<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-23 09:38:43    
د ناټو ځواکونه وايي د افغانستان په جنوب کې پنځلس وسله وال کسان وژل شوي دي

cri

د سين هوا خبري اژانس د خبر له مخې : د ناټو د نړيوالو امنيت ساتونکو ځواکونو وياند د اکتوبر په ٢٢مه نېټه وويل دغو ځواکونو يوه ورځ مخکې د افغانستان په جنوب د زابل په ولايت کې له ځايی وسله والو کسانو سره ونښتل چې په ترڅ کې يی پنځلس وسله وال کسان ووژل شول .

هغه په همدې ورځ د سين هوا خبري اژانس خبريال ته وويل په دغه سيمه کې وسله والو کسانو د روانې مياشتی په ٢١مه نېټه د زابل په ولايت کې د ناټو ځواکونو پر کاروان بريد وکړ چې د ناټو ځواکونه ورپسی له دغو وسله والو کسانو سره ونښتل او په ترڅ کې يې پنځلس وسله وال کسان وژل شول . په دغه نښتنه کې د ناټو ځواکونو دوه پوځی موټر ويجاړ شوی ؤ خو کومه مرګژبله نه دی ور اوښتې .

د روان کال د جولای په پای کې د افغانستان په جنوب کې د امنيت ساتلو دندې پر غاړه اخيستلو راهيسی ناټو ځواکونو تل په دغه سيمه کې پوځی فعاليتونه تر سره کړي دي .