د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د اولمپيک سپورتی لوبو نړيوالې ټولنې د اکتوبر په شپږويشتمه نېټه په بېجينګ کی وويل د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک سپورتی لوبو تياريانی له ټاکل شوی پلان سره سم په عادی توګه روانی دي او بېجينګ ګام په ګام خپلی ژمنی پوره کوی.
د اولمپيک د نهه ويشتمو دوبنيو لوبو په اړه د نړيوالې ټولنې د همغږۍ کميټې اوومه غونډه په همدې ورځ په بېجيګ کی پای ته ورسيده. له دغې غونډې وروسته په يوه مطبوعاتی غونډه کی د نوموړې کميټې مشر هين ويربروګن وويل د ٢٠٠٨ کال د بېجينګ اولمپيک سپورتی لوبو تشکيلاتی کارونه په سم سرعت روان دی. هغه باور څرګند کړ بېجينګ توان لری چی د اولمپيک سپورتی لوبو له پرانيستلو مخکی ټولی تياريانی تر سره کړي.