<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-21 19:50:26    
کليوال کارګران د کليوالو سيمو د نوی پرمختګ لپاره بيرته دغو سيمو ته تللی دي

cri

پخوا زيات کليوال کارګران په ښارونو کې د کارونو د موندلو لپاره له کليوالو سيمو څخه تللی ووخو د دوی لومړنی موخه بدله شوې ده ،زياتره يی د ګټو ،تکنالوژۍ او نويو افکارو تر لاسه کولو له امله د کليوالو سيمو د نوي پرمختګ لپاره بيرته دغو سيمو ته تللی او د ژوند چارې يې جوړې شوي دي .

د خپلو چارو د نوي پرمختګ لپاره بيرته کليوالو سيمو ته د کليوالو کارګرانو تګ د دغو سيمو د أبادی يو نوی بهير دی .د نويو کليوالو سيمو د سمسورتيا له امله به د دغو کارګرانو شمير زيات شی .

د ګوی جو ولايت د لو ديان ولسوالی د ماو جين علاقه داری د کانګ لی کلی بزګر لو فونګ تنګ خپل ټاټوبۍ ته له بيرته تګ وروسته له لسګونو کورونو سره همکاری کړې او د ميوو يوه اډه يی جوړه کړېده .تر اوسه پوری يوازی د مالټې د پلورلو له لاری د کليوالو وګړو منځنی کلنې عايدات له شل زرو يوانو څخه اوښتی دی .

د چين د هه بی ولايت د چين هوانګ داو د فو بينګ ولسوالی د چنګ لی کلی يو هلک ما جی شينګ د بی وزلۍ او مجبوری له امله د ښوونځی په يوولسمه ټولګی کې خپله زده کړه پای ته ورسوله او د مزدوری لپاره بهر ته ولاړ .د لسګونو کلونو کوششونو له امله يی د کارونو ډير مهادتونه تر لاسه کړی او خپل ټاټوبۍ ته له بيرته راتګ وروسته يی د کمپيوټر په اړه د تکنالوژۍ د روزلو لپاره يوه ښوونځی جوړ کړ .

دغه راز د ګوی جو ولايت د دو جون ښار د سی بان کلی بزګر لو جی چين په های نان ښار کې د کارکولو په ترڅ کې د خښتو چمتو کولو تکنالوژی لاس ته راوړی او

ورپسی يې د خښتو د يوې فابريکې د جوړولو لپاره ديرش زره يوانه پانګه اچولی ده .اوس د دغې فابريکې کلنی توليدی ارزښت يو مليون او دوه سوه زره يوانو ته رسيدلی او کلنی ګټې يی له دوه لکه يوانو څخه اوښتی دی .

د کرنې وزارت د علاقه داريو د تصديو ادارې د يوې شميرنې له مخې په هېواد کې ١٢٠ مليونه کليوال کارګران د مزدوری لپاره پرمختلليو سيمو ته تللی دي ،په همدی وخت کې نژدی پنځه مليونه کليوال بزګران بيرته کليوالو سيمو ته ستانه شوي او عصری کرنې ته يی پرمختګ ورکړی او سوداګريزې تصدۍ يی جوړې کړي چې د دغو تصديو شمير د هېواد د علاقه داريو د ټولو تصديو يوه په پنځمه برخه نيولی ده .

په خپلو ټاټوبيو کې د خپلو چارو د جوړولو له امله بزګرانو د کليوال کارګرانو پرځای صنعتګاران ګرځيدلی او په همدی وخت کې د کار لازيات فرصتونه برابر شوي چې له مخې يې کليوالو سيمو اقتصادی پرمختګ موندلی دی .ځينو کارپوهانو څرګنده کړې چې دغه حالت د کليوالو کارګرانو د پيسو ،تکنالوژۍ ،اداره کولو ،معلوماتو او افکارو د راغونډولو پايله ده .کليوال کارګران اوس د نويو کليو د أبادی او سمسورتيا په بهير کې لا مهم رول لوبوي او له دی څخه څرګنديږي چې په همدی وخت کې د کليوالو سيمو پرمختګ نوی پړاو ته داخل شوی . دوی په ښارونو کی د کارکولو په بهير کی نه يوازی پيسی ګټلی بلکه خپل افکار يی بدل کړی او نوی عصری چارې يی زده کړی دی چی د نويو کليو د أبادی لپاره يې يوه ښه زمينه برابره کړی ده .

مونږ هيله لرو چې کليوال کارګران به د کليوالو سيمو د أبادی او سمسورتيا لپاره نوی خدمتونه تر سره کړي