<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-01 19:24:32    
د چين د اوږد مارش په باب کيسه

cri

اويا کاله مخکې د چين د کمونست ګوند د فقيد مشر ماو تيسي تونګ تر لارښوونې لاندې د سره اردو ستراتيژيکي انتقال تر سره شوي و چه په تاريخ کې يي د چين د اوږد مارش په نامه ياديږي ٠ که څه هم له هغو سترو عملياتو څخه تر اوسه پوري زيات کلونه تير شوي دي ، خو د چينايانو په تيره بيا د زاړه نسل په زړونو کې ځاي نيولي دي ٠

د تيرې پيړۍ له ١٩٣٤ کال څخه تر ١٩٣٦ کاله پوري د چين د کمونست ګوند تر لارښوونې لاندې سرې اردو له جاپاني تيري کوونکو سره د مقاومت او د کورني جګړي د مخنيوي له پاره په همدغو دوو کلونو کې د چين له څوارلسو ولايتونو څخه په تيريدو سره لوي پوځي انتقالي عمليات تر سره کړل چې د لارې اوږدوالي يي دوه لس زرو کيلو مترو ته رسيدلي ده ٠ دغه ستر عمليات د دښمنانو د ډزو او ټوپونو تر محاصرې لاندې په ډير ستونزمن طبيعي چاپيريال کې په بريالي توګه بشپړ شوي او په پاي کې د سرې اردو اصلي ځواکونه د چين د يانځي سيند له اوږدو څخه د شمال لويديځ سيمو ته انتقال شول او له جاپاني تيري کوونکو سره په جګړه کې د ستر بري د لاس ته راوړلو له پاره يي کلک بنسټ ايښي دي ٠ په تيره پيړۍ کې د چين د دغه اوږد مارش برياليتوب په بشري تاريخ کې يو له سترو عجائبو څخه ګڼل کيږي ٠ د چين د ولسي ازادي بخښونکي اردو په اړه د توپ خانې پوځ پخواني تورن جنرال لو دونګ وويل چې دغه اوږد مارش

مجبوري عمليات ګڼل کيدل چې موخه يي د کورني جګړې مخنيوي ، د خپلو ځواکونو د ساتلو او د بهرنيو تيري کوونکو سره مقابله کول وو ٠ له دغو سترو عملياتو څخه د چين د يو خپلواک هيواد د ابادولو له پاره د کمونست ګوند او د زاړه نسل ټينګ عزم څرګند شوي دي ٠ په دي اوږد مارش کې د سرې اردو ډير سرتيري شهيدان شول ٠ د اوږد مارش په پيل کې د سرې اردو د سرتيريو شمير نژدي دوه لکه تنه وو، خو په پاي کې يي يوازي د شلو او ديرشو زره تنو په شاوخوا کې کسان ژوندي پاتي وو ٠

د اوږد مارش په صف کې زاړه واړه موجود وو چې عمر يي له شپيتو کالو نه تر نهو کالو پوري رسيده ٠ دغه راز په دي صف کې ډيرې ښځي هم موجودې وې چې ځيني يي له کوريا ، ويتنام او المان څخه راغلي وې٠ څلور نوي کلن سپينږيري ښاغلي ليو جيا چن چې په اوږد مارش کې ګډون کړي و، وويل چې په اوږد مارش کې منصب داران او سرتيريو ټولو د انقلاب له پاره خدمت کول خپله موخه ګڼله او ټولو په دي باور درلود چې زمونږ انقلاب به بريالي شي ٠ سرې اردو د اوږد مارش په لار کې د ډيرو لږ کيو له سيمو څخه تيري شوي چې په دي ترڅ کې هغه کيسه چې وايي په هغه وخت کې د سرې اردو مشهور جنرال ليو به څنګ د يي قوم د قبائلو له مشر د وروڼو اړيکې تړلي دي ، تر اوسه پوري د ډيرو چينايانو په دماغونو کې پاتي دي ٠ په سرې اردو کې د قومي تګلارې په رڼا کې د لږ کيو په سيمو کې لکه د تبتي او يي قومونو ډيرو وګړو هم پکې ګډون وکړ٠

په هغه وخت کې د لږ کيو د اوسيدونکو په منځ کې يوه سندره ډيره مشهوره وه چې وايي سره اردو زمونږ سکه وروڼه دي ، د اوږد مارش په لاره کې موږ له ستونزو څخه نه ويريږو ٠

که څه هم د چين د اوږد مارش ستر تاريخ تير شوي ، خو له دي څخه څرګند شوي روحي ځواک د تل له پاره د چينايانو په زړونو کې پاتي دي او مخ په زياتيدونکي چينايان او بهرنيان يي ځان ته راجلب کړي چې د اوږد مارش په لار کې په تللو سره د هغه وخت د سرې اردو د روحيې احساس کوي ٠