<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-03 20:12:00    
ترنم حامد او په چين کې د ميرمنو له کار کولو څخه حيرانه ده

cri

د چين د بين المللي راډيو درنو اوريدونکو نيکې هيلې او سلامونه هيله ده چې بشپړه روغتيا او خوښ ژوند مو په برخه وي،دا دی تر يوې اونۍ انتظار ورسته يو ځل بيا د بهرنيان په چين کې اونيزې برخې د خپريدو وار رارسيدلی دی،په دې اونۍ کې مې په بيجينګ کې له يوې اوسيدونکې پاکستانۍ ميرمنې سره مرکه کړې او په چين کې مې ددې د ژوند او د دغه هيواد په اړه د انګيرنو په هکله ترې پوښتلي،دغه ميرمن چې په چين کې له خپل ژوند کولو څخه ډيره خوشحاله ده ترنم حامد نوميږي،دلته په چين کې پخپله کومه رسمي دنده نلري خو خاوند يې بيا په دنده بوخت دی ،په لمړي سر کې مې ورڅخه پوښتنه وکړه چې په چين کې ددې لپاره تر ټولو په زړه پورې خبر کومه ده،نو راته ويې ويل په چين کې د ښځو او نارينه وو يو شان او په برابره توګه کارکولو حيرانه کړې ده،ځکه ددې په پلارني ټاټوبي پاکستان کې دا شان چارې ډيرې لږې تر سترګو کيږي:

غږ ترک ١٩

ژباړه: تر ټولو ښه چاره چې ما دلته په چين کې وليده هغه داده چې ميرمنې له نارينه وو سره اوږه په اوږه کار کوي،که تاسې وګورۍ دلته ميرمنې بس موټرونه چلوي،خو که په پا کستان کې د ښځو حالت ته وګورو نو هغوي يواځې د خپلو کورونو د ديوالونو تر شا ژوند کوي،که زموږ په هيواد کې هم د چين په شان ميرمنې د نارينه وو تر څنګ کار وکړي نو ژر به د پرمختګ په لار رهي شي.

مخکې به چې څوک له خپل کور څخه ليرې يا مسافر شو نو او کوم ليک به يې کورته راورسيد نو ټول دوستان به يې ډير ورته خوښ او خوشحاله وو او پرته له هغه به بيا تر ډيره د خپل مسافر له حالت څخه بې خبره وو،خو اوس بيا د تکنولوژی د پرمختګ له امله ټوله نړۍ د يوه کوچني کلي په شان ګرځيدلې او هر څوک کولای شي چې د خپلو خپلوانو له حالت او څرنګوالي څخه خبر شي،له ميرمن ترنم څخه مې وپوښتل چې ته خو په چين کې له خپلې کورنۍ څخه ليرې او دلته يواځې له خپل خاوند سره ژوند کوې آيا د خپلو دوستانو پسې نه يې خفه شوې،نو داسې ځواب يې راکړ:

غږ ٢١

ژباړه: په يقيني توګه خپل خپلوان او د کورنۍ غړي مې ډير ياديږي خو اوس مهال ساينس زيات پرمختګ او ترقي کړيده،او له امله يې واټنونه ډير راکم شوي دي،او هغه د ساعتونو واټنونه هم د تيلفون او انترنت په وسيلې شيبو ته رالنډ شويدي،که څه هم له خپلې کورنۍ څخه ليرې يم خو د بيا ليدلو هيله يې راسره شته،چې پدې سره مې د بيلتون زيات احساس راکميږي،

مخکې مې تاسو درنو اوريدونکو ته وويل چې ترنم حامد په چين کې کومه دنده نلري ،او دا يې راته وويل چې د پاکستان په راډيو ، تلويزيون کې يې رسمي دنده درلوده خو دلته د ځينو کورنيو ستونزو له امله نشي کولای چی دنده تر سره کړي:

غږ ٢٣

ژباړه: که زه له کور څخه بهر کار وکړم نو زما کوچنی ماشوم په کور کې يواځې پاتې کيږي،نو ځکه په کور کې اوسيږم او د خپل زوي پالنه کوم.

محترمو اوريدونکو تاسو ته به ښه معلومه وي چې په افغانستان او پاکستان کې زياتره خلک په خپلو کورونو کې اخلی پخلی کوي،او خلک دومره زيات په هوټلونو او رستورانتونو کې ډوډۍ نه خوري،خو بيا په چين کې خبره بل شان ده او زياتره چينايان له کوره بهر خواړه خوري ،دا خبره مې له ميرمن ترنم سره هم شريکه کړه چې پدې هکله ددې نظر څه دی ،نوموړې پدې اړوند داسې څرګندونې درلودې:

غږ ٢٤

ژباړه:دلته په چين کې له کوره بهر رستورانتونه زياد آباد دي،که يې له پاکستان سره پرتله کړو نو هلته ميرمنې په کورونو کې اخلی پخلی کوي، له کله نه چې زه دلته بيجينګ ته راغلې يم نو له هماغه پيله مې په کور کې د خوړو په پخولو پيل کړی،موږ له کوره بهر دومره زيات خواړه نه خورو،ځکه د پاکستان او چيني خوړو تر منځ زيات توپيرونه شته،خو کله کله د خوند اخيستلو لپاره بهر هم خواړه خوروو،

عزتمندو اوريدونکو په چين کې ډول ډول او رنګارنګ خواړه شته چې شمير يې له زرګونو څخه اوړي،کله مې چې له ميرمن ترنم څخه پوښتنه وکړه چې تر کومه حده د چيني خوړو په پخولو کې لاس رسی لري نو په ځواب کې يې راته وويل چې دا د انسان په هڅو پورې تړلی دی:

غږ ٢٥

ژباړه:هڅه په کار ده ،اخلي پخلی کوم ستونزمن کار ندی،که يو ځل خراب شو نو بل ځل کوښښ کوم چې په ښه توګه يې پاخه کړم،او په خندا سره يې وويل چې خاوند يې ورته وايي ،داسې خواړه پاخه کړه چې وخوړل شي. او دخپلې چيني ژبې د زده کړې په اړه يې وويل چې دومره زياته يې نده زده کړې او په خندا سره يې داسې راته وويل:

غږ ٢٦

ژباړه: سلام عليکم او مننه.

درنو اوريدونکو د بهرنيان په چين کې د برخې وخت پاي ته په رسيدو کې دی ،که پدې هکله سالم نظرونه وړانديږنه او نيوکې لرۍ نو له موږ سره يې شريکې کړۍ،نو پدې سره د اوسنۍ برخې کوربه زه خوشحال تايب ستاسو سره خدای پاماني کوم .الله مو مل شه.