<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-03 18:56:08    
د چين او افريقا ترمنځ کلتوری تګ راتګ مخ په زياتيدو دی

cri

د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم په اړه سرمشريزه غونډه اوس په بېجينګ کې روانه ده. د مصر او جنوبی افريقا په ګډون له پنځو افريقايی هېوادونو څخه هنري پلاويو او هنرمندانو د افريقايی شپې په نامه يوه تازه ننداره ترسره کړه. دغه راز د افريقا د هنری اثارو نندارتون به د چين په دولتی موزيم کې جوړ شي.د چين او افريقا ترمنځ د سياسی اړيکو د ټينګېدو له پنځوسو کلونو راهيسی د دواړو خواوو ترمنځ کلتوری تګ راتګ او د خلکو ترمنځ تفاهم او دوستی په پرله پسی توګه پياوړی شوی دی.

---اواز ١---همدااوس مو د افريقايی شپې په نامه د نندارې موسيقی واورېده . لوبغاړو د افريقا د موسيقۍ د الاتو په غږولو او ځايي نڅا کولو د جنوبی افريقا ځانګړی کلتور څرګند کړ . د نندارې له پای وروسته يوې چينی ننداره کونکې وويل

---اواز ٢--- زما په اند د يو بل پوهاوی د دواړو هيوادونو د خلکو لپاره ګټور دی . که ما دغه ننداره نه وای کتلی ، نو د افريقايي کلتورونو په هکله مې زيات معلومات نشو تر لاسه کولی . د دغې نندارې له لارې مې د افريقا کلتورونه ښه پېژندلي دي. د دوی ننداره د ژوند له تازه ګۍ څخه ډکه او ډيره زړه وړونکې ده او د دوی کلتوری ځانګړتياوې يي څرګندې کړي دي .

د مصر،جنوبی افريقا،موريس،ګابن او کانګو کيساسا په ګډون د پنځو هېوادونو د هنري پلاويو او هنرمندانو نه پرته به د چين په دولتی موزيم کې له افريقا څخه د راتګ په نامه د افريقا د هنري اثارو نندارتون هم پرانيستل شي. له شلو افريقايی

هېوادونو څخه به د کيندنو يا حکاکيو، انځورونو،اوبدل شويو شيانو او چيني بابو دری سوه اثار کيښودل شي او ورڅخه به د افريقا ځانګړی کلتورونه څرګند شي.

که څه هم د افريقا او چين ترمنځ زيان واټن شته او ترانسپورتي اسانتياوې يي ندي برابر شوي ، خو له پنځوسو کلونو راهيسی د دواړو خواوو د ګډو هڅو په رڼا کې د دواړو خواوو ترمنځ کلتوری تګ را تګ په ښه ډول ساتل او پياوړی شوې چې تر اوسه پوری چين او افريقايي هيوادونو د هنر او کلتور په اړه يو سل او شپږ پنځوس تړونونه لاسليک کړې او يو بل ته يي دري سوه هنري پلاوي ليږلي دي . بر سېره پردی دواړو خواوو د يو بل په هېوادونو کې هنری جشنونه او نندارتونونه جوړ کړي او د چاپونې ، اطلاعاتو ، د راډيو ،تلويزون او فلم خپرونې ،تاريخی اثارو او موزيمونو په ساحو کې يې پراخې همکارۍ تر سره کړې دي. په بهرنيو هيوادونو کې د چين د هنري نندارتون د مرکز مشر ښاغلی وان جي يويان چې د کلتوری تګ راتګ لپاره ډېر ځله افريقا ته تللی او په چين کې يې د افريقا په اړه د نندارتونونو جوړولو دنده ترسره کړيده ، . خبريال ته وويل

---اواز ٣---د چين او افريقا ترمنځ کلتوری تګ را تګ اوږد تاريخ لري. چين ډېر زيات هنری پلاوي افريقا ته لېږلی او زمونږ په هېواد کې يي د افريقا د حکاکۍ او لاسی صنايعو هنري نندارتونونه او د افريقايی نڅا په اړه ډېرې نندارې جوړې کړي دي. زما په أند د چين او افريقا ترمنځ تګ راتګ ښه راتلونکی لري ځکه د دواړو هېوادنو د هنر او کلتور په ساحو کې بېلا بېل توپيرونه شته او دغه توپيرونه يو د بل

کموالی پوره کولی شي. نوی او دوديز شيان د دواړو خواوو لپاره د جذبولو وړ دی.

د خبر له مخی،اوس په بهرنيو هېوادونو کې د چين حکومت شپږ هنری مرکزونه لري او دری يې په جلا جلا توګه په مصر،بنين او موريس کې پراته دی.داسی مرکزونه د لکچرونو،نندارو،نندارتونونو او ښوونيزو سيمينارونو په جوړولو سره د چين او افريقا ترمنځ د کلتوری تګ راتګ او همکارۍ په هکله د پل رول لوبوي.

د چين د کلتور وزارت يو چارواکی ښاغلی شه فې هيله څرګنده کړه چې په بېجينګ کې د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ سرمشريزې غونډې له جوړېدو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د هنر او کلتور په ګډون په بېلا بېلو ساحو کې نوی پرمختګ رامنځ ته شي.