<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-20 18:47:23    
دسولې سندره

cri

درنو اوريدونكو په چين كې د ورخلاصون او اصلاحاتو د پيل راهيسې په هره برخه كې د پرمختګ په خوا كې د هنر او كلتور په ساحه كې هم زيات كارونه شويدي،په وار سره زياتې بهرنۍ هنري ډلې چين ته راغلي او همدا شان له چين څخه هم نورو ګڼو هيوادونو ته هنري ډلې په سفرونو تللي دي،د ويناوو له مخې مخكې به ځينو بهرنيو هنري ډلو دې ته زړه نه ښه كاوه چې چين ته راشي ځكه له يوې خوا له نورې نړۍ سره دومره زياتې اړيكې موجودې نه وې او له بل پلوه د خلكو اقتصادي حالت هم دا اجازه نه وركوله چې په ځينو بهرنيو نندارو كې ګډون وكړي ،نو ځكه بهرنيو نندارچيانو به د خپل سفر لګښت هم نشو پوره كولاي،خو اوس حالت په بشپړ ډول بدل شوي، او هر كال د بيلابيلو هيوادونو څخه په لسګونو هنري ډلې چين ته راځي او خپلې نندارې وړاندې كوي چې يوه ښه بيلګه يې هم پدې وروستيو كې د فوجيان په ولايت كې د هنري نندارې سيالي وه،نو راځۍ چې په ګډه سره ددې سيالۍ او نندارې په هكله يو برابر شوي راپور واورو:

درنو اوريدنکو نيکې هيلې او سلامونه،هيله ده چې د خوښۍ شپې ورځې مو په برخه وي،د بهرنيان په چين کې ددې اونۍ لپاره مې د چين په فوجيان ولايت کې د سندرو ويلو او موسيقۍ د يوې سيالۍ په هکله چې نوم يې د سولې سندره وو يو څه معلومات ستاسو لپاره راغونډ کړيدي، پدې سيالۍ کې د زرګونو سندرغاړو په ګډون تر څلورو سوو څخه زياتو هنري ډلو له شاوخوا اتيا هيوادونو او سيمو څخه ونډه اخيستې وه،دا ننداره يا سيالي د فوجيان ولايت د شيامين په نړيوال سوداګريز اود کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه، په لمړي سر کې د سولې زنګ ووهل شو،لدې سيالى څخه د هنرمندانو موخه د نړيوالو تر منځ د سولی ،ملګرتيا،همکاري او ګډ پرمختګ وو، د پيورتو ريکو حقوقو هنري ډلې کسان د دريځ يا ستيژ سر ته پداسې حال کې راغلل چې يو بل ته يې لاسونه ورکړي وو،او د درناوي لپاره يې خپل سرونه ټيټ کړل،او د خپلې هنري ننداري په ترڅ کې يې د سولې څخه د يو ډکې نړۍ لپاره دعا کوله،په هماغه شيبه کې ټولو نندارچيانو او اوريدونکو يوه ژوره چوپتيا غوره کړه، ددې هنري ډلې يوې ګډونکوونکې هرمينيا اياس چې پنځلس کلن زوي يې پدې نندارو کې ګډون کړی دی وايي، هغه مهال دوي ټولو ددې سيالۍ ،نندارې او د نړيوالې سولې لپاره دعا کوله، ددوي درويشت کسيزې هنري ډلې چې د غړو عمرونه يې له ديارلسو څخه تر اتلسو کلونو پورې رسيدل يوه ښکلې کړۍ جوړه کړې وه، اياس وايي دا ډيره خوښه ده چې ددې زوی د لمړي ځل لپاره په نړيواله کچه په يوه هنري ډله کې ګډون کوي، دنوموړې په وينا دوي ددې کار لپاره دوه پرله پسې کلونه کوښښونه کړي ، دې وويل زما زوی او د هغه استاد پدې سيالۍ کې د ګډون او همدا شان د چين د ښکليو ځايونو د ليدلو لپاره دلته راغلي دي، او دا په دا راز سيالۍ کې د هانګ کانګ د هيپ يوون هنري ښوونځي لپاره هم د لمړي ځل ګډون کول دي. لدې ښوونځي څخه د دولسو او اتلسو کالونو تر منځ د نجونو هنري ډلې هم په نوموړې سيالۍ کې ګډون کړی وو، دوي د ځوانانو د غږ يو برابره او مساوي بڼه غوره کړې وه، دوي ويل چې ددې سياليو اتلولي ګټل يې اصلي موخه نده، بلکې د ټولونړۍ څخه په داسې يوه سيالۍ او ننداره کې د ځوانانو راټوليدل تر ټولو مهمه او اساسي خبره ده، سمه ده چې دوي به د سندرو ويلو او يا هم د نندارو د وړاندې کولو په ترڅ کې د يو بل سيالان وي او تر خپل منځ به سيالي تر سره کوي خو وروسته تر نندارې دوي ټول په خپلو منځونو کې سره ملګري او نږدې دوستان دي، ددې سياليو په يوه برخه کې د روسيې له هيواد څخه يوې ګډون کوونکې د خپلې چيني سيالې سره خبرې او سيالۍ تر سره کړې، د جنوبي افريقا دماشومانو کيمبرلي هنري ډلې چې په دوه زرم کال کې هم دداشان سياليو ګټونکې وه ، په دې سياليو کې هم د نورو هيوادونو د هنري ډلو او نندارچيانو ستاينې ترلاسه کړې، ددې سياليو په بهير کې يو شمير هنري ډلو ته دا معلومه شوه چې دوي د خپلو نندارو په وړاندې کولو کې له ځينو نورو ډلو سره ورته والی لري،د بيلګې په ډول د غږونو د راايستلو ،هنري پروګرامونو ،زنګونو ،او يا هم د ځينو څارويو يا حيواناتو د غږونو د راايستلو په برخو کې،دا رښتيا ده چې د غږونو په وړاندې د اوريدونکو او نندارچيانو احساسات هم زيات توپير لري،

د بيلګې په ډول ميرمن ليو چې د نندارچيانو له ډلې څخه ده وايي، د افريقا هنري ډلې نجونو د تورو جامو په درلودلو ،ځوانو څيرو او ښکيلو ډله اييزو نندارو سره موږ ته هغه څه وښودل چې له عادي حالاتو او نندارو سره يې زيات توپير درلود،ميرمن ليو زياتوي چې ددوي نندارې له ځواکه ډکې،تودې او ډېرې روښانه وې،که څه هم زه ددوي د سندرو په معني او ژبه نه پوهيدم،خو ما ددوي د نندارو په ترڅ کې د بيزو ګانو الوتونکو او وحشي ځناورو غږونه واوريدل، چې ددوي د غږونو سمون او همآهنګي ډيره ښايسته او په ځانګړې بڼه جوړه شوې وه.

په دغو دولس ورځنيو سياليو او نندارو کې نوموړو هنرمندانو د ډله اييزو ،ګډو، عصري ،مذهبي،او ولسي سندرو او موسيقو په ګډون دوه پنځوس سيالۍ ترسره کړې، او ددغو سيالو او نندارو تر څنګ د شيامين ښار بيلابيلو ځايونو ته هم د سيل لپاره ولاړل،ځکه دا چين ته ددې کسانو لمړنی سفر وو نو غوښتل يې چې د خپلو اصلي چارو په خوا کې د چين د ځينو ښکليو منظرو څخه هم ليدنه وکړي.درنو اوريدونکو او د ويب پاڼې قدرمنو لوستونکو د بهرنيان په چين کې ددې اونۍ وخت په همدې ځاي پاي ته رسيږي نو خپل کوربه خوشحال تايب ته اجازه ورکړی،كه پدې هكله كوم نظر يا وړانديز لرۍ نو پخپلو ليكونو كې موږ ته راواستوى، نور مو په پاک او مهربانه خداي سپارم. نيکمرغه او سوکاله اوسۍ.