .
د ښکلی ها دا په نامه ننداره د ډېرو کارپوهانو ستاينه تر لاسه کړي ده.د چين د ملی لږکيو پوهنتون د موسيقي پوهنځي د مشر ښاغلی مونګ شين يانګ په أند د دغه
پړاو ننداره د تېر پړاو په پرتله ډېره ښه ده چې د تبتی خلکو نوی ژوند او فعال فکرترې څرګند شوی دی.ده وويل
---اواز ٣---په دغه ننداره کې نڅاوی او سندری د تبت د بېلا بېلو سيموځانګړتياوی څرګندوي ، مثلا د نڅا ځيني حرکتونه له ديوالي نقاشيو څخه تقليد شويدي ، دغه راز په ننداره کې د موسيقی هغه الات غږول شويدي چې يوازي د معبد په مذهبي مراسمو کې کارول کيږي .
د ښکليو وريځو نڅا هم چې د يون نان پلاوی له خوا وړاندې شوی ، د کارپوهانو او نندارچيانو ستاينه تر لاسه کړی ده.د يون نان ولايت بېلا بېل قومونه لري او د دغو قومونو ځانګړی نڅاوی په دغه زړه وړونکې نڅا کې څرګندی شوی دی.د چين د ملی لږکيو د نڅا ټولنې مرستيال ښاغلی ما شېنګ ده وويل
---اواز٤---د دغې نندارې يوه عمده ځانګړتيا دا ده چې سندرغاړو يي هيڅکله د سندره ويلو روزنه نده منلې ، دغه راز دوي په نڅا سره هم سندری ويلی چې په پای کې يې ډېر لوی برياليتوب تر لاسه کړ.
---اواز ٥---همدااوس مو د تاوس په نامه د دای قوم د ځانګړی نڅا سندره واورېدله.
ښاغلی يانګ ځو د دغې نڅا جوړونکی او ادا کوونکی دی او د ښه ادا کوونکی
جايزه يې هم واخيستله. ده وويل
---اواز ٦---زه تل د خپل دوديز کلتور د ساتنې لپاره هڅه کوم . زمونږ په دوديز کلتور کې بايد ښه شيان پاتی شي او پرمختګ وکړی. نو د نڅا جوړولو په ترڅ کې مې دودونه او نوی شيان سره يو ځای کړل.
ګرانو اورېدونکو!د ننني پروګرام په پای کې مهربانی وکړئ چې د داو لانګ په نامه د نڅا موسيقي واورئ. د هنر او کلتور ننني پروګام پای ته ورسېد. له ما سره ستاسی له تم کېدو څخه ډېره مننه .