
د ٢٠٠٦ کال د چين په چيو فو ښار کې د کانفوسيوس نړيوال هنری جشن او د کانفوسيوس کلتور په اړه د تايوان ابنا د دواړو غاړو ترمنځ د تګ را تګ فعاليتونه روان دی. په يوی اونۍ کې د م م د يونيسکو سازمان د چين له اړوندو ارګانونو سره د کانفوسيوس د يادونې لپاره يو لړ فعاليتونه تر سره کړي دي. د هنر او کلتور په ننني پروګرام کې به تاسو ته د دغو فعاليتونو په اړه څه معلومات درکړم.
---اواز ١--- له دې امله چې سږ کال د کانفوسيوس د زېږېدنې له دوه زره پنځه سوه اوه پنځوسمې کاليزې سره برابر دی ، دده په ټاټوبی يعني د ختيځ چين د شان دونګ ولايت د چيو فو او د تايوان تاي بي او تاي نان ښارونو د کانفوسيوس په معبدونو کې د يادونې مراسم تر سره شول.
د معلوماتو له مخی،د سږنيو د فعاليتونو عمده موضوع د ښه دوديز کلتور د پرمختګ او د دواړو غاړو د کلتوری تګ راتګ او همکارۍ پياوړتيا ده. د چينی سوداګرانو د دريم پړاو نړيواله غونډه به هم د دغو فعاليتونو په ترڅ کې تر سره شي. په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د ګوه مين دان ګوند پخوانۍ مرستيالې مېرمن لين چن ځي وويل
---اواز٢—د ټولو چينايانو لپاره کانفوسيوس د ډېر درناوی وړ کس دی. د ده مفکورې د دوه زرو کلونو راپه ديخوا پر مونږ باندی اغېزی کړي دي. نن زه بختوره يم چې د ده له ټاټوبی څخه ليدنه کوم. د يادونې له فعاليتونو څخه د کلتورنو پاتی کېدل
او پرمختګ څرګند شوی او د تايوان په بېلا بېلو ښارونو کې د يادونې فعاليتونو دا څرګنده کړې چې چينی کلتور لا پخوا په تايوان کې خپلي ريښي ځغلولي دي.
د مېرمن لين په وينا،د تايوان په بېلا بېلو سيمو کې د کانفوسيوس معبدونه شته.په تای نان او تای بې کې د کانفوسيوس معبدونه په جلا جلا توګه په پنځلسمۍ او نونسمی پېړۍ کې جوړ شول. هر کال د کانفوسيوس د زېږېدنې د يادونې په ورځ د تايوان خلک د يادونې مراسم تر سره کوي.
په دغه هنری جشن کې د م م د يونيسکو سازمان د لومړی پړاو د کانفوسيوس د ښوونې جايزه د المغرب د ښوونې وزارت او د هند د راجستان ايالت ښوونې وزارت ته ورکړل شوه. د دغه سازمان استازی او د ښوونې په چارو کې د عمومی مدير مرستيال ښاغلی تانګ چيان وويل
---اواز ٣---دا لومړی ځل دی چې په نړۍ کې د م م د يونيسکو سازمان له خوا يوه چينائی په نوم د ښوونې يوه مهمه جايزه ورکول کيږی چې د کانفوسيوس د ښوونې افکارو ،په تېرو لس ګونو کلونو کې د ښوونې په برخه کې د چين حکومت او خلکو د تر لاسه شويو برياليتوبونو پوره منل دی.بر سېره پردی مونږ به د دغې جايزې له لارې اشخاص، حکومتی او غير حکومتی ارګانونو وهڅوو چې په راتلونکی کې د نړۍ د ښوونې د پرمختګ لپاره ډېر خدمتونه وکړي.
د چين په چيو فو ښار کې د کانفوسيوس ښوونځی د هنری جشن په ترڅ کې پرانيستل شوی او د کانفوسيوس د قافکارو پر بنسټ به کورنيی او بهرنيی ښه کلتورونه ولټوی اود ښوونو،نندارتونونو او د کتابونو د چاپولو له لارې د چين او بهرنيو
هېوادونو ترمنځ کلتوری تګ راتګ پياوړي کړي.
په نړۍ کې د منځنيو ښوونځيو د مشرانو غونډه ،د چينی سوداګرانو نړيواله کلتوری غونډه او له کانفوسيوس سره د پيژندنې په نامه د عکس اخيستلو سيالی هم د دغه هنری جشن په ترڅ کې تر سره شوه. دغه راز په چيو فو کې د چين داسي ځانګړی لومړنی موزيم هم ددې جشن په موده کې پرانستل شو چې پکي په تيرو زرو کلونو کې د فيوډالي نظام د اأزموينې په اړه زر تاريخي شيان ايښودل شويدي .