<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-28 19:16:09    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام په دغه کړۍ کی به تاسو ته د چين د مذهبونو په اړه ځينی معلومات وړاندی کړم !

په چين کې ډول ډول مذهبونه ليدل کيږی، د بېلګې په توګه بودايی دين، تاويزم، اسلام، کاتوليکی دين او مسيحی دين. د شمېرنې له مخې، په چين کې څه دپاسه سل مليونه تنه خپلې ځانګړې مذهبی عقيدې لري، نژدی پنځه اتيا زره مذهبی ځايونه ليدل کيږی، دری لکه تنه مذهبی چارې تر سره کوی او څه دپاسه دری زره مذهبی ډلې شته. سره بيره پر دې، د مذهبی کارکونکو د روزنې لپاره د مذهبی ډلو له خوا د جوړ شوی مذهبی پوهنتونونو شمېر څلور اويا دی.

په چين کې د چين د بودايی ټولنې، د چين د تاويزم ټولنې، د چين د اسلامی ټولنې، د چين د کاتوليکی ټولنې او د چين د مسيحی ټولنې په ګډون څو ملی مذهبی ډلې شته. دغې مذهبی ډلې د خپلو منشورونو له مخې خپل مشران او ارګانونه ټاکي.

بودايی دين په چين کې څه دپاسه دوه زره کلن تاريخ لری. اوس په چين کې بودايی معبدونه له ديارلس زرو څخه زيات دی او نژدی دوه لکه نارينه او ښځينه راهبان شته. تاويزم په چين کې رامنځته شو او يو زر او اوه سوه کلن تاريخ لری. اوس په چين کې د تاويزم د معبدونو شمېر يو زر او پنځه سوه دی. کاتوليکی دين په اومه پېړۍ کې چين ته راغلی او په ١٨٤٠ کال کې د اپيون له جګړې وروسته په چين کې خپور شوی دی. اوس په چين کې کاتوليکی پيروان نژدی پنځه مليونه دی، اړوند مذهبی کارکوونکي څه نا څه څلور زره تنه دی او څلور زره او شپږ سوه کليساګانې

ليدل کيږی.

مسيحی دين د نولسمې پېړۍ په لومړنيو کلونو کې په چين کې خپور شوی او اوس په چين کې څه نا څه لس مليون تنه په دغه مذهب عقيده لري.

د اسلام په اومه پېړۍ کې چين ته راغلی شو. په چين کې د هوی او ويغور په شمول د لسو لږکيو خلک د اسلام پيروان دي او شمېر يی څه نا څه اتلس مليونه دی. او په چين کې څه دپاسه ديرش زره جوماتونه ليدل کيږی او نژدی څلويښت امامان او أخونان شته. د اسلام دين د اومې پېړۍ په منځنيو کلونو کې له عربی هېوادونو څخه په چين کې خپور شو او تر اوسه پوری څه دپاسه يو زر او دری سوه کلن تاريخ لری. د اسلام دين د شيعی ګانو او سنيانو دوه ډلې لري. په چين کې زيات مسلمانان د شينجانګ دا ويغوريانو خپلواکه سيمه، د نينګشيا د هوی قوم په خپلواکه سيمه او د ګان سو، چينګهای او يوان نان په ولايتونو کې ژوند کوي.

د چين اسلامی ټولنه د ١٩٥٣ کال د می په يوولسمه نېټه په بېجينګ کې جوړه شوه. د دغې ټولنې موخه او دنده دا ده چې د مذهبی ازادۍ د تګلارې د تر سره کولو لپاره له حکومت سره مرسته وکړی، د اسلامی عادتونو په خپرېدو سره له اسلامی پيروانو سره د هېواد د ابادۍ لپاره کوښښ وکړی او له بهرنيو مسلمانانو سره ژوره دوستی او نژدی اړيکې ټينګې کړي.

د ٢٠٠١ کال د اپريل په درويشتمه نېټه د چين د اسلامی دين لارښوونکې کمېټه په بېجينګ کې جوړه شوه. دغه کمېټه د چين د اسلامې ټولنې په اړه يوه ځانګړې کمېټه ده.