<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-01 19:27:42    
زاړه کسان په کومو ناروغيو اخته کيږي

cri
نن ورځ په نړۍ کي د زړو کسانو شمير د زياتيدو په حال کي دی ، په بله ژبه نړۍ د زړيدو مرحلې ته داخليږي چه دغه تمايل عمومأ په پرمختللو هيوادونو کي ليدل کيږي . خو اوس په چين کې چه لا هم يو مخ په انکشاف هيواد دی ، د زړيدو مرحله هم رسيدلې ده ځکه چه په چين کي د هغو زړو کسانو شمير چه عمر يي د شپيتو کالو نه زيات دی ، يو سلو څلور ديرش مليونه تنه دی چه دغه شميرنه د هيواد د عمومي نفوسو په سلو کي لس برخه نيسي . د معمولي معيار سره سم چين د زړيدو په مرحله کي داخل شويدی .

پوښتنه دا ده چه زاړه کسان په کومو کومو ناروغيو اخته کيږي ؟ ځواب يي دا دی چه زاړه کسان لومړي په ډول ډول سرطانونو اخته کيږي . د تيرو ديرشو کلونو د احصايې لمخې په لويديځو هيوادونو کي په زړو کسانو کي د سرطانونو د رامنځته کيدو ميزان د زياتيدو په حال کي دی په تيره بيا د هغو ناروغانو شمير چه د تي او سږي په سرطانونو اخته دي ، دوه چنده زيات شويدی . د انګلستان د څيړنې سره سم د نولس سوه پنځه اويايم کال په پرتله په ټوله نړۍ کي د تي په سرطان اخته ښځې له پنځو لکو نه يو مليونو يو لکو تنو ته زيات شويدی لاملونه يي دا دي چه لومړي اوس د ښځو منځني عمر اوږد شوې او دوهم د نړۍ نفوس زيات شويدی .

د سرطان د بين المللي څيړنې د سازمان لخوا د برابر شويو معلوماتو سره سم د ديرشو کالو د پخوا په نسبت اوس د سږي په سرطان اخته شوي کسان په سلو کي سل زيات شويدي ، د اټکل لمخې د سږي په سرطان د اخته کيدو ميزان به په راتلونکو کلونو کي په پرمختيايي هيوادونو کي ډير زيات شي . پرته د زړو کسانو د شمير د زياتوالي نه په دغو هيوادونو کي د سګريت څکونکي ډير دي چه دا هم د سږي د سرطان د اخته کسانو د شمير د زياتوالي لامل دی . اوس هر کال لس مليونه نهه لکه تنه په ډول ډول سرطانونو اخته کيږي چه شپږ مليونه او اوه لکه تنه داسي ناروغان مړه کيږي .

نن ورځ د سږي ، تي ، کولمو ، معدي ، جګر او ستوني په سرطانونو اخته کسان ډير دي چه له دي څخه دسږي ، معدي او جګر سرطانونه انسانانو ته لومړي لوي ګواښ ګڼل کيږي

پرته د سرطان نه زاړه کسان د جنون ، د قند ناروغۍ ، د هډوکي د اصلي مادو د نرموالي او لرزش ناشي از فلج په شمول په څلورو ناروغيو اخته کيږي ، خو د عمومي څيړنو له مخې د وينو د فشار لوړوالي او د زړه ناروغي هم د زړو کسانو دپاره معمولي ناروغۍ دي . د بلګې په توګه د هډوکو د اصلي مادو د نرموالي په ناروغۍ اخته کسان په نړۍ کي دوه مليونه تنه دي چه ددې ناروغۍ د پيدايښت ميزان د نورو معمولي ناروغيو نه اوه چنده زيات دی . هغه زاړه کسان چه عمر يي د پنځوسو کالو نه زيات دی ، په دغه ناروغي اخته کيږي ، نود زيات شمير زړو کسانو د غورځيدو نه وروسته هډوکي ماتيږي .

د زړو کسانو دپاره د ياد شويو ناروغيو وقايه او تشخيص مشکل کار دی ځکه چه د دغو ناروغيو د پيدايښت نه مخکي يا وروسته کومه علامه نه ليدل کيږي ،نو د ناروغيو د وقايې دپاره ډير مشکلات رامنځته کيږي . ولي ددوي د ناروغيو د رامنځته کيدو نه مخکي يا وروسته کومه علامه نه ليدل کيږي ، لامل يي دا دی چه ددوي فيولوژيکي عمل ضعيف دی .مثلا د زړو کسانو بدني غړي خشکي شوي ، فيولوژيکي عمل يي ضعيف شوي ، عکس العملونه يي کند او ورو شويدي ، نو علامه نه لرونکي ناروغۍ رامنځته کيږي . مثلا د زړه ناروغانو زړه نه خوږيږي ، برعکس ددوي ستوني ، غاښونه ، خيټه او يا اوږې خوږيږي .

د زړو کسانو ناروغۍ او روغتيا بايد د هر سپين ږيري او سپين سر د زيات پام وړ ده . په داسي ټولنه کي چه زاړه کسان زياتيږي ، ددوي د ناروغيو وقايه او علاج به يوه سخته ټولنيزه مسئله ده . نو حکومت بايد د زړو کسانو د ژوند د تامين او د ناروغيو د درملنې دپاره لازم نظامونه جوړ کړي څو چه دوي په سالم او أرام ډول د خپل عمر وروستي موده تيره کړي .