دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهورې سندرغاړې وانګ يون له خوا ويل شوی درې بهرنی سندری وړاندی کړو٠ لومړی به په ګډه يوه جاپاني سندره واورو چی نوم يی دی ګلاب غوړېږي٠
( سندره ١ )
سندرغاړې وانګ يون د مياو قوم نجلۍ ده او د چين د جنوب لويديځ د ګوي جو په ولايت کې زيږيدلی او د ماشومتوب په موده کې يي له سندرو ويلو سره مينه درلوده. په ١٩٨٦ کال کې د چين د موسيقۍ په پوهنځي کي شامله شوه ، له مشهور موسيقي پوه پروفيسر جين تيې لين څخه يی زده کړه وکړه او د خپلو کوششونو له برکته يی د خپلو هنري چارو لپاره کلک بنسټ کيښود .
همدااوس مو د وانګ يون لخوا ويل شوې يوه ايرلندې سندره واوريدله چې عنوان يي په پسرلي کې وروستي ګلاب دی . ددې سندرې شعر دا دی
په پسرلي کې وروستي ګلاب
لاهم په يوازيتوب غوړيږي
ټول ملګري يي ، مړاوي شويدي
نور تازه ګلاب نه ليدل کيږي
چې تر څنګ يی ودرېږي
( سندره ٢ )
وانګ يون د چين د مرکزي تلويزيون د ځانګړي سندرغاړې په توګه په زياتو نندارو کې ګډون کړی او د سندرو ويلو په سياليو کې يي جايزه هم اخيستی ده . نو د چين په دننه او بهر کې يي ښه شهرت موندلی دی . د پروګرام په دې برخه کې به د للو للو يوه ترانه واورئ چې د جرمني نامتو ساز جوړونکي براموس لخوا تصنيف شويده . دغه سندره له څو کلونو راهيسې د نړۍ په بيلا بيلو هيوادونو کې مروجه شويده .
( سندره ٣ )
ګرانو اوريدونکو، د دغی خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ ننني پروګرام په همدي ځای پاي ته ورسېد ! روغ او خوشحاله اوسئ!