<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-25 16:44:09    
د معيوبينو عالي ښوونه

cri

له عالي ښوونې څخه د معيوبينو ګټه اخيستنه د چين حکومت يوه مهمه تګلاره ده . تراوسه پورې په چين کې داسي څلور ځانګړي عالي پوهنځي جوړ شوي ، دغه راز په ځينو پوهنتونونو کې د معيوبو زده کوونکو لپاره ځانګړي څانګې پرانستل شويدي .

د چان چيون پوهنتون د ځانګړې ښوونې پوهنځی د چين په شمال ختيځ ولايت جي لينګ کې پروت دی . کله چې خبريال د دې پوهنځني تعليمي ودانۍ ته ننوت ، د پيانو غږ او سندرې يي اوريدلې . د پيانو کوټې دروازه يي خلاصه کړه ، و يي ليدل چې يوه نجلۍ پيانو غږاوه . نجلۍ چې ليو جين چيون نوميږي ، خبريال ته وويل د پنځلسو کالو په عمر د ناروغۍ له امله پښې يي پرې کړې شوې ، خو دی لا هم خپلې زده کړې ته دوام ورکړ او د خپلو کوششونو له لارې په پايله کې د چان چيون پوهنتون د ځانګړې ښوونې پوهنځي د موسيقي په څانګه کې شامله شوه چې عمر يي دوه ديرش کالو ته ورسيد . ليو جين وويل په هره تعليمي دوره کې می د يو شمير هنري نندارو د ترسره کولو مشرۍ وکړه .د پوهنځي مشر زما ډير ملاتړ وکړ او و يي ويل د نندارو لګښت د پوهنځي لخوا تاديه کيږي . نو د پوهنځي د ملاتړ له برکته زما لخوا طرح شوې نڅا د هيواد د عالي زده کوونکو په سيالۍ کې لومړی لمبر جايزه تر لاسه کړه . زما په اند استعداد مې په بشپړه توګه کارول شويدی .

د چان چيون پوهنتون د ځانګړې ښوونې پوهنځی په نولس سوه اوه اتيايم کال کې جوړ شو او په چين کې لومړی داسي عالی مدرسه ده چې اوس پنځه سوه تنه زده کوونکي پکي په زده کړې بوخت دي . د معلوماتو له مخې په نوموړي پوهنځي کې د

معيوبينو د ځانګړتياوو سره سم ډول ډول تخصصونه د ګونګيانو لپاره د هنري

طرحې او نقاشۍ ، د ړندو زده کوونکو لپاره د موسيقۍ او ستن وهلو طب او د هغو زده کوونکو لپاره د حساب او کمپيوتر څانګې پرانستل شويدي چې لاس يا پښه يي پرې شويده . د نوموړي پوهنځي مرستيال ښاغلي جاو لي جيون وويل له زياتو کلونو راهيسې پوهنځی د معيوبو زده کوونکو لپاره د زده کړې او ژوند غوره شرايط برابر کړي دي . اوس په پوهنځي کې بشپړ تحصيلي تجهيزات ، د ړندو او ګڼو زده کوونکو لپاره مساعد لابراتوارونه او يو لوي کتابتون شته چې د ړندو زده کوونکو لپاره د اوه زره کتابونو په شمول دوه لکه کتابونه ساتل شويدي . ړنده زده کوونکې ليو ژوي چې د هيواد له لويديځ ښار چون چين څخه راغلې ، وويل دلته هره ورځ ډيره خوشحاله يم چې نه يوازي په پوهنځي کې غوره تجهيزات شته ، بلکې ښوونکي زمونږ سره ډيره پاملرنه کوي . هغه وويل مونږ ړانده يو او هيڅ شي نشو ليدلی . ښوونکي حتی د ليدل کلمه هم نه کاروي او زمونږ څخه غوښتنه کوي چې بشپړ شخصيت جوړ کړي او د خپل توان او طاقت په اتکا راتلونکي ژوند تير کړي .

که څه هم په پوهنځي کې بشپږ تجهيزات برابر شويدي ، خو د معيوبو زده کوونکو د ښوونې او روزنې لا هم څرګندې ځانګړتياوې لری . د بدني نيمګړتياوو له امله له بهرنيو ساحو څخه د دوي لخوا تر لاسه شوي معلومات محدود دي . له معيوبو زده کوونکو سره د اړيکيو ټينګتيا او پراختيا او د تحصيلي کيفيت لوړتيا د پوهنځني د ټولو ښوونکو دنده ده . نن ورځ په دې پوهنځني کې د بهرنيو پرمختللو هيوادونو هغه ښوونيزه تګلاره د پلي کيدو په حال کې ده چې ځانګړي تخصصونه او څانګې لغوه شي او تر ممکنه حده پوري معيوب زده کوونکي له عادي زده کوونکو سره يو ځاي زده کړه وکړي .