<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-23 18:03:23    
د اوږد مارش په اړه معلومات

cri

اوږد مارش دا معنی لری چې د چين د دوهمې کورنې جګړې په ترڅ کی د سره لښکر اصلی ځواکونو د يانځه سيند په جنوب او شمال کی له بيلا بيلو انقلابی اډو څخه د شان شی ولايت په شمال کی انقلابی اډې ته ستراتيژيکی انتقال وکړ. دغه مارش د ١٩٣٤ کال له اکتوبر څخه پيل او د ١٩٣٦ کال تر اکتوبر پوری پای ته ورسيد چې دوه کاله يی دوام وکړ او اوږدوالی يی دوو لس زره او پنځه سوه کيلو متره و.

د ١٩٣٤ کال په اکتوبر کی د چين د کمونيست ګوندد مشروانګ مينګ د غلطې لارښوونې له امله د انقلاب په مرکزی اډه کی له ګو مين دانګ ګوند سره د کمونيست ګوند پنځمه جګړه ناکامه شوه او دوی له يو ستر بحران سره مخامخ وو. د خپلو ځواکونو د ساتلو لپاره د دغې اډې د سره لښکر لومړي پوځ په اوږد مارش پيل وکړ.

د اکتوبر په لومړی لسيزه کی د سره لښکر لومړی ځواک له مرکزی اډې څخه وخوځېد او د همدې مياشتې په يوويشتمه نېټه يی د ګو مين دانګ ګوند د کلابندۍ لومړی کرښه ماته کړه. د نوامبر په پنځلسمه نېټه د ګو مين دانګ ګوند د کلابندۍ له دوهمې او دريمې کرښې څخه ووت او د دسمبر په لومړی نېټه يی څلورمه کرښه هم ماته کړه. د مسلسلو سختو جګړو له امله، د سره لښکر د سرتيريو شمېر ډېر کم شو.

د ١٩٣٥ کال د جنوری په اومه نېټه دغه پوځ د ځون يی ښار ونيوه او هلته د

چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې دری ورځنۍ سياسی غونډه تر سره شوه چې پکی د وانګ مينګ غلطې پوځ تګلارې سمې شوی او د ماو ځه دونګ په مشری د مرکزی کميټې سمه لارښوونه رامنځته شوه او د سره لښکر راتلونکی ستراتيژيکی پلان وټاکل شو، نو دغې غونډې له بحرانونو څخه سور لښکر او کمونيست ګوند وژغورل چې له دې امله دغه غونډه د کمونيست ګوند او د سره لښکر په تاريخ کی يوه ډېره لويه بدلېدونکی نښه وګڼل شوه.

له دغې غونډې وروسته، د چين سره لښکر يوه نوی پوځی ستراتيژی غوره کړه او له ګو مين دانګ ګوند سره په زياتو جګړو کی يی برياليتوبونه تر لاسه کړل او د دغه ګوند د څو لکو تنو سرتيرو له بريد څخه يی ډډه وکړه.د ١٩٣٥ کال په جون کی د سره لښکر لومړی ځواک له څلورم ځواک سره يو ځای شو.

د دغو پوځونو له راغونډولو وروسته، سره لښکر خپله نوی ستراتيژيکی موخه وټاکله چې د چين په شمال کی د سه چوان، شان شی او ګان سو ولايتونو په پولو کی يوه انقلابی اډه جوړه کړي. نو د ځواکونو له تنظيم وروسته سره لښکر په دوو برخو د چين شمال ته په انتقال پيل وکړ. د همدې کال په اکتوبر کی دغه پوځونه د ډېرو ستونزو له حلولو وروسته په بری سره د مقصد ځای ته ورسيدل او اوږد مارش يی هم پای ته ورساوه.

د سره پوځ اوږد مارش د انسانانو په تاريخ کی يوه معجزه وه. په دوو کلونو کی دوی له څوارلسو ولايتونو څخه تير او ډېرې ستونزې يی ليری کړې او د چين د انقلاب بنسټيزه اډه يی شمال لوېديځ ته منتقله کړه او د جاپان د تيري کوونکيو پر ضد د جګړې او د انقلابی چارو د پرمختګ لپاره يی زمينه برابره کړه.