<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-01 19:58:55    
د بيجينګ پوهنتون زده کوونکې ليو مو هان او د مو هان په نامه له بی وزلو زده کوونکو سره د مرستې صندوق

cri

زده کوونکې ليو مو هان د چين د بيجينګ پوهنتون د تاريخ مسلکی زده کوونکې ده او د بڼې له پلوه له نورو نجونو سره توپير نه لری ، خو دغه نجلۍ په خپل نامه له بی وزلو زده کوونکو سره د مرستې يو صندوق جوړ کړی دی . د دغه صندوق له جوړولو راهيسی د يو لکه يوانو په راغونډولو وروسته له ٣٧تنو بی وزلو زده کوونکو سره مرسته شوی او دغه راز د څلورو بې وزلو زده کوونکو لپاره دايمی مرستندويه کسان پيدا شوی دی .

٢٢ کاله مخکې ليو مو هان د هه بی ولايت د وو جی ولسوالی د يو بزګر په کور کې زيږيدلی چې له کوچنيتوب څخه يې په غريبو حالتو کې ژوند کړی . کله چې دوولس کلنۍ ته ورسيده ، پلار يی د ناروغۍ له امله مړ شو او مور يی هم په ناروغۍ اخته شوه ، کوچنی خور يی روزنې ته اړتيا درلوده ، په دې حال کې ليو مو هان له ډيرو ستونزو سره مخامخ وه . له دې وروسته ليو هان مو ساده ژوند وکړ او په ٢٠٠٣ کال په برياليتوب سره په بيجينګ پوهنتون کې شامله شوه . خو په پوهنتون کې د زده کړی لګښت د دې لپاره ډير زيات ؤ ، نو ليو مو هان د چين د خيريی لاټری په اړه له بی وزلو زده کوونکو سره د مرستندويه پلان له څانګې څخه د مرستې غوښتنه وکړه او يو ځل يی دری زره يوانه تر لاسه کړل . يو ښه کس له هغې سره ژمنه وکړه چې هره مياشت به د ژوند لپاره دری سوه يوانه ورکوي .

له بی وزلو زده کوونکو سره د چين د خيريه لاټرۍ مرستندويه پلان د چين د ملکی چارو د څانګې له خوا جوړ شوی چې د لاټرۍ پلورلو له لاری پيسی راغونډيږي . ليو مو هان د دغه پلان د مرستی له لاری په بيجينګ پوهنتون کې د زده کړی فرصت تر لاسه کړ او په پوهنتون کې د زده کړی پر وخت يی د مزدوری له لاری پيښی راغونډې کړی . نو په دې توګه نوموړی د خپل ژوند لپاره پيسی درلودی او هم يې خپلې مور ته پيسی ورکولې .

ليو مو هان ته د خپل مورني ټاټوبی په منځنی ښوونځي کې معلومه وه چې د دې په شان هم زيات شمير بی وزلی زده کوونکی شته ، نو پريکړه يی وکړه چې له دغو زده کوونکو سره د مرستی پلان جوړ کړي چې د روزنی مرکز او د ټولنيز سمينار له لاری پيسی راغونډې کړي . له دې وروسته ليو مو هان په رخصتيو کې د انګليسی ژبی په ښوونه پيل وکړ او څه دپاسه لس زره يوانه يې تر لاسه کړل . هغې ټولې پيسی بی وزلو زده کوونکو ته ورکړی چې په پای کې دوی په سالمه توګه په منځنی ښوونځی کې له زده کړی وروسته په پوهنتونونو کې شامل شول .

ليو مو هان په پوهنتون کې د زده کړی پر وخت له بی وزلو زده کوونکو سره د مرستی لپاره د مو هان صندوق د دايمی جوړونې لپاره په دريو ځايونو کې مزدوری وکړه او هره ورځ يی څه دپاسه لس ساعته کار کاوه . د دې د کوښښ له لاری دغه صندوق ګام په ګام پرمختګ وکړ چې لا نور زيات شمير کسانو په فعاله توګه د صندوق چارو د روانيدو لپاره په کې ګډون وکړ . تر اوسه پوری د مو هان په نامه له بی وزلو زده کوونکو سره د مرستندويه صندوق له خوا په بريالی توګه دری لوی او ستر فعاليتونه تر سره شوي او اته سوه زده کوونکو مرستی تر لاسه کړې دي .