د چين د بين المللې راډيو د خبر له مخې : د چين د ملی ولسی کانګرس دايمی کمېټې د اکتوبر په يو ديرشمه نېټه په بېجينګ کې د چين او افغانستان ترمنځ د ښه ګاونډيتوب په اړه د همکاری تړون تصويب کړ چې دغه تړون په نويو حالاتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ په اړه د لارښوونې قانوني سند ګڼل کيږی .
دواړو هېوادونو د دوستانه خبرو اترو له لارې دغه تړون تر سره کړ چې د روان کال په جون کې د دواړو هېوادونو مشرانو په بېجينګ کې لاسليک کړی وو . په دغه تړون کې ويل شوی چې دواړه خواوی به په جدی ډول اړونده سرحدی موافقه ليک پلی کړي ، د يو بل حاکميت ، امنيت او د خاورو بشپړتيا ته زيان ونه رسوی ، په دوه اړخيزو او څو اړخيزو ساحو کې په ګډه پر ترهګری ، بيلتون غوښتنې او افراطيت باندی بريدونه وکړي او په پوځی او امنيتی ساحو کې خپلی همکاری پياوړی کړي .