<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-27 19:19:50    
په چين کې زما لمړنی اختر

cri

درنو اوريدونکو او د ويبپاڼې قدرمنو لوستونکو اسلام عليکم،هيله چې بشپړه روغتيا مو په برخه وي،دادی د بهرنيان په چين کې اونيزې برخې د خپريدو وخت رارسيدلی ،درنو دوستانو لکه څنګه چې پوهيږۍ د روژې مبارکه مياشت پاي ته ورسيده او د نړۍ په بيلابيلو هيوادونوکې مسلمانانو د کوچني اختر د مبارکو ورځو لمانځنه وکړه،که څه هم اختر په ټوله اسلامي نړۍ کې يو شان دی خو په ځينو هيوادونو او سيمو کې يې په لمانځنه کې لږ توپيرونه ليدل کيږي خو په اصولو کې يې بيا کوم توپير نشته،دلته په چين کې هم په ميليونونو مسلمانان شته او د نړۍ د نورو مسلمانانو په شان يې دغه ورځ په خوښۍ سره ولمانځله، راځۍ پدې اونۍ کې به د اختر د ورځو د لمانځلو په هکله لږڅه درته ووايم،

کله چې د روژې د پاي ورځ شوه نوما له ځينو خپلو دوستانو سره چې دلته په بيجينګ کې اوسيږي تيلفوني اړيکې ټينګې او د اختر د لمانځه د ادا کولو په هکله مې تر ې وپوښتل ،ځينو يې ويل چې د ښار د منځنۍ برخې جومات ته به ولاړ شو ،ځينو نورو يې يو بل جومات په نښه کړ، خو په بشپړه توګه مو سره سلا نه وه کړې،چې په همدې وخت کې د يو تن افغان لخوا راته ټيليفون وشو،هغوي هم پخپلو منځونو کې داشان سلامشورې کړې وې چې د اختر لمونځ به چيرې کوو،خبره دا نه وه چې موږ د جومات په هکله يوې پريکړې ته نه سره رسيدو بلکې اصلي خبره دا وه چې بايد دا شان يو جومات د لمانځه د ادا کولو لپاره وټاکو چې ټولو ته نږدې وي ،په ښه توګه او پرته له کومې ستونزې هلته راشي،او بل داچې ټول له يو بل سره ووينو او خپله اختر مبارکي سره وکړو،خو هغه افغان ورور چې ټليفون يې راته کړی وو، يو مناسب جومات يې په نښه کړی وو، خداي شته چې زموږ هم هماغه ځاي خوښ شو،نو يې راته وويل چې سبا شاوخوا نهه بجې د ښار منځنۍ برخې ته راشۍ او بيا به په ګډه سره د جومات په لوري ځوو،سهار وختي له خوبه را پاڅيدم تر اوداسه او لمانځه ورسته مې له خپل همکار امان الله عمران او نور ملګرو سره اړيکې ټينګې کړې، پدې منځ کې د چين د بين المللي راډيو د اردو څانګې کارپوه چې د پاکستان هيواد اوسيدونکی دی وويل چې د هغه کور ته ورشو او د روژه ماتي په توګه ورسره د سهار چاي و څښو،خو کله چې د هغه د کور مخې ته ورسيدو نو ډير ناوخته و،نو مو ورڅخه بښنه وغوښته او د هغه په ملګرتيا د عيدګاه په لوري وخوځيدو،د ځمکني اورګاډي يا مترو له لارې د ښار منځنۍ برخې ته ولاړو له هغه ځاي په بيړه سره د يو ټکسي موټر په وسيلې د افغانستان سفارت ته ولاړو ،ځکه نور دوستان مو هم هلته سره راټول شوي وو،دا لمړی ځل وو چې پدې شمير زيات افغانان مې هلته وليدل او ما له ځان سره مې وويل چې دا هم د اختر د مبارکو ورځو برکت دي،په لنډ وخت کې ګڼ شمير نور افغانان هم راغلل او ټول د کوچنيو او لويو موټرونو په وسيلې په سيمه کې د نږدې جومات په لوري ولاړو،کله چې د جومات مخې ته ورسيدو،نو له ورايه څخه ښکاريده چې دا يو ډير پخوانی او قديمي جومات دي، ساحه يې ښايسته پراخه وه،او په ډيرو ښکيلو نقاشيو سره جوړ شوي وو،د جومات په دننه کې ګڼ شمير خلک چې پکې د بيلابيلو هيوادونو اوسيدونکي موجود وو،تر سترګو کيدل ،خو زياتره کسان يې د چين اصلي اوسيدونکي و، د جومات دننه هم ډيرې ښکلې نقاشۍ ليدل کيدې، او په ډيرو سترو سترو څراغونو چې له پاسه څخه راځوړند وو لا نورو هم شکلی شوی وو،يو تن ځوان په چين ژبه د روژې ، اختر او د هغو د ښيګڼو په هکله خبرې کولې ،که څه هم زه يې تر ډيره حده په خبرو نه پوهيدم خو په هغه څه چې پوهيدم هغه همدا د اختر د ورځو په اړه وې،وروسته تر هغه يو تن بل چې مشر مولوي يې ورته وايه خپل وعظ او نصيحت پيل کړ په لمړي سر کې يې خو څو جملې په عربي ژبه وويلې او بيا يې په چيني ژبه خپلو خبرو ته دوام ورکړ،هغه د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل نن ورځ دلته د بيلابيلو هيوادونو اوسيدونکي سره راټول شوي يو نو له دې څخه څرګنديږي چې دا د ټولو د خوښۍ او خوشحالۍ ورځ ده،او خلک يې د سولې او ورورولۍ لور ته راوبلل،زما څنګ ته ناست يو تن چيني راته وويل چې نوموړي امام ټول پاک قرأن د کاڼو پرمخ ليکلی او پدې کار کې يې څلور کاله وخت هم لګولی دې، دغه امام د خپلو خبرو په پاي کې د لمانځه د ترسره کولو طريقه بيان کړه، ځکه د ځينو کسانو په وينا دا چې د اخترونو لمونځونه په کال کې يواځې دوه ځله ترسره کيږي،نو ښايي له ځينو کسانو څخه يې ادا کول هير شوي وي، او يا هم د ځينو ځوانانو لپاره لمړی ځل وي چې د اختر لمونځ ادا کوي،د لمانځه تر ترسره کولو وروسته ټولو يو بل ته غيږې پرانيستلې او د اختر مبارکي يې ورته ويله،تر لمانځه وروسته موږ غوښتل چې بيرته د خپل کور په لوري ولاړشو،خو په بيجينګ کې د افغانستان سفارت چارواکو وويل چې دوي د اختر د لمانځنې لپاره څه ترتيبات نيولي نو موږ يې هم له خپل ځان سره يو ځای د سفارت په لوري وخوځولو،له پاتې کسانو سره مو هلته د اختر مبارکي وکړه،ځينې محصلين ،يو شمير افغان سوداګر او نور رسمي کارکوونکي سره راټول شوي وو، د خوښيو څخه په ډکه فضا کې مود اختر چاي وڅښه او ميوې مو وخوړې،په چين کې د افغانستان لوی سفير هم له ټولو سره په ورين تندي روغبړ کاوه،او له زياتره کسانو څخه يې د هغوي د حال احوال په کله پوښتنې کولې، شاوخوا يونيم ساعت وروسته مو له خپلو نورو افغانانو سره خدای پاماني وکړه،او ورو ورو د خپلو کورونو په لوري راوخوځيدو،د اختر په دوهمه ورځ د پښتو څانګې د مشرې لخوا د کوچني اختر په وياړ د بيجينګ په يوه مشهور رستورانت چې أفنتي نوميږي د دغې څانګې ټولو کارکونکو ته ميلمستيا راکړل شوه،ځکه په د غه رستورانت کې د بيجينګ مشهور خواړه يا د هيلۍ کباب ورکول کيږي، په چين کې يو متل دی چې وايي چين ته چې راشې او لوی ديوال دې نه وي ليدلی نو څه به دې ليدلي وي، او که بيجينګ ته راشۍ او د هيلۍ کباب ونه خورۍ نو څه به مو خوړلي وي، نو د اختر د مبارکو ورځو او د پښتو څانګې د مشرې په مهربانۍ سره مو دا دود هم تر سره کړ.

درنو اوريدونکو دا وه د کوچني اختر د ورځو کيسه چې ستاسو سره مې شريکه کړه،هيله ده چې ستاسو د پام وړ ګرځيدلي وي،تر راتلونکې اونۍ او بل پروګرام پورې مو په پاک او مهربانه خداي سپارم ،