<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-31 09:11:46    
د ناتو ځواکونو په افغانستان کې يو سل پنځه ويشت تنه وسله وال کسان ووژل .

cri

د چين دسن هوا اژانس د خبر له مخې : په افغانستان کې د ناتو ځواکونو د اکتوبر د ديرشمې نېټې په ماښام د يوی مطبوعاتی اعلاميی په خپرولو سره وويل : دغو ځواکونو په همدی ورځ د افغانستان د زابل په ولايت کې پنځه پنځوس تنه وسله وال کسان ووژل چې په دې سره په تېرو دريو ورځو کې څه دپاسه يو سل او پنځه ويشت تنه وسله وال کسان وژل شوي دي .

په دغه اعلاميه کې ويل شوي چې د ناتو ځواکونو د اکتوبر په ديرشمه نېټه د زابل د دايچوپان په سيمه کې له وسله والو کسانو سره د سهار له يوولسو بجو نه د مازديګر تر پنځو بجو پوری سخته جګړه وکړه او له امله يی پنځه اويا تنه وسله وال مخالف کسان وژل او ټپيان کړی او د ناتو يو تن سرتيری هم پکی وژل شوی .

دغه عمليات د دغه هېواد په جنوبي برخه کې د ناتو ځواکونو دوهم مهم پوځی عمليات و .