د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، په افغانستان کی د ناتو پوځ يو وياند د اکتوبر په پنځه ويشتمه نېټه وويل د ناتو پوځ د روانې مياشتې د څلورويشتمې نېټې په شپه د قندهار په ولايت کی له وسلوالو طالبانو سره سخته جګړه وکړه چې پکی اته دېرش تنه طالبان وژل شوی دی.
هغه وويل دغه جګړه د قندهار ولايت د زيړی او پنجوايي په سيمه کی رامنځته شوه. اوس د ناتو پوځ د دغې سيمې د بيارغونې بهير د پرمخبيولو او په دغه سيمه کی د طالبانو د ترهګرو کړو وړو د مخنيوی لپاره کوشش کوی.