<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-03 18:49:20    
کونګ چيو

cri

کونګ چيوچي خلک ورته کونګ ځي وايي د ميلاد نه مخکي په ٥٥١ کال کې د چين د لو په نامه ملک يعني د اوسني چين د شان دونګ ولايت په چوي فو ښار کې وزيږيد٠ د چين په پخواني تاريخ کې خلکو کونګ چيو ته د احترام د څرګندولو دپاره هغه ته کونګ ځي باله ، په چيني ژبه کې کونګ د کورني نوم دی او ځي تعليم يافته او روښان فکرو کسانو ته د احترام نوم و ٠ کونګ ځي د چين په تاريخ کې يو ستر متفکر ، تعليم پوه ، فيلسوف او د کنفسيوس مؤسس و٠ د کونګ ځي د ژوند په موده کې زيات کوچني ملکونه موجود وو ، د کونګ ځي نيکه ګان د سونګ په نامه د ملک اشراف وو ، د سياسي پيښو له امله د کونګ ځي کورنۍ د سونګ له ملک څخه د لو په نامه ملک ته انتقال شوه ، نو ځکه کونګ ځي د لو په ملک کې وزيږيد ٠

کونګ ځې د ځوانيتوب په موده کې د لو په ملک کې د ټيټې درجې د مامور په توګه کار کاوه او د پوخ سان په موده کې د عالي رتبه مامور په حيث و ټاکل شو ٠ خو د ماموريت موده يې ډيره لنډه وه ٠وروسته له هغه نه چې هغه د خپل ماموريت څخه برطرف شو، کونګ ځي د زده کړې ورکولو په کارﻻس پوري کړ٠ په هغه وخت کې د کونګ ځي د زده کوونکو شمير دريو زرو تنو ته ورسيد او له دې جملې څخه دوه اويا تنو زده کوونکو په بيلابيلو ساحو کې شهرت وموند ٠

د کونګ ځي لخوا رامنځته شوي کنفسيوس يو ډول فلسفي مفکوره وه او په چين کې د څه دپاسه دوو زرو کالو دپاره وساتل شوه ٠ په کنفسيوس کې عمده او مهمه ايډيالوجي په دوو برخو ويشل شوې ده ٠ يوه برخه يې د اخلاقو ، تشريفاتو ، عنعناتو ، قاعدو او قوانينو مجموعه ده چې دې مجموعې ته په چيني ژبه کې لي ويل کيږي ٠

بله برخه يې په چيني ژبه کې ژن ويل کيږي ، د ژن معنی دا ده چې بايد د انسانانو سره مينه او پاملرنه پيداشي ٠ د کنفسيوس په نظر بايد د قوانينو او نظام سره سم دولت اداره کړی شي او د مينې څخه ډکه ټولنه دې جوړه شي ٠

کونګ ځي د چين په تاريخ کې لومړي معلم و، دده په نظر هر څوک چې شتمن وي يا غريب ، اشراف وي يا معمولي وي ټول د تعليماتو د ترلاسه کولو حق درلود ، د تعليماتو هدف بايد دا وي چې د هيواد د پاره يو شمير تعليم يافته او روشان فکر کسان وروزل شي او د دوي لخوا دولت اداره وشي ٠

کونګ ځي په خپل ټول عمر کې د چين ډيرو زياتو ځايونو ته سفر وکړ ، او خپله مفکوره او نظريې يې په پراخه توګه هرځاي ته خپرې کړې ، دده له خوا رامنځته شوي کنفسيوس د څه دپاسه دوو زرو کالو په تاريخ کې پر چين باندې ژوره اغيزه وکړه او د چين په ملي کلتور کې يې ستر نفوذ هم اچولی دی ٠د کنفسيوس مفکوره او نظريې د چيني خلکو د اخلاقو ، رسمونو او رواجونو ، عمل ، ايمان او احساساتو په شمول زياتو ساحو کې مهم تاثيرات هم اچولی دی ٠ 

دغه رازد کونګ ځي مفکوره د چين په فيوډالي ټولنه کې د فلسفې ، ادبياتو ، هنر ، پوهنې او تاريخي علم باندې هم ستره اغيزه وکړه

د کنفسيوس مفکوره د چين د عنعنوي کلتور د غوره استازي په توګه نه يوازي د چيني ملت د عنعنوي کلتوردپاره يو کلک بنسټ دی بلکې د چين څخه بهرنيو هيوادونو حتی ټولې نړۍ ته هم خپره شوې ده، تر اوسه پورې د کنفسيوس کلتور د ختيځي اسيا د ځينو هيوادونو په زياتو برخو کې مهم رول هم لوبوي ٠ مثلأ په کوريا ، جاپان او سينګاپور کې د کنفسيوس اغيزه هم ليدل او احساس کيږي ٠ ويل کيږي

چې که څه هم کنفسيوس په چين کې رامنځته شوی دی ، خو دا مفکوره په نړۍ کې هم مهم رول لوبوي ، که څه هم کونګ ځي په چين کې زيږيدلی خو هغه په نړۍ کې خپل مقام هم نيولی دی د کنفسيوس مفکوره د نړۍ په کلتوري خزانه کې يوه روښانه او ډيره ارزستناکه برخه ګڼل کيږي ٠

کونګ چيو د ميلاد نه دمخه په ٤٧٩کال کې پخپل وطن کې مړ شو٠د کونګ ځې او دده د نسلونو کورنيو د غړو مقبره د چين د شان دونګ د ولايت د چوفو د ښار په شمال کې ده چې مساحت يې دوو سوو هکتارو ته رسيدلی دی او پکې تقريبأ يو لک دانې ونې ولاړې دي ، دا په چين کې تر ټولو نه ډيره لويه کورنې مقبره ده چې د ډيرو زياتو کلونو نه راهيسي دوام لري ٠