دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهورې سندرغاړې فانګ چو شن له خوا ويل شوی د کوريا قوم ولسی سندری وړاندی کړو٠ لومړی به په ګډه يوه مشهوره سندره واورو چې نوم يي جې ګنګ دی ، جي ګنګ يو ډول وحشی بوټۍ دی .دغه ترانه د کوريايي قوم نجونی د جې ګنګ بوټو د ايستلو په وخت کې وايي او له خپل وطن او ژوند سره د زياتې مينې احساسات څرګندوي .
( سندره ١ )
فانګ چو شن د چين د کوريايی قوم مشهوره سندرغاړی ده ، هغه په ١٩٣٣ کال کی د ديموکراتيکی کوريا د جين څه په ښار کی زېږېدلی او وروسته د هغه له خپل پلار او مور سره چين ته راغلې٠ په ١٩٤٩ کال کی فانګ د چين د جيلين ولايت د يان بيان ښار د سندرو او نڅا په هنری ډله او په ١٩٧٥ کال کی د چين په راډيويی هنری ډله کی شامله شوه ٠ د هغې أواز خوندور او ښکلی او د کوريا قوم له دوديز سبک څخه ډک دی ٠ په ١٩٥٢ کال کی د چين د شمال ختيځ د ٣ ولايتونو په ګډه ننداره کی فانګ چو شن د سندرو ويلو او نڅا کولو په برخو کی ټول لومړي مقامونه ترلاسه کړل٠ ٥ کاله وروسته يی په مسکو کی د نړيوالو ځوانانو په ٦ م هنري فيستيوال کې د سندرو ويلو په سيالۍ کې طلايي ميډال وګاټه .
( سندره ٢ )
تاسي همدااوس ددې لخوا ويل شوې کوريايي ولسي سندره واوريدله چې دغه سندره عمومأ د واده په مراسمو کې ناوې وايي .
په ١٩٦٢ کال کی د چين د موسيقی پوهانو ټولنی د فانګ چو شن لپاره ځانګړی کنسرت جوړ کړ چی پکی يی ستر برياليتوب تر لاسه کړ٠ له زياتو کلونو راهيسی فانګ چو شن د چين د هنرمندانو په استازيتوب د کانادا او جاپان په ګډون زياتو هېوادونو ته سفر کړی او ددې ښکلې سندرې د سيمه ايزو نندارچيانولخوا وستايلې شوې ٠ د پروګرام په پای کی به د الي لانګ په نامه يوه بله کوريايي ولسي سندره واورو چې په نړۍ کې ډيره مشهوره ده .
( سندره ٣ )
ګرانو اوريدونکو، د دغی خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ ننني پروګرام په همدي ځای پاي ته ورسېد ! روغ او خوشحاله اوسئ!