<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-27 18:55:07    
لی فونګ

cri

اوس په چين کی هر څوک چه له نورو سره مرسته کوی ، نو خلک ور ته لی فونګ وايی او د لی فونګ د زده کړی په نامه يوه سندره هميشه د خلکو په منځ کی خوله په خوله ګرځی ، ايا لی فونګ يو څرنګه کړی دی ؟ زه به په دې باب څه معلومات وړاندی کړم .ليی فونګ د ١٩٤٠ کال د ديسامبر په ١٨مه نيټه د چين د هو نان ولايت د وانګ چنګ ولسوالی د يو غريب بزګر په کور کی زيږدلی دی .کله چه ليی فونګ اوکلن شو مور او پالنر يی مړه شول . په هغه وخت کی د ليی فونګ ژوند د ډيرو سونزو سره مخا مخ ؤ .د چين د ولسی جمهوريت د جوړولو نه وروسته د چين د کمونست ګوند او د حکومت تر پاملرنې لاندی يی په مکتب کی زده کړه وکړه . په ١٩٥٦ کال کی هغه له مکتب څخه د وتلو نه وروسته د چين د وانګ چنګ ولسوالی په حکومت کی د کارکوونکی په توګه مقرر شو. هغه د ١٩٥٧کال په فبروری کی د چين د کمونستو ځوانانو په اتحاديی کی برخه واخيسته او د ١٩٦٠ کال په جنوری کی يی د چين په ولسی ازادی بخښونکی اردو کی ګډون

وکړ .د يو عسکر په حيث هغه د ماو ځه دونګ د اثارو د زده کولو دپاره کوشش وکړ او په هر وخت او هر ځای کی يی د هيواد او خلکو له ګټو څخه دفاع کولو او دا کار يی خپله مهمه دنده بلله . هغه په خپل ورځنی يادداشتونو کی وليکل چه زه غواړم په داسی سړی بدل شم چه هيواد او خلکو ته ګټور وی او د هيواد د ابادی او خدمت په لاره کی خپل ټول عمر وقف کړی .

د ١٩٦٠کال د نوامبر په اتمه نيټه يی د چين په کمونست ګوند کی ګډون وکړ . هغه په

فعاله توګه د خپلو کارونو د سر ته رسولو تر څنګ د خلکو د خدمت دپاره ملاتړلی وه او هميشه يی د رحصتيو څخه په استفادې له خلکو سره مرسته کوله او د خپلو ستونزو په شان يی د نورو د ستونزو د حل وفصل دپاره کوشش کاوه . هغه د هيواد د ابادی او د مصيبت ځپلو سيمو د خلکو د مرستې دپاره خپله ټوله پانګه ولګوله .

ليی فونګ هميشه ويل چه دانسانانو عمر محدود دی ، مګر خلکوته خدمت محدوديت نه لری . زه غواړم چه د خلکو د خدمتونو دپاره خپل عمر کړم . د چين په ولسی ازادی بخښونکی اردو کی د خدمت په دريو کالو کی يو دوهم درجه مدال او دری دريم درجه مدالونه تر لاسه کړل . هغه د چين د کمونستو ځوانانو د اتحاديی په يو نمونوی غړی بدل شو او هم د فو شون ښار د ولسی کانګرس استازی وټاکل شو .

د ١٩٦٢کال د اګست په پنځلسمه نيټه يی د کار د سر ته رسيدلو په وخت کی سر ورکړ . په هغه وخت کی يی عمر ٢٢ کاله ؤ. د ١٩٦٣کال د مارچ په پنځمه نيټه د چين د خلکو ورځپاڼې د رئيس ماو ځه دونګ د يادګاری ليکنې په خپرولو سره له ټولو خلکو څخه غوښتنه وکړه چه له ليی فونګ څخه زده کړی . په هغه وخت کی د

چين مشرانو په جلا جلا توګه د ليی فونګ د ستاينې دپاره يادګاری ليکنې وکړی. له دې نه وروسته خلکو د ليی فونګ د روحيی د زده کولو دپاره غورځنګونه وکړل او د ليی فونګ په شان په زرګونو نمونوی کسان رامنځته شول او د هيواد ټول وکړی

پدی نظر دی چه که ليی فونګ سر ورکړی دی ، مګر هغه د يوه ستر عسکر په حيث د خلکو په زړه کی دی . تر اوسه پوری ليی فونګ لا هم د چين د خلکو په زړه کی يو سرمشق دی .د هيواد په بيلا بيلو سيمو کی په مداومه توګه د ليی فونګ په شان

کسان رامنځته کيږی ، دوی د ليی فونګ روحيه په ميراث وړی او د نوی ژوند او نوی عملونو څخه په استفاده د ليی فونګ د روحيی د چين د هيوادوالو له خوا په عالی مرام ټاکل شوی ده چه د خپل وطن او خلکو سره دی مينه ولری . په خپلو کارونو کی دی ډير زيار وباسی ، علومو ته دی اخرام ورکړی او خپل منځی يووالی ، دوستۍ او مرسته دی ټينګه وساتی .