د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د افغانستان پوليسو د اکتوبر په درويشتمه نېټه وويل د دغه هېواد په لوېديځ د هرات په ولايت کی دوو وسلوالو ډلو د روانې مياشتې په دوه ويشتمه نېټه سخته جګړه وکړه او له امله يی شاوخوا دېرش تنه ووژل شول.
د پوليسو په قول، دوو وسلوالو ډلو د روانې مياشتې په دوه ويشتمې نېټه د دغه ولايت د شينډنډ په سيمه کی سخته جګړه وکړه او دغې جګړې د ماښام تر وروستيو پوری دوام درلود.
د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو راهيسی پنځه کاله تير شوی او په افغانستان کی لا هم بيلا بيلې وسلوالې ډلې شته او له يو بل سره دا شان شخړې کوی.