د سين هوا أژانس د خبر له مخې د پاکستان حکومت د کوچني اختر په موده کې د امنيت ساتنې تدبيرونه پياوړي کړيدي . د روانې مياشتې له ٢٣ نيټې څخه تر ٢٦نيټې پورې د رخصتۍ په موده کې د پاکستان په بيلا بيلو ځايونو کې د دې اختر د نمانځنې فعاليتونه ترسره کيږي . د لاهور په ګډن په ټولو سوداګريزو سيمو او عمده وو سړکونو کې نهه زره تنه امنيت ساتونکي ګرځنده ګزمې کوی.