<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-30 19:28:22    
د چين د ولسی جمهوريت د جوړېدو مراسم

cri

د ١٩٤٩ کال د اکتوبر په لومړی نېټه د چين د ولسی جمهوريت د مرکزي حکومت يا د چين د ولسی جمهوريت د جوړېدو مراسم د بېجينګ د تيان ان من په ډګر کی ترسره شول چې له مخې يی د چين په تاريخ کی نوی پاڼه واړول شوه .

د همدې ورځې له غرمی وروسته په دوو بجو د چين د ولسي حکومت کميټه چې د سياسی مشورتی کنفرانس په لومړنی عمومی غونډه کی د رايو ورکولو له لارې رامنځته شوه د ماو ځه دونګ، جو ده، ليو شاو چی او جو ان لای په شمول مشرانو پکی ګډون درلود. د مرکزي حکومت مشر ماو ځه دونګ او د حکومت د کميټې نور پنځه پنځوس غړيو په رسمي توګه خپله دنده په غاړه واخستله. په دغه غونډه کی پرېکړه وشوه چې د چين مرکزي ولسي حکومت جوړ شي او د سياسی مشورتی کنفرانس د غونډې ګډ پروګرام د هېواد د تګلارې په توګه ومنل شي. لين بو چو د دغې کميټې د سرمنشی ، جو ان لای د دولت شورا د صدراعظم او د بهرنيو چارو د وزير او جو ده د ازادی غوښتونکی پوځ د عمومی قوماندان ، لو رونګ ګنګ د سترې محکمی د مشر په توګه وټاکل شول او داسی نور. په دغه غونډه کی د بيلا بيلو هېوادونو حکومتونو ته د دغه اعلان وکړ چې د چين مرکزي ولسي حکومت د چين يوازنی قانونی حکومت دی او غواړی چی د برابرۍ، متقابلو ګټو او يو له بل سره د خاورې بشپړتيا او د حاکميت د احترام پر بنسټ له هر هېواد سره ديپلوماتيکی اړيکی ټينګی کړي.

له غونډې وروسته مشرانو د ولسي جمهوريت د جوړېدو په مراسمو کی د ګډون لپاره د تيان ان من ډګر ته لاړل . په همدې وخت دری لکه وګړو او سرتيريو د تيان ان من په ډګر کی د يوې لويی تاريخی پېښی د رارسيدو انتظار کاوه.

په دريو بجو د چين د مرکزي ولسي حکومت د کميټې سرمنشی لين بو چو د مراسمو د پرانيستلو اعلان وکړ چې په ډګر کې ټولو ګډون کوونکو د خوښۍ چيغې او نارې ووهلې او ولسمشر ماو په جدی توګه نړيوالو ته اعلان وکړ چې د چين د ولسی جمهوريت مرکزي ولسي حکومت جوړ شوی دی! په همدې وخت د تيان ان من په ډګر کی فضا له خوشحاليو څخه ډکه بريښيده. ملی سرود چې د داوطلبانو ترانه ده ، وغږول شو او د موسيقۍ په غږونو کی د نوی چين لومړی ملی بيرغ پورته شو .

له دې وروسته ولسمشر ماو ځه دونګ د چين د مرکزي ولسي حکومت لومړنی اعلان ولوست . ور پسی ستر نظامي رسمی لاريون پيل شو. رييس ماو د چين د ازادی غوښتونکی پوځ ځمکنی، سمندری او هوايی پوځونو د احترام ګارډ سلام واخيست او هغه يي وکوت . له نظامي رسمی لاريون وروسته چې درې ساعته يي دوام درلود ، د خلکو لاريون پيل شو . دوي په خوشحالۍ سره نارې ووهلې او د تيا ان من په ډګر کې وګړو تر نيمې شپې پوري سندرې وويلې او نڅا يي وکړه. دغه ورځ بېجينګ بالکل د نيکمرغۍ او خوشحالۍ په فضا کې ډوب شو ، دغه راز د هېواد په ټولو ازاد شويو ښارونو کی هم د لمانځنې ستر فعاليتونه ترسره شول .

د چين د ولسی جمهوريت جوړيدل هم د چين په تاريخ کی او هم په شلمه پېړۍ کی تر ټولو ستره نړيواله پېښه وه. سر له دغې ورځې ولسي چين په نوی پرمختګ پيل وکړ ، د چين خلک په رښتينی توګه د هيواد د څښتنانو په توګه وبلل شول او د چيني ملت د سمسورتيا په تاريخ کې يو نوی عصر پيل شو .