<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-26 18:11:29    
د کون مينګ په ښار کې د طلايی أس او شنه مرغه په نامه دوه ګذرګانې او د پوعړ نومی ځانګړي چای

cri

چين ته د سفر نننی پروګرام ته مو زه ډيوه هر کلی کوم ! په دغه کړې کې به تاسو ته د چين په جنوب لويديځ د يون نان ولايت د کون مينګ په ښار کې د طلايی أس او شنه مرغه په نامه د دوو ګذرګانو او د پوعړ نومی ځانګړي چای په هکله څه معلومات وړاندې کړو .

کون مينګ يو اوږد تاريخ لرونکی ښار دی او د زمانې د بدلون سره سم په دغه ښار کې زيات شمېر تاريخی اثار او انسانی منظرې پاتی شوی چې د طلايی أس او شنه مرغه په نامه دوه ګذرګانې ترې ډيرې مشهورې دي .

دغه دواړه ودانۍ په جلا جلا توګه دوولس متره لوړه او اتلس متره پلنه ده او ساختمانی شکل يې ځايي دوديزه ځانګړتيا لری . خو د طلايی أس او شنه مرغه کيسه څه ده ؟ وايي چې ډير پخوا يو طلايی جادو أس له يوه معمولي أس سره يو ځانګړی أس وزيږاوه چې دغه أس هره ورځ دوه سوه پنځوس کيلومتره لار وهلی شي ،کله چې يي د کون مينګ په ختيځ ځنګلونو کې منډی واهه ، د سرو زرو رڼا تر سترګو کيده ، نو دغه أس د طلايی لس په نامه وبلل شو . په همدې وخت کې د کون مينګ په لويديځ يوه غره کې يو شين مرغه چې په افسانه کې فينيکس نوميږي ، ښکلي سندرې ويلي . هغه ته شين مرغه ويل کيده . د دغې کيسې له مخې د کون مينګ ختيځ غر د طلايي أس او لويديځ غر د شينه مرغه په نامه ونومول شول ، ورپسې د

چين د مينګ په سلسله کې يعني څلور سوه کاله دمخه د کون مينګ په ښار کې د طلايي أس او شنه مرغه په نامه دوه طاق لرونکي ګذرګاوې جوړې شويدي. عجيبه خبره دا ده چې په دې ځاي کې يوه ځانګړې منظره تر سترګو کيږي چې په ګذرګانو باندي د لمر او سپوږمۍ سيوري يو ځايښت کيږي . د کون مينګ موزيم يو څيړونکي ښاغلي دينګ شيو ژن وويل ____اواز____

د لمر او سپوږمۍ د سيوري د يو ځاي کيدو پديده ډيره کمه ليدل کيږي . عمومأ د لمر د لويدو په وخت کې د لمر وړانګې د شنه مرغه په ګذرګاه باندي اچوي او سيوري يي ختيځې خوا ته غځيږي ، کله سپوږمۍ له ختيځ پورته کيږي او رڼا يي د طلايي أس په ګذرګاه باندي شيندي چې سيوري يي لويديځ ته غځيږي . که لمر پورته او سپوږمۍ ښکته شي او په يوه موازي خط باندي پراته وي ، نو د دوو ګذرګاوو سيوري به يو ځاي شي . دا د لمر او سپوږمۍ د سيوريو د يو ځای کيدلو منظره ګڼل کيږي .

د معلوماتو له مخې دا د ځمکې ، سپوږمۍ او لمر د ګرځندو زاويو د توپير له امله رامنځته شوې ځانګړی منظره ده او په هر شپيتو کلونو کې يو ځل پيښيږي . دغه دواړه ودانۍ زمونږ د نيکه ګانو لخوا د رياضياتو ، هواپيژندنې او د تعمير د علومو سره سم جوړې شويدي د کون مينګ موزيم څيړونکي دين شيون ژن په نولس سوه څلويښم کال کې دغه منظره ليدلې وه . .

نن ورځ د دغو دواړو ګذرګاوو شاو خوا ځايونه اباد شوي او زيات شمېر دکانونه او چايخانی پرتې دي او د ګڼ شمير سيلانيانو هر کلی کوي . . نو اوس به تاسو ته د کون مينګ په چايخانو کې د پوعړ نومی يو ځانګړی چای په هکله څه معلومات وړاندې

کړو . د يون نان ولايت د چای بوټو اصلي ټاټوبی دی او له ډول ډول چايو څخه د پوعړ نومی چای ډير نامتو دی چې پوعړ د يو ځاي نوم دی . دا څرنګه چای دی او له عادی چای سره څه توپيرونه لری ؟ د تيان يی ګه په نامه د چای خانې د چای هنر ننداره کوونکې ګنګ شين وويل ____اواز_____

په پخوا زمانه کې د يون نان چای د باج په توګه هر کال امپراطور ته ورکول کيدل . په هغه وخت کې الوتکه ، موټر او اورګاډی نه وو ، نو چای د أسونو په وسيله له څو مياشتو منزل نه وروسته پلازمينې بيجينګ ته رسيدلی وی . په لار کې د لمر تر وړانګو لاندي د تخمير له امله د شنو چايو بوي تريو شو . که څه هم بوی يي بدل شو ، خو دغه ډول چاي په هوا کې د ورو ورو تخمير له امله د روغتيا ساتنې رول لری په تيره بيا د هغو زړو کسانو لپاره ډير ګټور دي چې د هاضمې سيستم کمزوری دی . د پوعړ چايو څښل د سيلانيانو لپاره هم يو حتمی پروګرام دی . د پوعړ چاي د خښتې په شکل دي چې عمومأ له لس کلنې زيرمې وروسته دم کيږي . سره له دې چې لږ څه تريو بوی لری ، خو د ګل خوشبوی دی او د چاي اوبه يي د سره شراب غوندي ښکلی رنګ لری . د نورو چايو په پرتله د پوعړ چای يو ځانګړی دا دی چې د زيرمې وخت يي اوږد وی ، کيفيت يي ښه وي .