<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-24 18:04:33    
د ښوونکي شا د زده کوونکو پل دی .

cri

د چين د چونګ چينګ ښار او د هو نان ولايت په سرحدی سيمه کې د سي چوان په نامه يو سيند شته او د لونګ جيا په نامه يو کوچنی کلی د دغه سيند په غاړه پروت دی او ماشومان يي په هغه ښوونځي کې زده کړه کوی چې د سي چوان سيند په بله غاړه پروت دی . خو پخوا په دغه سيند باندی پل نه و ، نو د مياو قوم يوې ښوونکې له سيند څخه د تېرېدو لپاره ماشومان په شا کول . په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغې ښوونکي شي يوان ينګ په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم . ( موسيقې )

لونګ جيا د چون چين ښار تر ادارې لاندي يو کوچنی کلی دی او د سي چوان سيند په بله غاړه کې د هو نان ولايت د با مو نومی يو بل کلی پروت دی . د لونګ جيا په کلی کې دری سوه تنه شته او ټول يي د مياو او تو جيا له لږکيو سره تړاو لری . د دغه کلی په ښوونځي کې يوازی لومړی او دوهم ټولګي لري او ماشومان بايد له دريم ټولګي څخه د بل کلی په ښوونځي کې زده کړو ته دوام ورکړي . خو دغه ښوونځي له لونګ جيا کلی سره زيات واټن لری او غرنی لارې يي د ډېرو کږليچېولرونکې ده. نو له دی امله ډېرو ماشومانو له دوهم ټولګي وروسته له زده کړو څخه لاس واخيست . د باو ان علاقه داری د مرکزي ښوونځی مشر جو جيان يون وويل :

( اواز٢)

لونګ جيا کلی د باو ان علاقه داری په ډېر ليری او ګوښه ځاي کې پروت دی او له هر بل ښوونځي څخه څه دپاسه اوه کيلومتره واټن لری چې غرنی لارې يي ډېری پيچلي دی .

د سي جوان سيند په بله غاړه کې د با مو په کلی کې يوه لومړنی ښوونځی هم شته او له لونګ جيا کلی ته مخامخ پروت دی ، خو په منځ کې د سي چوان سيند دی او د هو نان ولايت تر ادارې لاندی دی . د ځايی حکومت د همغاړيتوب سره سم ، په ١٩٨٧ کال کې د با مو ښوونځی له دی سره موافقه وکړه چې د لوينګ جيا کلی له څلويښتو څخه زيات ماشومان ومني .

د دی ترڅنګ ښوونکې شي يوان ينګ دغی ښوونځی ته وليږل شوه . په هغه وخت کې په سي جوان سيند کې پل نه و ، نو هره ورځ به يي د سيند د تېريدو لپاره د لونګ جيا کلي زده کوونکي په خپله شا کول چې دا د ښوونکې شي يوه مهمه دنده وه .

په ١٩٨٩ کال کې يوه ورځ ښوونکې شي يوان ينګ او ماشومان د سيند د تېرېدو په وخت کې له سيلاونو سره مخا مخ و هغې دا کيسه داسی بيا کړه . ( اواز ٣)

کله مې چې وروستی زده کوونکی په شا کاوه او د سيند غاړې ته د اوبو مترۍ ته ورسيدو ، سيلاونه د سترګو په رپ کې راغلي وو . ډيره وويريدم ، خو له نيکمرغه مونږ بالاخره د سيند غاړې ته ورسيدلو ، څو چې د سيند غاړې ته ورسيدو ، د سيلاونو څپاندې اوبه زمونږ په مخ تيريدې .

. ښووکې شي د زياتو ستونزو په ليري کولو سره په تېرو اتلسو کلونو کې په خپله شا زده کوونکی د سيند له يوې خوا نه بلې خوا ته انتقال کړيدی.ورپسې ډېرزده کوونکی لوی شوي او اولادونو يي يو ځل بيا د ښوونکې شي په شا باندی د سيند په تيريدو سره خپلې زده کړې ته دوام ورکړ ی دی .

اوس ښوونکې شي يوان ينګ چې عمر يی پنځوس کالو ته رسيدلی ، هره ورځ دوه واره ډوډی خوری . د غرمې لخوا زده کوونکو ته روزنه ورکوي .

که په ښوونځی کې وخت ولري ، له ماشومانو سره لوبې کوی . ځکه چې په تېره اوږده موده کې د سيند د تېرېدو په بهير کې په ډېر سخت روماتيزم اخته شوه. هغه له ماشومانو سره د لوبې کولو له لارې له خپلې ناروغۍ سره مبارزه کوی . يو کال هغه د ناروغۍ د سختوالي له امله درې مياشتې په کټ باندي پر يو ته .

په هماغه حالت کې هم ښوونکې شی لا هم د خپلو زده کوونکو او کارونو يادونه کوله ، ځکه په دې انديښنه کې وه چې ښايی د دې د ناروغۍ له امله د زده کوونکو درسونه وځنډيږي . د ښوونکې شي همکار چين يی جيان وويل : ( اواز ٤)

په هغه وخت کې ښوونکې شي د سخت درد له امله له کټ څخه ځمکې ته نشوي کښته کيدای . هغې ويلې چې د زده کوونکو او کارونو لپاره خپل ټول قوت وقف کولی شم .

د ناروغی د ښه کيدو نه وروسته ښوونکې شی لا هم د سيند د تېريدو لپاره زده کوونکی په خپله شا کول . په تېرو اتلسو کلونو کې هيڅ ماشوم د سيند د تېريدو له امله اوبو ته و نه لويده . له هغو ماشومانو څخه څلور تنه چې د ښوونکې شی په شا کړی وو ، د هيواد په مشهورو پوهنتونونو کې شامل شول او ځينو يي په بهرنيو هېوادونو کې زده کړو ته دوام ورکوی .

ښه زيری يي دا دی چې په ٢٠٠٥ کال کې د سی چوان په سيند باندی پل جوړ شو . نو نن ورځ د لونګ جيا کلی ماشومان د پل له لارې ښوونځی ته ځي .