د ١٩٨٠ کال د جولای له نولسمې نېټې نه د اګيست تر دريمې نېټې پوری د اولمپيک د دوويشتمې دوری سپورتي لوبې په مسکو کې تر سره شوې . مسکو د پخوانی شوروی اتحاد پلازمينه و او د دغې هېواد کلتوری ، سياسی او اقتصادی مرکز هم ګڼل کېده . مسکو د اروپا دوهم لوی ښار دی چې پراخوالی يی نهه سوه مربع کيلومترو ته رسيږی . د اتياوو هېوادونو او سيمو پنځه زره يو سل او نهه اويا تنو لوبغاړو په يو ويشتو لويو مسابقو او دوه سوه او دری کوچنيو سياليو کې ګډون وکړ . د دغې دورې په لوبو کې يوازی د ښځينه خاکې په ګډون پنځه کوچنی مسابقې زياتی شوې . له دې امله چې د امريکا، فدرالی المان ، جاپان او کانادا په ګډون يو شمير تکړه هېوادونو د دغې دورې په لوبو کې ګډون نه درلود ، نو په دغو لوبو کې د ګډون کوونکو لوبغاړو سطح له نورو دورو لوبو څخه کم و . مثلاُ د لامبو وهلو په نارينه وو سياليو کې يوازی يو نړيوال ريکارد مات شو او د اتلتيک په بېلا بېلو سياليو کې يوازی شپږ نړيوال ريکاردونه مات شول .
د امريکا لوبغاړو د يا د ګار په توګه د سرو زرو مډالونه
وروستی له هغه چې د امريکا د اولمپيک د سپورتي لوبو کميټی اعلان وکړ چې دوی به د مسکو د اولمپيک له سپورتي لوبو کې ګډون و نه کړي ډېر امريکايی لوبغاړو ژړا وکړه ، ځکه چې په هغه وخت کې دوی ځوانان وو او ډېر ښه سطح درلود . که د دغې دوری په لوبو کې ګډون و نه کړی ، دوی به د خپل توان د ښکارولو
فرصت له لاسه ورکړی . دغو لوبغاړو ته د ډاډه ورکولو لپاره د امريکا د اولمپيک د سپورتي لوبو کميټې پريکړه وکړه چې هر لوبغاړی ته د دغې دورې سپورتي لوبو د يادونې لپاره د سرو زرو يو مډال ورکړی .
د امنيت د ساتلو په اړه يو نړيوال ريکارد
په مسکو کې په سالم ډول د اولمپيک د سپورتي لوبو د تر سره کولو لپاره حکومت د امنيت د ساتلو ډېر ښه کارونه وکړل . په هغه ورځ کې چې د دغو لوبو پرانيستونکی مراسم تر سره شول، د لينيښ د سپورتي ستديوم په شاوخوا سړکونو کې ډېر پوليس ميشته وو او دغه سيمه يی تر جدی کنترول لاندی اوستله . د اولمپيک د لوبغاړو د هستوګنې په شا و خوا سيمه کې په هر شل متر واټن کې دوه تنه پوځيان ولاړ وو . يو خبريال مسکو ته د رسيدو په څليرويشتو ساعتو کې نهه ځله وپلټل شو . د دغو سپورتي لوبو له ختمېدو وروسته خلکو وويل : په دغو لوبو کې يو نړيوال ريکارد نشی ماتۍ لای چې دوه لکه تنو پوليسو د دغو لوبود امنيت د ساتلو لپاره دنده تر سره کړه .
د ايتاليی لوبغاړی مينيا
د ايتاليی لوبغاړی مينيا د دوو سوو مترو په واټن د ځغاستی غوره لوبغاړی و، خو په ١٩٧٢ کال او ١٩٧٦ کال کې د اولمپيک په سپورتی لوبو کې يی د سرو زرو مډال نه و تر لاسه کړی . په مسکو کې د اولمپيک د سپورتي لوبو د ترسره کولو په وخت کې مينيا ځوان نه و ، خو هغه په ټينګې ارادې سره د سرو زرو د تر لاسه کولو لپاره دريم ځل د اولمپيک په سپورتي لوبو کې ګډون وکړ . بالاخبره يی د
مسکو د اولپميک په سپورتي لوبو کې يی د سرو زرو مډال تر لاسه کړ .