د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان پوليسو د روانې مياشتې په شلمه نېټه وويل د همدې ورځې په ماښام د صوبه سرحد ولايت په مرکز پېښور کی يوه چاودنه وشوه چې له امله يی شپږ تنه ووژل او څلويښت تنه نور ټپيان شول.
د معلوماتو له مخې، دغه چاودنه په يو بازار کی پېښه شوه.
تر اوسه پوری هېڅ ډلی يا سازمان د دغې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.