<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-28 19:27:58    
د چين د شی جيا ځوانګ ښار د چی جيای مشهور کلی

cri

د چين د شمال د هه بی ولايت د سي جيا ځوانګ ښار د چی جيای کلی يو مشهور کلی دی . خو د تيرۍ پيړۍ په اوومه لسيزه کې دغه کلی بی وزلی و ،د کليوالو وګړو د ٣٠ کلونو د کوششونو له امله د دغه کلی وګړو يوه داسی ځانګړی لاره موندلی چې د ډله ييز اقتصاد په پرمختګ سره په ګډه شتمن شوي دي .

د چی جيای کلی د هه بی ولايت د سی جيا ځوانګ ښار د شمال لويديځ په ١٥ کيلو ميترۍ کې پروت دی او ١١٦ سهامی تصدۍ لري چې کليوال وګړي پکی اسهام لري او ور څخه ګټې تر لاسه کوي .په دغه کلی کې ٥٣٠ کورنۍ شته خو د بنګلو او کورونو شمير يی ٤٥٥ ته رسيدلی .کليوالې ميرمن نيو څوی فانګ وويل چې پخوا زمونږ دکور مساحت يوازی ٨٠ مربع ميتره و خو د اوسنۍ کور مساحت ٤١٢ مربع ميتره دی .زمونږ د ژوند سويه له ښاريانو سره برابره ده .

د معلوماتو له مخې اوس د دغه کلی نيمه برخه کورنۍ کمپيوټرونه لري او په سلو کې لس برخه کليوال وګړي ځانګړی موټرونه هم لري .کليوال حکومت د روغتون او د زړو کسانو لپاره د لوړو ودانيو په شمول د عامو تاسيساتو د جوړولو لپاره کوشش کوي او دغه راز هر کال له ٦٥ کلنونو څخه زيات هر زاړه کس ته زر يوانه پيسی برابروي .

خو د تيرې پيړۍ په اوومه لسيزه کې دغه کلی بی وزلی و او د کلی د ټولو پيسو په کارولو سره يې يو ټراکټورهم نه شوی اخيستلای .د ١٩٨٦ کال له پيل څخه په دغه کلی کی بدلونونه رامنځته شوي دي . د کمونيست ګوند يو غړی چې نوم يی هو جی چن دی ،د کلی د ګوندی کميټې د منشی په توګه وټاکل شو او د کلی له نورو چارواکيو سره يې له څو ځله مباحثو وروسته ګډې نظريې تر لاسه کړي او پريکړه يی وکړه چې ډله اييز

اقتصاد ته پرمختګ ور کړي او ګډه شتمني تر لاسه کړي .د دوی لومړنی ګام دا و چې په ډله ييزه توګه د ډبرو ايستلو لپاره لومړنی فابريکه جوړه کړي او ور څخه د ګټو له تر لاسه کولو وروسته د کاغذ او فولادو د توليدولو تصدۍ هم جوړې کړې .تير کال د دغه کلی د صنعتی تصديو عمومی توليدی ارزښت له ١ ملياړډ او پنځه سوه مليونه يوانو څخه اوښتی وه چې هېواد ور څخه څه د پاسه ديرش مليونه ماليات اخيستی دي .

د دغه کلی د شتمنۍ يو مهم لامل پوهنی او د غوره کسانو روزنې ته په درنه سترګه کتل دي .په دغه کلی کې پوهنيز تاسيسات بشپړ دي او ماشومان يی د پوهنې د منلو لپاره له دوه او نيمۍ کلنۍ څخه وړوکتون ته ځي . ٢٦ کلن ښاغلی فان شاو جی چې د دغه کلی د سمينټ د محدود شرکت د تکنالوژۍ څانګې مشر دی ،په ٢٠٠٣ کال کې د هه بی ولايت د صنعتی پوهنتون د سمينټ جوړولو په اړه له اختصاصې څانګې څخه فارع شو او ور پسی د اقتصادی أبادۍ لپاره بيرته خپل کلی ته لاړ.هغه زياته کړه چې د غوره کسانو روزنه د خپل کلی د اقتصاد د دايمی پرمختګ لپاره کلکه زمينه برابروي .د تصديو پرمختګ عصری تکنالوژۍ ته اړتيا لري او په همدی وخت کې د تصديو مشران پر دی پوه شوی چې غوره کسان د تصديو د پرمختګ مهم عوامل دی . نوموړی هيله لري چې د خپلې پوهې په کارولو سره د خپل کلی د أبادۍ لپاره کوشش وکړي .

ښه مشران او د ديموکراتيکې ادارې ميکانيزم هم د دغه کلی د دايمی پرمختګ يو بل مهم لامل دی . له څو کلونو راهيسی د دغه کلی د مشرانو له خوا د دغه ميکانيزم د پلی کولو له امله د کلی اقتصاد لازيات پرمختګ کړی دی .