<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-31 18:46:20    
د چين سندرغاړې يو جينګ

cri

محترمو دوستانو ، اسلام عليکم ! دا دی يو ځل بيا د ښځي او ټولنې د پروګرام خپريدو وخت رارسيدلی دی . زه غوټی يم او د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يم ، هيله ده چې د پروګرام تر پايه پوری له ما سره پاتی شی . په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د يوې مشهورې سندرغاړې يو جينګ په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم . ( موسيقې )

ګرانو دوستانو دغه سندره چې تاسو واوريده، د سندرغاړې يو جينګ له خوا ويل شوی چې نوم يی د لو لان پيغله دی . په ١٩٩٤ کال کې يو جينګ د چين د ځوانو سندرغاړو په سيالۍ کې د ولسی سندرو دوهم ځای تر لاسه کړ چې د چين د مرکزي ټلويزيون له خوا تر سره شوې وه . له دې وروسته يی په رسمی توګه د ولسي سندرو په ويلو پيل وکړ .

يو جينګ وويل : زه په غرنی سيمه کې زيږيدلی يم او له ماشومتوب څخه مې د سندرو له ويلو سره مينه درلوده چې له دې امله د موسيقی په پوهنتون کې شامله شوم او د سندرو ويلو په اړه می روزنه تر لاسه کړه .

يو جينګ ښه اواز لری ، د دې ترڅنګ يی په پوهنتون کې د خپلو کوښښونو له لارې د غربی بڼی په سندرو ويلو کې هم تکړه ده . خو د چين د ولسي سندرو په ويلو ډيره تګړه ده. په ١٩٩٣ کال کې يو جينګ په منځنی ښوونځی کې د موسيقی ښوونکې له دندې څخه لاس واخيست او د خپلو چارو د پرمختګ لپاره بېجينګ ته راغله . هغې وويل : ( اواز٢)

ديارلس کاله دمخه په چين کې مشهور سندرغاړي ډېر وو، نويو سندرغاړو د خپل هنري توان د ښکارولو فرصت نه درلود ، و مې غوښتل چې په بېجينګ کې ښه فرصت ومومم . خو په هغه وخت کې زما لويه ستونزه دا وه چې د يوازيتوب په حال کې پاتي وم او په بېجينګ کې مې هيڅ دوست نه درلود . نو ژوند می ډېر سخت و .

له نيکه مرغه په دې وخت کې يو جينګ د زده کړې تر څنګ د يوې سندرې د ثبتولو فرصت تر لاسه کړ چې په پايله کې يي ددې د ښوونکی او مشهور موسيقي پوه فو لين لخوا وستايله شوه او د سندره ويلو چارو ته د دوام ورکولو باور يي ټينګ شو . له دې وروسته د استاذ فو لين په سپارښتنه يو جينګ د ځوانو سندر غاړو په سيالۍ کې ګډون وکړ او د لو لان پيغلې په نامه د سندرې په ويلو سره برياليتوب تر لاسه کړ . ورپسې يو شمير هنری شرکتونو له يو جينګ سره د نندارو د وړاندی کولو تړونونه لاسليک کړل . يو کال وروسته يو جينګ خپل لومړی البوم جوړ کړ او د ډېرو مينه والو لخوا يي وستايل شو .

له دې وروسته يو جينګ د ډېرو ښکليو سندرو په ويلو سره شهرت وموند. خو له ١٩٩٧ کال نه تر ٢٠٠٠ کال پوری يو جينګ په خپلو کارونو کې له يو شمير سنتونزو سره مخامخ وه . هغې وويل : ( اواز ٣ )

له ١٩٩٧ کال نه تر ٢٠٠٠ کال پوری د خپلو چارو د پرمختګ لور راڅخه ورک شو او کوم ښه برياليتوب می تر لاسه نه کړ، د خپلو افکارو له تنظيم وروسته می په ٢٠٠٤ کال کې د ارامۍ په نامه يو البوم اوريدونکو ته وړاندی کړ . هغې وويل : ( اواز٤)

زما په اند، دغه البوم ډېر ښه دی او له هرې سندرې څخه د ارامتيا او ازادۍ

احساسات څرګندوم . نو له دغه البوم سره ډېره مينه لرم .

يو جينګ په تېرو دوولسو کلونو کې تل د چين د عاميانه او ولسي سندرو په ساحه کې هڅه کوی ، نو اوس يی روحيه ډېره ارامه ده . د دغه البوم له خپريدو نه وروسته د سفر او د ځايي سندرو د راغونډولو لپاره کانادا ته ولاړه څو چې وروسته هلته نور نوي البومونه جوړ کړي .

يو جينګ په کانادا کې وويل د البوم خپرولو کار زما حتمی کار دی ، خو کوم لوی پلان نه لرم چې څو د خپل البوم څو هيليونه کاچی وپلورم ځکه چې له موسيقۍ سره ډيره مينه لرم .