<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-21 19:48:11    
پښتنو ته ځواب

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! زه احمد ځلمی يم . د پروګرام په دی کړۍ کی به تاسو ته د چين د قومی تګلارې په اړه ځينی معلومات وړاندی کړم .

له لرغونی زمانې راهيسی چين يو واحد او د زياتو قومونو لرونکی هېواد دی . د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو وروسته د علمی پلټنې پر بنسټ ٥٦ قومونه د مرکزی حکومت له خوا وپيژندل شول . له دی امله چې له هان قوم نه پرته د نورو ٥٥ قومونو د وګړو شمير نسبتأ کم دی نو په چين کی دغو ٥٥ قومونو ته ملی لږکی ويل کيږی .

د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو په وړاندی که څه هم په بيلابيلو دورو کی مرکزی حکومتونو د قومی چارو پهاړه خپلې ځانګړې تګلارې او قاعدې درلودې خو د دغو قومونو ترمنځ تل توپيرونه موجود وو . د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو وروسته واکمن کمونست ګوند او حکومت د قومی مسئلې د حل په موخه هغه سمه تګلاره عرح کړی چې د هېواد له شرايطو او رښتينو حالاتو سره سمون لری ، په بله وينا چين د ملی برابرۍ ، ملی يووالی ، ملی خپلواکۍ او د بيلابيلو قومونو دګډ پرمختګ تګلارې غوره کوی . د شل ګونو کلونو له هلوځلو وروسته اوس د چين د بيلابيلو قومونو ترمنځ د برابرۍ ، يووالی او متقابلو مرستو پر بنسټ نوی اړيکی ټينګې شوی او د هغو ملی لږکيو وګړی په رښتينی توګه د هېواد د څښتنان شوی چې د اوږدې مودې لپاره يی ظلم او توکميزی ستونزې ګاللې وې .

د چين د بيلابيلو قومونو د وګړو ميشت او ويش داسی ځانګړيتوب لری چې د هان قوم او د ملی لږکيو وګړي په ګډه ژوند کوی . په بله وينا نه يوازی د هان قوم د اوسيدو په سيمو کی د ملی لږکيو وګړي هم هستوګنه لری بلکه د ملی لږکيو په سيمو

کی هم د هان قوم وکړي ژوند کوی . که څه هم د دغو ملی لږکيو د وګړو شمير دومره زيات نه دی خو د هېواد په بيلابيلو ولايتونو په ملی خپلواکو سيمو او د مرکزی حکومت تر مستقيمې ادارې لاندی په لويو ښارونو کی د ملی لږکيو وګړي ميشت دي .

د قومی سيمه ايزې خپلواکۍ نظام د چين د حکومت يوه داسی اساسی تګلاره ګڼل کيږی چې دهېواد د شرايطو او حالاتو له مخی غوره شوی ده ، دغه راز د چين يو مهم سياسی نظام هم دی . د ١٩٤٧ کال د می په مياشت کی د چين د ولسی جمهوريت دجوړيدو دمخه د کمونست ګوند تر لارښوونې لاندی د قومی خپلواکۍ لومړنی سيمه يعنی د داخلی مغولستان خپلواکه سيمه جوړه شوه چې درجه يی له ولايت سره برابره ده . د نوی چين له جوړيدو وروسته د شينجيانګ د ويغوری قوم ، د ګوانګ شی د ځوانګ قوم او د نينګ شيا د خوی قوم خپلواکې سيمې هم په وار سره ټاکل شوې . د ١٩٩٨ کال تر پايه پوری د چين له ٥٥ ملی لږکيو څخه ٤٤ قومونو د خپلواکۍ حقوق ترلاسه کړی چې د وګړو شمير يی د ملی لږکيو د وګړو د عمومی شمير په سلو کی ٧٥ نيسی .

(موسيقی )

ګرانو اوريدونکو !

د روان کال د دسمبر دريمه نيټه د چين د بين المللي راډيو د جوړيدو له ٦٥ کاليزې سره برابره ده او ددې بختورې ورځې په رارسيدو سره هيله ده چې ستاسی مبارکۍ هم تر لاسه کړو او زمونږ سره په خوشحاليو کې شريک شي . مونږ د زړه له کومې هيله لرو چې د مبارکۍ ، هيلې ، نظريو او وړانديزونو په اړه تاسی يوه جمله ، يو شعر او يا يوه خاطره مونږ ته راوليږئ .مونږ به هر ګډون کوونکي ته د يادونې کوچنی

سوغات درکړو او غوره اصطلاحات به يي زمونږ په خپله راډيو يا ويب پاڼه کې خپاره کړو . ګرانو او محترمو اوريدونکو ، ستاسی د همکاريو او مبارکيو په تمه يو .