<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-02 19:28:59    
د باغوانۍ په نړيوال نندارتون کې د پاکستان د باغوانۍ هنر

cri

د باغوانۍ نړيوال نندارتون د باغوانۍ او د ګلونو روزنې چارو په اړه د نړيوال سازمان له خوا تر سره کيږي چې تر اوسه پوری د اروپا ، امريکا او جاپان په ګډون په پرمختلليو هيوادونو کې شل ځله تر سره شوي وو . د چين په شمال ختيځ کې د لياو نينګ ولايت مرکز شن يانګ ښاروالي د خپلو کوښښونو له لاری په ٢٠٠٦ کال د دغه نړيوال نندارتون د تر سره کولو وياړ تر لاسه کړ .

____سندره ____اوس تاسی د دغه نندارتون ځانګړې سندره واوريده !

د شن يانګ په ښار کې د باغوانۍ نړيوال نندارتون د ٢٠٠٦ کال د می په لومړې نيټه پرانستل شو اود اکتوبر تر پايه پاي ته ورسيد چې د پسرلي ، دوبي او مني دري موسمونه په کې تير شول . په نندارتون کې د بيلا بيلو هيوادونو او سيمو رنګارنګ او ښکلي ګلونه تر سترګو کيدل او ډير زيات چينی او بهرنی سيلانيان يي راجلب کړي وو . چين ته د سفر په نننې پروګرام کې به تاسو ته په دغه نندارتون کې د پاکستاني باغ په هکله معلومات درکړم ! باور لرم چې تاسی به د پروګرام د دې کړې په اړه علاقه ولرئ !

په روان نندارتون کې د پاکستان ، هند او روسيې په شمول د درويشتو هيوادونو اه ځانګړتياوو سره سم باغونه جوړ شوي وو . واورئ ! د موسيقی دغه غږ له پاکستانې له موسيقي باغ څخه پورته شو !___پاکستانې سندره____

د پاکستان د موسيقې په باغ کې د هرې اوني په پای کې د دغه هيواد سندرغاړو

نندارچيانو ته د دغه هيواد ولسي سندرې ويلې او په نورو ورځو کې په دغه باغ کې د پاکستان سوداګرانو د خپل هيواد ځانګړی هنری او لاسي شيان پلورل چې ډولونه يی ډير زيات وو . پاکستاني سوداګرانو له چينی اخيستونکو سره د معاملې په ترڅ کې ساده چينی ژبه زده کړې وه .

(اواز: دغه غږ د يوه پاکستانې سوداګر لخوا په چينی خبرې وې )

د نندارتون په پيل کې زيات شمير پاکستانې سوداګران شن يانګ ته ورغلي وو . يو پاکستانی ځوان خبريال ته وويل ____اواز____

شن يان ښار ډير ښکلی او ښاريان يي هم ډير ميلمه پال دي . نندارتون ډير لوی او ښکلی دی چې ډول ډول ګلونه په کې تر سترګو کيږي او زيات شمېر سيلانيان راجلبوي . کله چې هغه په دې خبر شو چې خبريال له بيجينګ څخه راغلی دی ، و يي ويل چې بيجينګ هم ښکلی ښار دی او له دغه نندارتون څخه د ليدنې لپاره له بيجينګ څخه زيات شمير سيلانيان راغلي دي . هغه وويل زه هم د چين د بين المللی راډيو وفادار اوريدونکی يم .

د پاکستان د موسيقۍ باغ ته نژدی د پاکستان د ښکليو منظرو او دودونو د څرګندولو لپاره يو لوی باغ جوړ شوی چې د ودانۍ باندني ديوالونه يي د دغه هيواد د څلورو ولايتونو د نامتو تاريخي اثارو او ښکليو ودانيو په رنځورونه او عکسونو ښکلی شوي او د ودانۍ په وړاندي يوه فواره او د ژوي په شکل مجسمه پرته وه چې نندارچيانو ته د دغه هيواد ځانګړي هنر څرګند کړی . يو پاکستانی ځوان وويل ____اواز____

زه د پاکستان له اسلام أباد څخه راغلی يم او اسلام أباد يو ښکلی ځای دی . زمونږ

په دې باغ کې ټول پلورل شوي شيان يوازی په پاکستان کې اخيستل کيږي او په نورو ځايونو کې نه موندل کيږي .

په دغه باغ کې زيات شمير چينی سيلانيانو د پاکستان له سوداګريزو شيانو سره علاقه درلوده . د شن يانګ يو سيلاني ښاغلي جی وويل ____اواز____

د يوه شن يانګ ښاري په توګه ډير وياړم چې د باغواني نړيوال نندارتون په شن يانګ کې جوړيږي . نن د ليدو لپاره دلته راغلی يم او احساسوم چې نندارتون په ريښتنی توګه ښکلی دی .په پاکستاني باغ کې می زما د لور لپاره يوه پاکستانی خولۍ واخيستله .

د ده کوچنی لور هم په خوشحالۍ سره وايی : دغه خولۍ ډيره ښکلی ده ، زما دغه خولۍ ډيره خوښه ده !

ګرانو اوريدونکو ، که څه هم د باغوانۍ نړيوال نندارتون د اکتوبر په پای کې پای ته ورسيد ، خو د دغه نندارتون د جوړولو له امله د شن يانګ ښار په يو مهم سيلاني ځای بدل شويدی . دلته لا هم ښکلي منظرې او رنګارنګ ګلونه ليدل کيږي چې هر وخت د سيلانيانو د راتګ هرکلی کوي .