<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-26 18:18:09    
بوريا پريکول او دوستی له منځه وړل

cri

وايی چې دوه زره کاله دمخه دوه زلميان وو چې يو يی ګوان نين او بل يی هوا سين نوميده. دوی دواړه همصنفان وو، خو عادت او خاصيت يی بيخی بيل ښکاريده. ګوان نين په ژوند او مطالعه کې د زحمت او کوشش خاوند و او په فاخرانه ژوند يی کست نه کيدو، خو هوا سين د ده سره په خلاف و. يوه ورځ دوی دواړه په باغ کې د رمبې کولو په وخت کې يوه ټوټه سره زر پيدا کړل. ګوان نين سرو زرو ته حتی سترګې هم وا نه ړولی او لا هم په رمبی وهلو بوخت و. برعکس هوا سين د سرو زرو په ليدو سره د زياتې خوشحالۍ نه ځان بايلود او سمدلاسه يی سره زر له زمکې نه لاس ته راوړل او و يی غوښتل چې په جيب کې يی واچوی. مګر هغه وليدل چې د خپل دوست له څيرې نه د خوشحالۍ هېڅ نښې نه څرګنديدی، نو سره زر يی په زمکه وغورځول. بل وار کله چې دوی دواړو په کوټه کې مطالعه کوله، و يی ليدل چې يو عالی رتبه مامور په داسی حال کې د کړکۍ په بهر کې تيريده کوم چې په منګلوسه کې په هسکه غاړه ناست او زيات محافظين يی په شاوخوا کې ملګري وو. ګوان نين لا هم په ډېر غور سره په مطالعه بوخت و لکه چې په بهر کې هېڅ وضعه نه ده راپېښ شوې. مګر هوا سين سمدلاستی کتاب په ميز پريښود او د جم و جوش نه ډکې وضعيې د ليدو لپاره له کوټې نه ووت. ډېرې شيبې وروسته هوا سين بېرته راغی او ګوان نين ته يی د دی اعلی مامور د خودنمايی او اسراف په باره کې حالت تعريف او توصيه کړ او له مخ څخه يی کست او د غبطې او حسد نښې څرګنديدې. ګوان نين ډېر په قهر شو او هغه بوريا يی په چاقو پری کړه چې دوی دواړه ور باندی کښيناستل. بيا يی په جدی رويه خپل ملګری هوا سين ته وويل چې زما دوست نه يی او له ما نه جلا شته. دغه متل چې وايی بوريا پريکول او دوستی له منځه وړل، له خپله دوسته سره د نظريو د اختلاف له امله د اړيکو د پرېکولو مفهوم لری.