<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-30 19:48:48    
يي وو ښار د نړۍ د لومړني لوي سوپرمارکيټ د أبادولو لپاره هڅه کوي

cri

د جنوب ختيځ چين په جي جيانګ ولايت کې يو کوچنی ښار شته چه يي وو نوميږی او د اصلاح او ورخلاصون د تګلارې له پلي کولو يعنی شلو کلونو راهيسې دغه کوچنی ښار چې پخوا يوه ولسوالی وه ، په داسي نړيوال بازار بدل شويدی چې څلور لکه ډولونه کوچني توليدات دوه سوه هيوادونو او سيمو ته صادريږي .

په يي وو ښار کې پنځه لکه اتيا زره غرفې پرتې دي او د درې څلويښت مسلکونو په شمول توليدات پلورل کيږي . که يوه غرفه د درو دقيقو لپاره وګورئ ، د ټولو غرفو د کتلو لپاره يو کال ته اړتيا ولری . د جي جيانګ ولايت مرکز هان جو ښار چې په نړۍ کې ډير مشهور سيلاني ښار دی . خو يو وار په الوتکه کې د هان جو ښار يو اوسيدونکی له يوه بهرني سوداګر سره مخامخ شو او د خبرو په ترڅ کې يي د خپل ټاټوبي هان جو يادونه وکړه . بهرني سوداګر ځنی پوښتنه وکړه چې يي وو ته نژدی هان جو دی ؟ له دې څخه څرګنديږي چې يي وو د بهرنيو په سترګو کې د دغه ولايت له مرکز هان جو څخه لا هم مشهور دی .

د چين د نورو بازارونو په پرتله د يي وو ډيره لويه ځاګړتيا دا ده چې ډولونه يي بيخی کافی او بشپړ دي . د ځينو کسانو په وينا له زيږيدنې څخه تر مرګ پورې د يو تن لپاره د ژوند ټول اړتياوړ کوچني شيان دلته اخيستل کيږي . د امريکا له کاريفورنيا څخه راغلي سوداګر نود وويل هغه شيان چې د چين په نورو ښارونو کې د څو ورځو لپاره راغونډيږي ، د يي وو د فو تيان په بازار کې يوازې نيمه ورځ په پوره توګه اخيستل کيږي . د فو تيان بازار چې د يي وو د نړيوالې سوداګرۍ بازار هم نوميږي ، يو مليون اوه لکه مربع متره پراخوالی لری او په نړۍ کې داسي لومړی لوي

بازار دی چې خاص هنري شيان ، بکسونه ، صندوقچې ، زيورات او

کورني بريښنايي سامانونه عمده خرڅلاوو کوي . د بازار اداره کوونکي وويل چې زمونږ په بازار کې نه يوازي نړۍ ته شيان برابريږي ، بلکې د نړۍ د نورو هيوادونو شيان هم پلورل کيږي . مثلا د جنوبي کوريا د سپکوصنايعو توليدات ، ، د ماليزيا لخوا جوړ شوي قلعي سامانونه ، د هند هنری شيان ، ، د برازيل او افريقايي هيوادونو لخوا جوړشوي لرګينې مجسمې او داسي نور .

که د نړۍ نقشه پرانستل شی ، د يي وو نه پرته د کوچنيو توليداتو د عمده فروشی څو لوي بازارونه په ماليزيا ، يوراګيو،مکسيکو ، جنوبي افريفا ، مصر ، هنګري ،رومانيا ، ايران او د عربي اماراتو په اتحاد کې پراته دي ، خو په دغو بازارونو کې پلورل شوي توليدات عمومأ له يي وو څخه اخيستل کيږي ، نو بيې يي هم له يي وو څخه يو يا څو ځل لوړيږي .

يي وو د سوداګريز م م په نامه هم ياديږي ځکه چې له سلو هيوادونو څخه راغلي اته زره تنه سوداګران په دايمي توګه په يي وو کې اوسيږي او د تير کال تر پايه پورې په يي وو کې شپږ سوه پنځلس بهرني نمايندګۍ جوړې شويدي . د چين د لومړني لوي ځمکني ګمرک په توګه يي وو هر کال د څلور لکه معياري کانتينرونو شيان نورو هيوادونو ته صادريږي او د نړۍ له شلو غښتليو تصديو څخه اته تصدۍ په يي وو کې خپل استازيتوب لری .

د بازاري سمسورتيا له امله د يي وو صنعتي چارو هم پرمختګ کړی چې په پايله کې د شاوخوا ښارونو او سيمو زيات شمير بزګران چې کرنيزې ځمکې يي کمې دي ، يي وو ته راغلي دي ، دوي يا په فابريکو کې کار کوي او يا رستورانتونه ، او

حمامونه يي پرانستلي او يا په نورو خدمتي چارو لګيا دي چې په نتيجه کې بيکارو بزګرانو ته د کار فرصتونه برابر شويدي .

د معلوماتو له مخې د زيات شمير بهرنيو سوداګرانو په رارسيدو سره د يي وو سوداګرانو هم خپله سوداګريزه تګلاره بدله کړې چې نه يوازي په خپل ټاټوبي کې سوداګري کوي ، بلکې نورو هيوادونو ته هم ځي .د بيلګې په توګه يوازي د عربي اماراتو اتحاد په دوبی ښار کې د يي وو دوه زره تنه سوداګران په معاملو مشغول دي . په جنوبي افريقا کې دوي د نويو زرو مربع مترو په پراخوالي سوداګر مرکز او په مسکو کې پنځوس دکانونه پرانستلي دي . برسيره پردی د جرمني په فرانکفور او مونيخ کې چې د ډول ډول نندارتونونو د جوړيدو ښارونه دي ، د يي وو ډير سوداګران هم ليدل کيږي .