<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-22 19:22:41    
په ځمکه کې د زياتو ژونديو موجوداتو د له منځه وړلو معما

cri

وروسته له هغه وخت چه شپږ سوه مليونه کاله دمخه په ځمکه کې ځناوران رامنځته شول ، د ځناورانو او نباتاتو د تباهی پيښې څو ځله شويدي . خو دوه سوه پنځوس مليونه کاله دمخه په ترياسه دوره کې تر ټولو لويه تباهي رامنځته شوه او په سلو کې نوي سمندري پيداوارونه او په سلو کې اويا ځمکني موجودات له منځه يووړل شول چه له امله يي ايکولوژيکي نظام بيخی نوی شو ، خو تر اوسه پوري د زياتو ژونديو موجوداتو د له منځه وړلو د لاملونو په اړه د کارپوهانو ترمنځ مناقشې روانې دي . أيا د اور غورځونکو غرونو چاودنې د موجوداتو د له منځه وړلو لامل دی ؟ د ځينو کارپوهانو په اند په ځمکه کې د زياتو موجوداتو د له منځه وړلو لامل د اور غورځونکو غرونو چاودنې وې . د امريکې د واشنګټن پوهنتون ساينس پوه اورد په مشرۍ څيړنيز ګروپ په جنوبي افريقا کې د ځمکې د سطحې له څيړنې سره سم په ځمکه کې دوه سوه پنځوس مليونه کاله دمخه د پرله پسې لسو مليونو کلونو په موده کې د ژونديو موجوداتو د تباهۍ دوره تيره شوه او ورپسې يي د تباهۍ سرعت ناڅاپه چټک شو چه دغه مودې پنځه مليونه کلونه دوام وکړ . ددوي په نظر په اوسني سيبيريا کې د اورغورځونکو غرونو د چاودنې له امله ځمکه توده شوه او سمندري سطح ټيټه شوې چه په پايله کې د هوا د تودوالي او د اکسيجن د کمښت له امله ډير زيات ځناوران او نباتات له منځه لاړل . دغه نظريه د زياتو عالمانو لخوا ومنل شوه ، خو ځينو يي دغه استدلال و نه مانه او ددوي په اند رښتيا ده چه د اورغورځونکو غرونو د لويو چاودنو له امله د ځمکې تودوخې د پنځو درجو د لوړتيا له امله زيات موجودات له منځه تللي ، خو دغه لويې چاودنې په ځمکه کې په سلو کې پنځه اويا او په سمندرونو کې په سلو کي د نوي موجودات د له منځه وړلو لامل و .

نو أيا د زياتو موجوداتو له منځه وړل پر ځمکې باندي د بهرنيو ستورو د ټکرونو پايله ده؟ د يو شمير کارپوهانو په اند په ترياسه دوره کې د زياتو موجوداتو له منځه وړل د دايناسورانو د تباهۍ په شان له ځمکې سره د لکۍ لرونکو او يا کوچنيو سيارو ستورو د ټکرونو پايله ده ځکه چه ځمکه په هر وخت د نورو ستورو ټکرونو له خطرونو سره مخامخه ده او دغه ټکرونه په زياتو ساحو کې د سخت اور لګيدو سبب دی او د اسماني ډبرو کندې رامنځته کيږي چه د دغه شان پيښېپه پايله کې د ځمکې د صورت د بدلون او د سمندري سطحې د ښکته پورته کيدو له امله ځناوران او نباتات له منځه وړل شويدي. تر اوسه پوري له ځمکې سره د مکسيکو خليج د لسو کيلومترو په قطر د اسماني ډبرې د ټکر له امله رامنځته شو ، زيات کارپوهان باور لری چه يوازې له ځمکې سره د شلو کيلومترو په قطر د اسماني ډبرې د ټکر په اثر په ترياسه دوره کې په ځمکه کې د ژوند زيات شميرموجودات له منځه تللي دي ، خو تر اوسه پوري په ځمکه کې د شلو کيلومترو په قطر د اسماني ډبرې لخوا له راپريوتنې کنده نده موندل شوې .

په داسي حال کې چه ياده شوې ادعا و نه منله شوه ، په دوه زره دريم کال کې د چين ، امريکې ، المان او استراليا کارپوهانو لخوا جوړ شوي يو ګروپ نوي څيړنې وکړې او موافقه يي وکړه چه هغه سمندري موجودات چه د تنفس لپاره يي اکسيجن ته اړتيا درلوده ، د سمندري اوبو د ککړتيا له امله مړه شول او ځمکو ته د زهرلرونکو بخارونو د خپريدو له امله په ځمکه کې د زياتو ډولونو موجودات په لنډه موده کې له منځه يووړل شول .

خو د نورو کارپوهانو په اند د ژوندي موجوداتو د له منځه وړلو لامل د ازن دايرې له نرموالی سره نژدی تړاو لری ځکه چه د اورغورځونکو غرونو له چاودنو کې د رامنځته شويو زياتو دودونو او سولفيت په اثر د هوا کيمياوي ترکيب خراب شو او د ازن په دايره کې د لوي غار د پيدا کيدو له امله د دغه دايره نرمه شوه چه په پايله کې د لمر وړاندګو د راډيو اکتيف له لارې په ځمکه کې زيات شمير ژوندي موجودات له منځه تللي . البته د ژوندي موجوداتو د له منځه وړلو د لامل په هکله څيړنې روانې دي . خو بايد وويل شي چه د انسانانو د فعاليتونو د زياتولو له امله د ژوندي موجوداتو د له منځه وړلو سرعت ددوي د طبيعي مړينې له سرعت څخه يو زر ځله چټک دی په بله ژبه اوس په يو ساعت کې يو ډول موجود د تل لپاره په ځمکه کې له منځه ځي چه د زرګونو ميليونو کلونو د تکامل وروسته رامنځته شويدی . نو انسان بايد د ژوندي موجوداتو د حمايت لپاره زياتې هڅې وکړي .