<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-29 18:30:37    
انفلونزا ___ د انسانانو بل لوي مصيبت دی ؟

cri

د روغتيا د نړيوال سازمان کارپوه داويد نابارو چه د م م د انسانانو او مرغانو د انفلونزا د کنترول د چارو مسئول هم دی ، لږه موده دا خبرداری ورکړې چه د راتلونکي نوي انفلونزا په اثر به ممکن په نړۍ کي له پنځو مليونو نه تر يو سلو پنځوسو مليونو تنو پوري خلک مړه شي چه دغه خبرداری د بيلا بيلو هيوادونو او خلکو د زياتې وارخطايي سبب ګرزيدلی دی ، پوښتنه دا ده چه دا وړاندوينه سمه ده او سم علمي استدلال لري که نه ؟ په دوهمه ورځ د انفلونزا په هکله د دي سازمان وياند ديک تومپسن وويل چه د راتلونکي انفلونزا د سرايت له امله به اوه مليونه څلور لکه تنه او لږ تر لږه دوه مليونه تنه مړه شي . دده اټکل د روغتيا د نړيوال سازمان او د امريکي د ناروغيو د کنترول او وقايې د مرکز د څيړنې او وړاندوينې په بنسټ وړاندی شوی دی .

عمومأ په سلو کي له پنځو نه تر شلو پوري خلک په معمولي انفلونزا اخته کيږي او د مړينې ميزان يي په سلو کي له يو نه کم دی ، په بله ژبه هر کال په ټوله نړۍ کي له پنځوسو زرو نه تر دوو لکو پنځوسو زرو پوري خلک ددغې ناروغۍ په اخته کيدو سره مړه کيږي چه دغه اندازه د نړۍ له عمومي نفوسو څخه ډيره لږه ده . د روغتيا د نړيوال سازمان د اټکل دوهمه بنا دا ده چه په تيره پيړۍ کي په نړۍ کي سخته انفلونزا رامنځته شويده . د بلګې په توګه په نولس سوه اتلسم کال کي د هسپانيې په نامه د انفلونزا د خپريدو له امله شل مليونه تنه مړه شوي وو چه دغه شمير د لومړي عمومي جګړې په اثر د مړه شويو کسانو له شمير څخه زيات و . له نولس سوه اوه پنځوس کال نه تر اته پنځوسم کال پوري په اسيا کي د انفلونزا له امله

دوه مليونه تنه او په له اته شپيتم کال نه تر نهه شپيتم کال پوري د هانکانګ نومي انفلونزا د خپريدو له امله يو مليونه کسان مړه شوي وو . تازه عمومي انفلونزا په روسيه کي پيښه شوه او د مړه شويو کسانو شمير معلوم نه و ، خو د تيرو انفلونزاوو څخه لږ و .

له بلې خوا د انفلونزا له امله د اخته او مړه شويو ناروغانو شميرونه د دې ناروغۍ د سرايت په وخت او د دې ناروغۍ سره د مخنيوي له تدبيرونوسره تړاو لري . په ټوله نړۍ کي د انفلونزا د سرايت دوره له شلو کلونو نه تر پنځوسو کلونو پوري ده . اوس د انفلونزا د تير شوي سرايت نه شل کاله تير شويدی ، نو د روغتيا د نړيوال سازمان چارواکي په دي انديښنه کي دی چه د دې ناروغۍ عمومي سرايت به په هر وخت رارسيږي . پرته له دي نه چه اوس د مرغانو انفلونزا په نړۍ کي د خپريدو په حال کي ده ، نو د انسانانو په منځ کي د انفلونزا د سرايت شونتياوې هم ډير دي او پايله به يي هم سخته وي .

د انفلونزا پر ضد واکسين او درمل ستر رول لوبوي . که څه هم دغه دوه وسيلې موثرې او اغيزمنې وي ، خو محديديت لري . ځکه چه د انفلونزا ويروس ژر بدليږي ، د انفلونزا په هر سخت سرايت کي ويروس يي نوی دی ، سره له دي چه په ټوله نړۍ کي د انفلونزا د ويروس د سرايت مخکي کارپوهان اړين واکسين جوړوي ، خو دغه واکسين د نوي رامنځته شوي ويروس سره د مقابله کولو په بهير کي په سلو کي سل رول نشي لوبولی . برسيره پردې له دي امله چه د انفلونزا ويروس بدليږي او انسانان ډير درملونه استعمالوي ، نوموړي ويروس له درملونو پر ضد قوي توان لري .

د پورتنيو ډول ډول لاملونو له امله د روغتيا د نړيوال سازمان خبرداري بي دليله نه

دی . خو ددغه سازمان په اند د مړينې انډول به يي د اټکل وړ نه وي او يوازي د دغې ناروغۍ د خپريدو وروسته به معلوم وي . يوه خبره ده چه د انفلونزا له امله د ناروغانو د مړه کيدو د شمير کموالی د انسانانو له کوششونو سره تړاو لري . د بلګې په توګه مونږ بايد هر کال د سپتمبر نه تر نوامبر پوري واکسين تطبيق کړو ، ورزش دي وکړو څو چه د ناروغيو په مقابل کي خپل مصونيت او طاقت لوړ کړو . دا سم د روغتيا د نړيوال سازمان د خبرداري مهمه موخه ده .