دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د کوچنی مرغه په نامه د هنری ډلی له خوا ويل شوی بهرنيو سندری وړاندی کړی٠ لومړی به مونږ په ګډه يوه سندره واورو چی نوم يی دی کښتی چلول ٠
(سندره ١ )
ګرانو اوريدونکو، تاسو همدااوس د اندونيزيا د ماشومانو يوه سندره واوريدله چی د کوچنی مرغه په نامه د هنری ډلی په يو نوی البوم کی شامله ده٠ په دغه البوم کی د دغی ډلی له خوا ويل شوی ١٣ بهرنيو سندرې شته او د چين د موسيقی په ساحه کی د لوړپوړی جوړونکی لخوا په دقيق ډول مرکبې شوي او پرمختللي ديجتال تکنولوژۍ او تجهيزات کارول شويدي چې په دې البوم کې د ثبتې شويو ماشومانه سندرو اوازونه بالکل طبيعي دي او د مرغانو د ښکلې زمزمې غوندی دي .
اوس به مونږ د واوری څاڅکو په نامه يوه خوندوره سندره واورو چی د امريکا د موسيقی اواز په فلم کی ويل شوې اوله دې سندرې څخه له خپل وطن سره د فلم د عمده رول ژوره مينه څرګنده شويده .
(سندره ٢)
د پروګرام په پای کی به د للو للو ترانه په نامه يوه سندره واورو چی د اطريش د سندرو د جوړونکی سچوبرت له خوا ليکل شوی ٠ په سندره کی پر ماشوم باندی د مور ژوره مينه څرګنديږی٠
( سندره ٣ )
ګرانو اوريدونکو، د خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ ننني پروګرام په همدي ځای پاي ته رسيږی ! روغ او خوشحاله اوسئ!