<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-25 18:34:48    
د ژوند د علم په هکله معلومات

cri

د ژوند د علم په هکله پنځو تنو نوبل جايزه اخيستونکو پوهانو تازه چين ته سفر وکړ چې دوه تنه امريکايان ، دوه تنه جرمنيان او يو تن اسراييلی دی .دوي په بيجينګ کې له چيني پوهانو سره د ژوند علم او روغتيا په نامه د نظريو تبادله وکړه .

د نوبل جايزه اخيستونکو د څيړنو ساحې ډيرې ځانګړې دي او برياليتوبونه يي هم د معمولي کسانو له پيژندنو څخه وتلي دي .د دغو پنځو تنو جايزه اخيستونکو ويناوې د ناروغيو د درملنې لپاره ډيرې ګټورې دي . د امريکا پوه ډاکتر لويس اګنارو دا نظر لری چې معقول خواړه او ورزش د زړه د ناروغيو د درملنې کلي ده . هغه د خپل هيواد له بل پوه فيريد موراد سره يو ځاي د زړه په سيستم کې د اکسيد نيتروجن ځانګړی رول کشف کړيدی چې په پايله کې يي د طب او فيزيولوژۍ په هکله د نوبل جايزه واخيستله . اوس دوي دواړه په دې هڅه کې دي چې د تر لاسه شوي علمي برياليتوب له لارې د زړه د ناروغيو درملنه وکړي چې د زياتو ناروغانو د مرګ لامل دی . په غونډه کې اګنارو وويل د نايتروجن مونو اکسايد د زړه ناروغيو د مخنيوي لپاره رول لری په بله ژبه د اکسيد نيتروجن کمښت د زړه او شکري ناروغيو لامل دی او په وجود کې د نايتروجن مونو اکسايد اندازې معقوله ساتنه د دغو ناروغيو د مخنيوي او درملنې ضمانت کوی . د ډاکتر اګنارو په نظر څوک چې زياتې ميوې او سبزي وخوري ، په وجود کې د اکسيد پر ضد مواد زياتيږي او د نايتروجن مونو اکسايد د له منځه وړلو شونتيا کميږي . دغه راز په کب ، تور چاکليت ، سرو شرابو او د ميوو ډول ډول شربتونو کې د اکسيد پر ضد زيات مواد موجود دي .

د چين پوه شه شيانګ لين وويل د زړه په سيستم کې د نايتروجن مونو اکسايد د ځانګړي رول کشفونې دده لخوا د تغذيه پيژندنې د څيړنې لپاره تيوريکي بنسټ برابر کړيدی .

د چين پوهانو د نوبل جايزه اخيستونکو د ويناوو په اوريدو سره څرګنده کړې له وروستيو لسو کلونو راهيسې د انسان عمر اوږد شوی دی چې دا د ژوند د علم په ساحه کې د نوبل جايزه اخيستونکو د سترو خدمتونو پايله ده . خو تر اوسه پورې چيني پوهانو په دې هکله د نوبل جايزه نده تر لاسه کړې . د خوښۍ وړ خبره دا ده چې له وروستيو کلونو راپدې خوا د چين حکومت د ژوند علم او فيزيولوژيکي تکنولوژۍ په برخه کې زياتې پيسې لګولي او يو څه برياليتوبونه يي هم لاس ته راوړي دي . د چين د علومو اکاډمۍ غړي جانګ يا پينګ وويل زمونږ هيواد په وروستيو کلونو کې د ژوند علم او فيزيولوژيکي تکنولوژۍ په ساحه کې زيات اختراعات تر سره کړي دي او د نړيوالو امتيازونو د غوښتلو له نظره چين د نورو پرمختيايي هيوادونو په مخکي ولاړ دی . ددې تر څنګ له نورو هيوادونو سره د چين د علمي ټولنې تګ راتګ زيات او همکاری يي هم نژدی کيږی . اوس د جګر پروتين څيړنيز پلان د چين تر مشرۍ لاندي د پلي کيدو په حال کې دی . برسيره پردې د چين عالمانو د سارس ناروغۍ د مخنيوي او درملنې په ساحه کې د نورو هيوادونو لپاره علمي اسانتياوې برابرې کړيدي . د يادونې وړ خبره دا ده چې چين له امريکا ، برتانيا ، جاپان او جرمني وروسته د انسان د جن په څيړنيز پلان کې ګډون کړې او د جن ترتيباتو د مشخص کولو په سلو کې يوه برخه يي تر سره کړيده . له دې څخه څرګنده شوې چې د جن په څيړنه کې د چين کچه د نړۍ له پرمختللې کچې سره برابره ده . د چين د جن د څيړنې په اړه مشهور پوه پروفيسر يو جيون وويل د وينې فشار لوړوالي ، د قند ناروغۍ او د تي سرطان له جن سره اړيکي لری . که د هر تن لپاره جن مشخص شی ، نو په کومې ناروغۍ د اخته کيدو شونتيا به له زيږيدو

وروسته معلوم شی . هغه وويل په نولس سوه څلور اتيايم کال کې د يو تن جن د مشخص کولو لپاره درې ميليارده او وړم کال ديرش مليونه او تير کال لس مليونه امريکايي ډالرو ته اړتيا درلوده . زمونږ موخه دا ده چې دغه لګست به لس زره ډالرو ته کم شي .

د امريکا پروفيسر ايرنيست بيوتلير وويل اوس په اروپا او امريکا کې د عام وګړو لپاره د جن د مشخص کولو خدمت شته ، باور دی چې په راتلونکو پنځو او يا لسو کلونو کې به په چين کې همداسي خدمتونه ترسره شي . جرمني عالم روبيرت هوبير د انساني ژوند په علمي ساحه کې د چين لخوا د تر لاسه شويو برياليتوبونو ستاينه وکړه او و يي ويل په تيره يوه اوږده موده کې په دې ساحه کې د چين څيړنه کمزوره وه او د نورو هيوادونو تکنولوژۍ ته يي اړتيا درلوده . خو له وروستيو پنځو کلونو راهيسې چين ستر برياليتوبونه ترګوتو کړي او د نړۍ په پرمختللي قطار کي ولاړ دی .

نړيوال باور لری چې د علمي او تخنيکي پرمختګ سره سم به انسانان نوره هم روغتيا هم ومومي .