کوچينۍ اندازه پورونه په ځانګړی توګه دهغو کسانو لپاره چې لږ عايدات لري، يو ډول پورونه دي او شل کاله دمخه د بنګله دېش د بانکوال ښاغلی محمديونس له خوا فکر وړاندی جوړ شوي دي .چين د ١٩٩٣ کال له پيل څخه په ځينو سيمو کې د بی وزلو بزګرو سره د مرستې لپاره د دغه ډول پورونه پروګرام کارولي دي. څه موده دمخه زمونږ خبريال د مرکې لپاره له دغو سيمو يوې ازمويښتی سيمې يعنی د ګوی جولايت د پان ولسوالۍ ته ولاړ .
دغه ولسوالی چې د چين په جنوب لويديځ کې پرته ده ،د ١٩٩٨ کال له پيل څخه يې د کوچنۍ اندازې پورونو د ور کولو په ازمويښتې کارونو پيل کړي او د ٢٠٠٣ کال تر پايه پوری يی بزګرانو ته ٢٦٠ مليونه يوانه پورونه ور کړي دي .چې له امله يی د بی وزلو کسانو شمير له دوه لکه تنو څخه يو لک ته ټيټ شوي دي .
د پان ولسوالی د ماچانګ علاقه دارۍ د هوشنګ دي کلی يو داسی نمونوی کلی دی چې د دغو پورونو د کارولو له لاری شتمن شوی دی .پخوا دغه کلی ډير بی وزلی و او کرهڼيزې ځمکې يی لږ وي .د کلی مسئول وانګ ګوو هوا خبريال ته وويل دوی د دغه ډول پورونو له ور کړې څخه د غواوو د روزلو لپاره اړينې پيسې تر لاسه کړي چې له امله يی بی وزلی له منځه يووړل شوه .
هو ون ځنګ د غواوو روزلو په برخه کې يو مشهور روزونکی دی او په ٢٠٠٢ کال کې يی د دغه ډول پورونو د ورکړې په ترڅ کې پنځه زره يوانه تر لاسه کړي چې دری غواګانۍ يی پرې واخيستلې .له څو کلونو وروسته د ده له خوا د روزل شويو غواوو شمير ١٥ ته ورسيد او اوس له دی لاری د ده کلنی عايدات ٨زره يوانو ته رسيږي چې له امله يی نه يوازی نوی کور جوړ کړی بلکه بريښنايی سامان ألات يی هم اخيستی دی .
د دغه ډول پورونو د ور کړې له امله نه يوازی د دغه کلی په اقتصاد کې بدلونونه رامنځته شوي بلکې د بزګرانو د عايداتو له زياتيدو وروسته د کلی د ژوند چاپيريال هم ښه شوی دی .د کليوالو وګړو له خوا جوړشوی يو سړک په بنسټيزه توګه پای ته رسيدلی دی او په همدی وخت کې هره کورنۍ د بيو ګاز حوض جوړ کړی چې له امله يی نه يوازی د انرژۍ د کمښت مسئله حل شوې بلکې د چاپيريال د ساتلو مسئله هم حل شوې ده .
برسيره پردی د دغه ډول پورونو د ور کړې له امله د سيمه ايز حکومت د ادارې توان هم لوړ شوی دی .
د دغې ولسوالۍ د تبليغاتو د څانګې مرستيال چن چون تاو وويل چې د چين د کرنې بانک هر کال مونږ ته سل مليونه يوانه د دغې کوچنی اندزې پورونو په ډول راکوي خو له دی نه مخکې دوی به زمونږ د ولسوالۍ پلټنه کوي .که زمونږ ادارې سويه ښه وي نو زمونږ د ولسوالۍ بزګران به ور څخه ګټې تر لاسه کړي.
د معلوماتو له مخې د دغه ولسوالۍ په مختفلو علاقه داريو کې د دغه ډول پورونو د ور کولو لپاره ځانګړی څانګې جوړې شوې دي .د جدی ادارې له امله په ٢٠٠٢ کال کې دغه ولسوالی په دغه برخه کې د ګوی جو ولايت د يوې نمونوې ولسوالۍ په توګه وټاکل شوه او په ٢٠٠٣ کال کې يی د دغه ولايت د يوازنی استازی په توګه په بيجينګ کې د کوچنۍ اندازې پورونو له لاری د بی وزلۍ د له منځه وړلو لپاره په نړيوال سمينار کې ګډون وکړ .