<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-30 19:08:24    
د شينجيانګ وتلی پوليس اسحر جهاب

cri

د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خپلواکې سيمې د شين يوان ولسوالۍ پوليس اسحر جهاب يو داسی وتلی پوليس دی چې د قزاقی قوم پر هېوادوالو باندی ډيرګران دی٠ هغه ديرش کلن دی چې د شينجيانګ د ايلی د قزاقی قوم د خپلواکې لويې ولسوالۍ د شين يوان ولسوالۍ د ارالتوپې علاقه دارۍ د پوليسی ادارې مشر دی او له پوهنتون څخه له فراغت راهيسی د اتو کالو لپاره د پوليس دنده په غاړه لری٠

له اتو کالو راهيسی ښاغلی اسحر جهار د خپلې پوليسی ادارې د اداری سيمې د بېلا بېلو قومونو هېوادوال د خپلوانو په توګه بولی٠ پخوا هغه د شوربراق علاقه دارۍ د پوليسی ادارې مشر و، د دغې پوليسی ادارې د شاوخوا کلی يو سپين ږيری بزګر او د ده ميرمن يو معيوب زوی لری چې بی وزلی ژوند تيروی٠ نو اسحر جهاب کله نا کله دوی ته پاملرنه کوله او ورسره يې زياتې مرستې کولې٠ يوه شپه د سپين ږيری ميرمن ناڅاپه په اپانډيسټ اخته شوه٠ اسحر جهاب سمدلاسه په خپله شا هغه روغتون ته ورسوله چې په نتيجه کښی له مرګ څخه وژغورل شوه٠ د پوليسی ادارې په اداری سيمه کښی د قزاقی قوم دوه يتيمان شته، اسحر جهاب د دوی د زده کړې د ټول لګښت اداء کولو دنده په غاړه واخيسته او کله نا کله د دوی کور ته ورته چې د دوی ژوند ته يې پاملرنه کوله٠

د يو پوليس په توګه اسحر جهاب له مجرمينو څخه ډيره کرکه او نفرت لری او حتی له دوی سره د مبارزې لپاره ژوند او مرګ ته په سپکه سترګه ګوری٠ د ٢٠٠٤ کال په مارچ کښی يو مجرم يو سپين ږيری وواژه او په واورو پوښلی غره ته وتښتيد٠ اسحر جهاب له نورو څو پوليسو سره يوځای د مجرم د نيولو لپاره د اسونو په سپرلۍ غرنی سيمې ته ننووتل ٠ په هغه وخت کښی کنګلونه او واورې د ويلی کيدو په حال کښی وې او کله نا کله واورې ښوئيدې٠ خو ښاغلی اسحر جهاب د مرګ له خطر سره سره د پنځو ورځو له تعقيب وروسته دغه مجرم ونيوه٠

اسحر جهاب خبريال ته وويل چې ٌ د پوليسونو لپاره د خوښۍ وړ کار د جنايتونو کشفول دی٠ د تير کال د جون په ٢٥ نېټه د وژنې يو جنايت پيښ شو٠ د چين د عام امنيت د وزارت د امر له مخی، د وژنې هر جنايت بايد ژر تر ژره کشف شی٠ نو د ولسوالۍ د عامه امنيت د ادارې پر مشرانو او زمونږ پوليسونو باندی سخت فشار موجود و، خو زمونږ د کوششونو له امله له اوو شپو ورځو وروسته په دې وتوانيدو چې دا جنايت څرګند کړو، مونږ ډير خوشحاله شوو٠ ٌ

د ٢٠٠٤ کال په جولای کښی ښاغلی اسحر جهاب د شوربراق علاقه دارۍ له پوليسی ادارې څخه د ارالتوپې علاقه دارۍ د پوليسی ادارې د مشر په توګه وټاکل شو ٠ په هغه وخت کښی د دغې علاقه دارۍ ټولنيز امنيت ښه نه و او کله نا کله د جنګ جنجال ، قمار او غلا پيښې کيدې٠ خو د اسحر جهاب او نورو پوليسو د کوښښونو له امله د دغې علاقه دارۍ ټولنيز نظم په څرګنده توګه ښه شوی دی٠ د دغې علاقه دارۍ بزګرانو او مالدارانو وويل چې ٌ اوس د قزاق او هان قومونو د ټولو هېوادوالو په أند د اسحر جهاب د رارسيدو له امله زمونږ د علاقه دارۍ امنيتی اداره معياری او ټولنه مو أرامه شوې ده ٠ هغه په عادلانه او معقوله توګه قوانين پلی کوی٠ ٌ

د ارالتوپې علاقه داری د سړکونو د لګيدو په ځای کښی پروت او د ژويو د معاملاتو يو ډير لوی بازار دی٠ پخوا ځينو مجرمينو کله نا کله له شاوخوا کليو څخه د ژويو غلا کول او په دغه بازار کښی به يې پلورل ٠

ښاغلی اسحرجهاب ټينګه اراده وکړه چې د غلا د مخنيوۍ لپاره زيات کوششونه وکړی٠ څرنګه چې د ژويو غلا عمومأ د شپې لخوا کيده، نو اسحر جهاب له نورو پوليسو سره د غلو د نيولو لپاره ټوله شپه له کليو څخه بهر پټيدل او په رڼا ورځ يې له هغو کورونو څخه چې ژوی يې غلا شوی، معلومات اخيستل٠ هغه وويل :

ٌ په هغه وخت کښی کليوالو انديښنه درلوده چې غله به له دوی څخه غچ واخلی ، نو جرأت يې نه درلود چې پوليسونو ته اړوند معلومات وړاندی کړی٠ خو وروسته مونږ د ژويو د غلا دوه جرمونه کشف کړی او مجرمينو ته مو سزا ورکړې، نو کليوالو ګام په ګام پر پوليسی ادارې باندی باور پيدا کړ او پر وخت مونږ ته معلومات وړاندی کوی٠ د جنايتونو کشفولو لپاره مونږ بايد پر کليوالو باندی اتکا وکړو٠ٌ

وروسته له هغه په نيم کال کښی د کليوالو په مرسته د اسحر جهاب او د ده د ملګرو د سختو هلوځلو له امله د شاوخوا کليو او ولسواليو د درو جنايتکارو ډلو يو سل او درويشت تنه غله نيول شوی او دوی ته سزا ورکړ شوې ده ٠کليوالو وويل: په پخوانيو څه دپاسه شلو کالو کښی مونږ په څړځايونو کښی اسونه نشو څرولای، خو اوس په ازاده توګه څاروی پوولای شوو، ځکه چې غله نيول شويدی، مونږ د زړه له کومی له ښاغلی اسحر جهاب او د ده له ملګرو څخه مننه کوو، دوی د کليوالو د سر او مالو امنيت ساتلی دی٠