د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د پوليسو په اند د روانې مياشتې په شلمه نېټه د افغانستان په ختيځ کی د خوست په ولايت کی يو ځانمرګی بريد شوی او له امله يی پنځه تنه افغان سرتيری او دری تنه عام وګړی ټپيان شول.
د پوليسو يو چارواکی وويل کله چې د افغانستان د پوځ د موټرونو يو کاروان د بريد کوونکی له مخ تيريده، هغه چاودنه وکړه او ځای پر ځای ووژل شو.
په وروستيو څو اوونيو کی په دغه ولايت کی څو ځانمرګی بريدونه شوی دی. د روانې مياشتې په نولسمه نېټه د يو بل ځانمرګی بريد له امله يو پوليس مړ او نور پنځه تنه ټپيان شوی وو.