<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-24 18:03:30    
د فنلاند غوره لوبغاړی لاولون

cri

لاولون پخوا په فنلاند کې يو پوليس و او د اوږدې ځغاستی له لوبو سره مينه درلوده . هغه د ١٩٧٢ کال په مونيخ کې د اولمپيک په سپورتې لوبو کې د لس زرو مترو او پنځه زرو مترو په واټن د ځغاستي په لوبو کې د سرو زرو دوه مډالونه تر لاسه کړل . په مونتريل کې يی په دغو دوو لوبو کې يو ځل بيا د سرو زرو دوه مډالونه تر لاسه کړل . له دغو لوبو وروسته هغه خبريالانو ته وويل چې د ده د برياليتوب لامل هره ورځ له تازه هوا څخه په ډک ځنګل کې تمرين تر سره کول و .

د جمناستيک په لوبو کې د لومړی ځل لپاره لس نمره پيدا شوه .

د ١٩٧٦ کال د جولای په شپاړلسمه نېټه د لوړ او ټيټ پارالل په سياليو کې د رومانيی لوبغاړې کومانيکې چې په هغه وخت کې عمر يی څوارلس کاله و. د جمناستيک په لوبو کې لس نمرې تر لاسه کړې . دغه نمره د جمناستيک لوبو په تاريخ کې لومړنی ډېره لوړه نمره وه . په دغو لوبو کې کومانيکې د اوو ځله لپاره لس نمرې تر لاسه کړې . بر سيره پردی ، هغې په دغو لوبو کې د سرو زرو دری مډالونه تر لاسه کړل .

د امريکا نارينه وو لوبغاړو د لامبو وهلو په سياليو کې ستر برياليتوب تر لاسه کړل .

په مونتريل کې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د لامبو وهلو په سياليو کې دوولس نړيوال ريکاردونه مات شول او په دې جمله کې يوولس نړيوال ريکاردونه د

امريکا يی لوبغاړو لخوا مات شول . يوازی د امريکا لوبغاړی نابير او مونتګوميری د په شا لامبو او ازادې لامبو وهلو په سياليو کې د سرو زرو اوه مډالونه تر لاسه کړل .

د شوروی اتحاد لوبغاړې سيمينووا

ښځينه باسکتبال په مونتريل کې د لومړی ځل لپاره د رسمی سيالی په توګه د اولمپيک په سپورتي لوبو کې شامل شو . د شوروی اتحاد لوبړلې په دغو سياليو کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ. لوبغاړې سيمينووا چې دوه اعشاريه يو متر لوړوالی درلود د دغه لوبړلې د زړی په توګه مهم رول ولوباوه . سيمينووا له ماشومتوب څخه د باسکتبال روزنه تر لاسه کړه او په شپاړس کلنۍ کې يی په رسمی توګه د شوروی اتحاد د باسکتبال په لوبړله کې ګډون وکړ . په مونتريل کې د دوی لوبړلې د امريکا لوبړلې ته ماتی ورکړه او د سرو زرو مډال يی تر لاسه کړ .

د شمشيربازی لوبغاړی کالوپسکوف

د شوروی اتحاد لوبغاړی کالوپيسکوف له شپاړلس کلنۍ څخه د شمشيربازی روزنه تر لاسه کړه . د کورنی د اقتصادی ستونزو له امله يی د روزنې او زده کړو په وخت کې هم کار کاوه. خو هغه له خپلې موخې څخه لاس ونه اخيست او په شل کلنۍ کی يی د شمشيربازی د ځوانانو په چامپيشيپ کی د سرو زرو مډال تر لاسه کړ . په مونتريل کې يی د شمشيربازی په لوبو کې د سرو زرو دوه مډالونه تر لاسه کړل .

د پولند لوبغاړې سزيوينسکا

په مونتريل کې د اولمپيک د سپورتي لوبو د څلور سوو مترو په واټن د ځغاستی په سياليو کې د پولند ښځينه لوبغاړې سزيوينسکا چې په هغه وخت کې عمر يی ديرش کاله و . په نهه څلويښت ثانيی نهه ويشت نړيوال ريکارد مات کړ . سزيوينسکا له ١٩٦٤ کال څخه په پرله پسی توګه د اولمپيک په څلورو دورو سپورتي لوبو کې ګډون وکړ او د سرو زرو دری مډالونه يی تر لاسه کړل .