<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-27 11:30:48    
په افغانستان کښی د المان د سوله ساتونکو پوځيانو لخوا د مړيو هډوکو ته د سپکاوی په هکله عکسونه المان حيرانوی

cri

د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د المان د << بيلد >> ورځپاڼې چې د لوستونکو شمير يې تر ټولو زيات دی، د اکتوبر په ٢٥ نېټه په افغانستان کښی د المان د سوله ساتونکو پوځيانو لخوا د مړيو هډوکو ته د سپکاوی په هکله پنځه عکسونه خپاره کړی چې له دی امله ټول المان حيران شوی او دا مسئله چې أيا المان بايد بهرنيو هېوادونو ته پوځيان وروليږی که نه ؟ يو ځل بيا د کورنيو عامه افکارو لپاره يو تود ټکی ګرځيدلی دی٠

د << بيلد >> په ورځپاڼه کښی خپاره شوی عکسونه د ٢٠٠٣ کال په پيل کښی د کابل په شاوخوا سيمو کښی اخيستل شوي او پکښی ښودل شوی چې په افغانستان کښی د المان د سوله ساتونکی پوځ د يوې ګزمی ډلې پوځيانو د مړيو د سر هډوکي پر خپلو اوږو يا د ګزمی موټورونو پر سر باندی ږدی٠ په تيره بيا يو عکس د خلکو لپاره د منلو وړ ندی چې په هغه کښی ښودل شوی : يو تن المانی سرتيری د خپلې تناسلی الې د لوڅولو په حال کښی د مړي د سر يو هډوکی په لاس کښی نيسی٠ د المان د خبری اژانس د خبر له مخی، اوس معلومه نده چې د دغو هډوکو خاوندان څوک وو ٠ ځينو کارپوهانو ويلی : ښايی چې دغه مړي د کابل په شاوخوا سيمو کښی د زياتو مړيو د خښيدو له يوې هديرې څخه پيدا شوی وی، امکان شته چې دوی افغانان يا د پخوانی شوروی اتحاد د اشغالوونکی پوځ پوځيان وی٠ کارپوهانو دا معلومات هم وړاندی کړی چې د المان د قوانينو له مخی، که څوک د مړيو سپکاوی وکړی ، ډير تر ډيره به د دريو کالو لپاره په بند محکوم شی ٠ نو د لمان فدرالی پوځ او څارنوالۍ د دغو عکسونو له خپريدو نه مخکښی په اړوندو څيړنو پيل کړی او په څو ساعتونو کښی يې د دغې پيښې ټول اړوند کسان موندلی دی٠

د المان د ملی دفاع وزارت د اکتوبر په ٢٥ نېټه د يوې بيانيې په خپرولو سره وويل : سمدلاسه به د دغې پيښې څيړنه وکړی او مرتکبانو ته به قانونی سزا ورکړی٠ د ملی دفاع وزير فرانز جوسيف جونګ څرګنده کړه چې د المانی پوځيانو دغه کړه وړه د زغملو وړ ندی، ٌ دغه عکسونه پاروونکی دی او د منلو وړ ندی٠ٌ وزير جونګ پر دې ټينګار وکړ چې که حالات رښتيانی وی ، د مرتکبانو په مقابل کښی به سخت تدبيرونه غوره کړی٠

په افغانستان کښی د المانی پوځيانو لخوا د مړيو هډوکو ته د سپکاوی عکسونه د المان په دننه کښی د بېلا بېلو خواوو له نيوکو سره مخامخ شويدی٠ د دغه هېواد صدراعظمې انګيلا ميرکيل د اکتوبر په ٢٥ نېټه په برلين کښی د المان د اطلس سمندر د ټولنې د جوړيدو د پنځوسمې کاليزې د لمانځنې په غونډه کښی وويل : ٌ دغه عکسونه د خلکو لپاره د حيرانتيا او نفرت وړ دی او دغو کړووړو ته بخښنه نشی کيدای٠ د المان حکومت به په جدی توګه دغه پيښه حل کړی٠

د المان د ملی دفاعی پوځ عمومی قوماندان ولفګانګ شنيديرهان د اکتوبر په يوه مطبوعاتی غونډه کښی وويل : پلټونکو دوه تنه شکمن سړی څارنوالی ته احضار کړيدی، له دغو دواړو څخه يو تن لا هم د پوځی خدمت په حال کښی دی او بل تن يې له عسکری خدمت څخه وتلی دی٠

څيړونکو دې ته اشاره کړې : شک نه شته چې د مړيو هډوکو ته د سپکاوی په هکله د دغو عکسونو خپريدنه په اوسنيو حالاتو کښی پرله پسی غبرګونونه رامنځ ته کړی او د المان فدرالی حکومت يې له ډير نابيره حالت سره مخامخ کړيدی٠ لومړی – د دغو عکسونو د خپريدو په ورځ د المان کابينې << د هېواد د راتلونکی امنيتی تګلارې په هکله سپين کتاب >> منظور کړ ٠ په دغه سپين کتاب کښی په افغانستان کښی د المانی پوځ د ميشته کيدو د مودې د اوږدولو په هکله د المان د حکومت د پرېکړې او په افغانستان کښی د المانی پوځيانو د دندو په ګډون محتويات شامل دی٠ د المان د کڼ لاس ګوند په څرګنده توګه له حکومت څخه غوښتنه کړې چې سمدلاسه په افغانستان کښی د المانی پوځ لخوا د سولې ساتلو دنده لغوه کړی٠ دوهم – دغه پيښه د المان د پوځ د اصلاحاتو په هکله پلان ته يو سخت ګذار ګڼل کيږی او دريم – نوموړی پيښې د لبنان او اسرائيلو په سرحدی سيمو کښی د المانی پوځ پر سوله ساتونکی دندې باندی هم منفی اغيزه کړې ده ٠ په افغانستان کښی د المان د سوله ساتونکی پوځ د سرتيرو لخوا د مړيو هډوکو ته د سپکاوی په هکله د ناوړه خبر له خپريدو څخه وروسته د المان عامه افکار يو ځل بيا پوښتنه کوی چې أيا د المان سمندری پوځ بايد په لبنان کښی د ملګرو ملتونو په سوله ساتونکی پوځ کښی ګډون وکړی که نه ؟